ټولنیزه برخه

د خلکو پردې مه څيرئ!

حامد افغان

شُرَحْبِيل بن السِّمْط رضي الله عنه صحابي و، لویو غزاګانو کې یې برخه اخیستې وه، د حمص فاتح او شل کله د حمص والي پاتې شوی. یوه غزا کې یې کومه اباده سیمه ونیوله، نو خپلو ملګرو ته یې وویل: موږ و تاسې داسې وطن ته راغلي یو چې دلته ښځې او شراب زیات دي، که څوک داسې ګناه وکړي چې په هغه سره حد لازمیږي (مثلاً زنا وکړی یا شراب وڅښي)، نو هغه به موږ ته راولئ، چې حد پرې جاري او پاک یې کړو.

دا خبره امیر.المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورسیدله، هغه لیک ورولیږه او ورته ویې لیکل: مور دې مړه شه! ته خلکو ته امر کوې چې پر خلکو د الله لویدلې پردې څیرې کړې؟! مصنَّف عبد الرزاق الصنعاني (5/197) (9371)، الزهد لهناد بن السري (2/646). مطلب دا چې عمر رضي الله عنه د شرحبیل دا کار رد کړ، ګناهګارو پسې ګرځيدل او د هغو پلټنه غلط کار دی، شرعاً دا کار تجسس او ناروا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx