افغانستان

اوبو او انرژۍ وزارت: د ځمکې لاندې اوبه ۵۰ سلنه ښکته شوي؛ خلک دې واورې په وچو څاه ګانو کې واچوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي چې د کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبه ۵۰ سلنه ښکته شوي دي او خلک دې د ځمکې لاندې اوبو سطحې د لوړونې په موخه واورې په وچو څاګانو او خاورینو ځمکه ډیرۍ کړي څو ځمکې ته جذب شي.

دغه وزارت  مسوولینو ویلي دي چې اوسمهال کابل د ځمکې لاندې اوبو څلور عمده منابع لري خو په وروستیو څو کلونو کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنه دغه اوبه کمې شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د ځمکې لاندې اوبو رئیس عزیزالرحمن عزیز ویلي دي چې دوی په کابل څلور صفره تر ځمکې لاندې آبي منابع لري چې یوه يې د کابل په پغمان کې ده، بل يې په لوګر دی چې د لوګر له سینده تغذیه کیږي، درېیمه په پلچرخي او څلورمه یې په خیرخانه سیمه کې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت د ارزیابۍ پر اساس کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه ۵۰ میلیونه متره مکعب ته رسیږي او ښاغلی عزیز په وینا حاضره کابل یو منفي بیلانس لري، ځکه د دوی مصارف له ۱۰۰ تر ۱۱۰ میلیون متره مکعب پورې دي.

نوموړي پر خلکو غږ کړی دی چې له واورو څخه د ځمکې لاندې اوبو د زیاتولو په برخه کې استفاده وکړي.

عزیز له خلکو غوښتي دي چې « د بام ناوې مخکې تر دې چې واوره چټله شي، خپلو وچو څاه ګانو خواته مایلې کړي څو د څاه ګانو اوبه تغذیه شي.»

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې وروستۍ ورښتونو وروسته اقلیم‌پوهان وايي چې د اټکل خلاف به سږکال وچکال نه بلکې یو نورمال کال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

واوره که په څاګانو کی وانچول شی بیا هم پرځمکه کی جذبیږی. دا د حل اساسی لار نده. حکومت که غواړی چی د کابل د څاګانو اوبو لوړی سطحی ته ورسیږی نو باید د شاتوت بند دی زر تر زره جوړ شی. دا د اوبو بند چی سروې یی له پخوا شوی د کابل په للندر سیمه کی جوړیږی چی لګښت یی د هندستان دولت پر غاړه اخیستی وو خو اوس یی کارونه په ټپه ولاړ دی. دا بند د للندر د سیند اوبو مهار وی چی دی سره به یو څه بریښنا، د څښاک اوبو او هم به د… نور لوستل »

Karwan

طوطي که دمطلب له هعه جلالي نه وي چه ځان ته استاد وائي، نو هغه خو اول استاد ندي، بلکي يو مطلق فاشيست دي او هميشه دشر او نفاق خبري کوي. قومي تبعيض ته لمن وهي، داسي خلک د افغانستان په نقص دي او بايد له صحني څخه لري کړل شي او دا ددولت حق دي چه مضر، مخريب فاشيست انسانان تر نظارت لاندي ونيسي! کاروان

عمادالدین پژمان

د ځمکې لاندې اوبو د زیرمې یوه آسانه او کم مصرفه لاره داده چې د پغمان نه نیولې تر کوته سنګي پورې چې ساحه ورته مساعده ده او اوبه پاکې دي، په هرو دوه دری کیلو مترو کې نظر په ساحه د کابل سیند په اوږدو کې د ۲۰ متره ژوروالي، ۳۰-۵۰ متره پلنوالي او تر ۱۰۰ مترو پورې اوږدوالي مکعبي کندې وکیندل شي. چې په دې سره به هغه ملیونونه مکعب متره اوبه تر ډيره په ځمکه کې جذب شي چې اوس مهال او د اوړي تر لومړیو میاشتو په وړیا ډول پاکستان ته ځي. په کابل ښار کې… نور لوستل »

امین الله

د ځمکی لاندی ابو د تغزیی بنیادی کومک کونکی اورښت (واوره او باران ) دی ، لکه څنګه چی ککړو اوبو ته په ښارونو کی ویالی جوړږي همداسی دی د اورښت اوبو ته هم جدا ویالی جوړی شی او مستقیما دی نوو کیندل شوو کوهیانو ته هدایت شی . (د کوهیانو اندازه چی دځمکی لاندی اوبو څخه یو څو متره پورته جوړه شی د اوبو په اسانی او ښه توګه فلټر کیږی او وروسته بیا پاکو اوبو ته ښکته کیږی )

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx