
ستر ارشاد
پوهاند محمد بشير دوديال
د ذوالحجې میاشت ډېره رالنډه وه. دغه میاشت ځینې کلونه نهه ویشت ورځې وي. د مبارک پیغمبر صلی الله عليه وسلمپه ارشاد به حجاج د ذوالقعدې میاشتې له شلمې وروسته ټولېدل؛ زیاتره به لومړی مدینې منورې ته راتلل، بیا به د مکې معظمې په لوري ټول یو ځای تلل، یو شمېر نور به له اطرافونو مخامخ مکې منورې ته راورسېدل.
له لرې یو څو د خرما ونې لکه د زمکې پر مخ د یوې تورې پټارې په شان ښکاریدې، په همدې برید دوه درې ځایه سراب لکه د رڼو او یخو اوبو په شان تر سترګو کېده. د کاروان د اوښانو سیوری د دوی له پښو سره وو. په دې ورځو کې به د عربو بېدیانۍ بیړۍ له شام، مصر، حبشې ،مدین او وادی السبع تر مدینې منورې سفرونه کول او د سوداګرو د کاروانونو د تګ او بیرته راتګ او بیا د حج ورځې نژدې کیدې. په دغو ورځو کې مدینې منورې یو بیل شان، شوکت او ابهت درلود. لکه چې ټول برکتونه او انوار دلته راټول شوي وي.
له هغه راهیسې چې د اسلام د مبارک دین لومړنی څرک وځلید، درویشت کاله پوره کیدل. د رسالت اسماني پیغام تر ډېرو ملکونو خپور شوی و. د ذوالقعدې د میاشتې په راښکاره کېدو سره حضرت رسول (ص) سرور کاینات محمد مصطفی احمد مجتبی وفرمایل چې مسلمانان دې د حج سفر ته چمتو شي. د خاتم الانبیاء صلوة الله علیه وسلم هدایت او بلنه به مؤمنانو ته یو زیری او د بې شانه کیفیت او تاثر څخه ډک اغیز و.
کله چې اصحاب کرام د پیغمبر(ص) درانه حضور کې مشرف وو، نو ټولو به لاسونه په زنګنو ایښي وو او په یو خاص تمکین او چوپتیا به یې سترګې نه رپولې او د حضرت رسول الله(ص) ارشادات به یې د زړه په غوږونو اورېدل او کله چې ټول د حج د سفر له نیت څخه خبر شول، خلک له هر ګوټ څخه ډلې ډلې مدینې ته راتلل، خیمې به یې غوړولې او د تګ د ورځې په تمه وو. له لرې او نژدې سیمو څخه په سلګونو زره خلک چې حج ته د تګ لپاره چمتو شوی وو؛ راټول شول.
د ذوالقعدې د میاشتې پنځه ویشتمه ورځ وه. د کائناتو سردار او د انبیاوو د سالار محمد صلی الله عليه وسلم د حرکت ساعت نژدې کېده، د پیغمبر صلی الله عليه وسلم ناقه (قصوی) مدینه کې زنګونه پر ځمکه کیښودل او کله چې پیغمبر(ص) د هغې جلب وخوځاوه او قصوی پورته کیدله، نو لویې ځمکې خپل وجود کې یو دروند خوځښت احساس کړ.د ځمکې له سره تر عرش پورې یو معطر او ګوارا وږم خور شو، ځمکې او آسمانونو کې یو پرتم او حرارت پریووت. کله چې قصوی لومړی ګام پورته کاوه، نو پیغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمایل:«لبیک اللهم لبیک ، لبیک لا شریک لک لبیک ، ان الحمده و النعمة لک والملک لا شریک لک ، ….» دې غږ سره د آسمانونو ملائیکو د تعظیم سرونه ټیټ او د پیغمبر(ص)مبارک آواز سره سل زره مسلمانانو حج کوونکو خپل غږونه ستوي کړل او له هغو سره یو ځای د کائناتو او د ټولې هستۍ هرې ذرې دا غږ تکرار کړ او تلیبه یې ذکر کړه. له دې سره سم د حج ته تلونکیو یو لوی کاروان د مکې معظمې په لوري وخوځید. دغه کاروان بشریت ته د سولې، سلم او ورورۍ پیغام لیږداوه او کله چې خدای (ج) مکه معظمه خپلو بنده ګانو او انبیاوو ته د میثاقونو او آزمایښتونو یوه جایګاه هم ګرځولې وه. هغه آزمایښت چې الله تعالی په هغو سره حضرت ابراهیم(ع) او حضرت اسمعیل (ع) و آزمایل او بیا هم کله چې د حضرت ابراهیم (ع) له پښته او نسلونو څخه نور اولادونه را لوی شول، نو په دې کې حضرت ایوب(ع) هم د آزمایښتونو د یو ستر آزمایښت سره مخامخ شو او دا دی حضرت رسول محمد مصطفی(ص) هم خپل کاروان او یارانو سره په هغه لوري روان وو چې ابراهیمي سنت خپل امت ته وښیي او یو ستر ارشاد او د بشارت عظیم آزمایښت او له خیر او سعادت څخه ډک امر او هدایت هغوی ته واوروي.
دا کاروان چې د تلبیه، تهلیل او تسبیح انګازې یې هوا کې خپریدې، ټول د سولې، امن او امان د پیغام او بشارت وړونکی و. هغوی هیڅ ژوندی موجود نه ځوراوه، سارایي مرغان یې نه تورول، هغوی هیڅ شین ډکی او بوټی نه غوڅاوه. په هیڅ شي یې د تعرض او تجاوز اجازه نه ورکوله دا ځکه چې د هغوی بشارت هر شي او هر موجود ته سلام، امان، عزت، صفا او امن و. حضرت رسول خپل امت ته د تعاون او تساند، ورورۍ او خیر، حوصلې، رحم او زړه سوي هدایت رساوه. هغه مبارک غوښتل چې ټول بشریت ته د عدالت، مساوات، اخوت، خیر او عزت لار وښیي.
دغه ستر ارشاد او بشارت لرونکی کاروان د ذوالحجة الحرام په څلورمه ورځ مکې ته ورسېد. مکې ته له لرې او نژدې سیمو څخه نور زیات شمیر مسلمانان لا پخوا راټول شوي وو او خپل محبوب لارښود حضرت محمد(ص) ته منتظر و.
ماښام کاروان ذی طوی کې تم شو په هغه سبا د کعبې د کور په لوري وخوځیدل او د هغې په لیدو یې د هغې د عظمت، برکت او شرف لپاره دُعا وکړه.
حضرت رسول مقبول (ص) دا څو کاله د دعوت په کار دومره بوخت و چې ایله په همدې کال وزګار شو چې له ډېرو مسلمانانو سره د حج مراسمو ته تشریف یوسي. دا د بعثت درویشتم کال و. حضرت رسول- سالار انبیا وروسته تر دُعایي د حج په مراسمو پیل وکړ. په نمرة کې یې خیمه ووهله، د عرفات په میدان کې یې ټول مسلمانان راغوڼد کړل، خلک شاوخوا په صفونو کې سره راټول شول او د خپل رهبر د خبرو د اورېدو لپاره غوږ غوږ شول، حضرت رسول(ص) وفرمایل:
ـ ای خلکو، زما خبرې واورئ ځکه؛ زه نه پوهیږم چې نور به وروسته تر دغه کاله دلته هیڅکله هم تاسو سره مخامخ نشم….
د دې خبرو په اوریدو سره د نیم مخلوق سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. د پیغمبر نږدې اصحابو هم په تاثر زمکې ته کتل، خو د خپل لارښود او د انبیاوو سالار خبرې یې په زغم اوریدې:
ـ ما تاسو ته د حج مراسم پخپله در وښودل. په بل کال کې به زه تاسو سره و نه اوسم او بیا د زرګونو مسلمانانو په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. دا شېبه مسلمانانو د خپل محبوب پیغمبر مبارک او نوراني صورت ته وکتل او د هغه ستر ارشاد ته ځیر وو چې فرمایل یې:
ـ ای خلکو ستاسو وینه، ستاسو مال او ستاسو آبرو د قیامت تر ورځې یو پر بل حرام دي. آیا د حق پیغام مې تاسو ته واوراوه؟
له خلکو آواز پورته شو:
ـ هو! وامووریدل!
حضرت رسول (ص) بیا وفرمایل:
ـ یا الله ته شاهد او ګواه اوسه او په تکرار یې وفرمایل:
ـ … نور نو د وینې بدل اخیستل منع کوم… ای خلکو واورئ چې ستاسو د هر ورور مال پرته د هغه له رضایت څخه پر تاسو حرام دی، آیا حق مې تاسو ته ورساوه؟
بیا هم د خلکو له ګڼې ګوڼې آواز پورته شو:
هو؛ یا رسول الله (ص) وامو ورید.
حضرت رسول (ص) خپل رسالت او په هغه څه چې مکلف و ټول مسلمانانو ته واورول او په مفصل ډول یې هغوی ته ارشادات بیان کړل بیایي وفرمایل:
ـ حاضرین دی زما دا خبرې غایبینو ته ورسوی او یا الله ته شاهد اوسه او دا خبره یې درې ځلې تکرار کړه.
کله چې رسول الله (ص) خپل رسالت او د انسان، انساني کرامت بیاناوه، نو د بې شمېره جمعیت په لور یې نظر وکړ او د خدای (ج)څخه یې د هغه تحمل، زغم، صبر او توفیق مننه وکړه چې ده او د ده اصحابو ته یې نصیب فرمایلي وو، هغه چې د رسالت په دوره کې ور په برخه و. مکې معظمې د ورورۍ، اخوت، سولې، صفا، له حرامو څخه د پرهیز او ایماندارۍ ستر ارشاد واورید چې اسلامي امت یې په دې میثاق قایل کړ، همدا وخت د لوح محفوظ څخه د ( الیومُ اکملتُ لکُم دینُکُم…) خبر راوسید.
سرور کائنات محمد مصطفی احمد مجتبی دغه ستر ارشاد خلکو ته واوراوه، پر ځمکه او آسمانونو يو هیبت خور و، نور نو د کائناتو د قضا او قدر په دیوان کې د پیغمبرانو او رسالت پر سلسله د نبوت د پای مُهر ولګول شو.
۱۳۵۸
کابل پوهنتون