افغانستاننړۍ

افغان حکومت وايي چې یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی کابل ته په سفر راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸  مرغومی، ۱۴۰۰ل): افغان او پاکستاني چارواکي وايي چې د پاکستان ملي امنیت مشاور په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی کابل ته په یو رسمي سفر راځي.

د دغه سفر موخه د کابل او اسلام اباد تر منځ د تعامل او د بشري مرستو د بهیر تېزول ښودل شوي دي.

د افغان حکومت ویاند مرستیال بلال کریمي د پاکستاني پلاوي کابل ته د سفر تایید کړی او په وینا یې د دغه سفر موخه بشري مرستې، پاکستان کې د مهاجرینو اوضاع، دوه اړخیز سوداګري او د ډيورنډ پر کرښه وروستیو لانجو باندې خبرې کول دي.

همدا راز د پاکستان د پارلمان رئیس اسدقیصر تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د دوی یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته سفر کوي څو له افغان چارواکو سره په ځينو مهمو مسایلو وغږیږي.

هغه وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه یواځې دا چې د افغانانو لپاره بلکې د پاکستان لپاره هم لوی فرصت دی څو د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا بازار ته لاسرسی پيدا کړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم کابل ته په یوه رسمي سفر راغلی و او له افغان چارواکو سره یې پر مختلفو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په نېږدې اینده کې تهران ته د سفر خبر هم ورکړل شوی دی.

تهران ته د افغان پلاوي د ممکنه سفر په تړاو تر دې دمه جزییات نه دي څرګند شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x