
د ځوان نسل فکري روزنه
حمزه الیاس
الحمدلله امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې ماتې وخوړه، ټول زبر ځواک یې له خاورو سره خاورې سو؛ خو شل کلن اشغال ډېرې ناخوالې پر ځای پرېښودې.
د دې ناخوالو له جملې څخه یوه هم فکري جګړه ده.
دا جګړه له هغه وخته پیل سوې ده، کوم وخت چې رب ذوالجلال حضرت آدم علیه السلام خلق کړ او ملایکو ته یې په سجده کولو امر وکړ. ملایکو حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړه؛ خو شیطان له سجدې کولو انکار وکړ. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې فرمایې:
【واذ قلنا للملئکة اسجدوا لآدم فسجدوآ الا ابلیس ابی واستکبر وکان من الکفرین
کله چې شیطان انکار وکړ، رب ذوالجلال له خپل دربار څخه ورټه. نو شیطان وعده وکړه؛ که زما وس ورسیږي، ستا یو بنده به د جنت بوی رانه ونه ویني.
وروسته رب متعال جل جلاله حضرت آدم علیه السلام ته امر وکړ، چې ته او ستا زوجه جنت ته داخل سئ او ورته یې وفرمایل【ولا تقربا هذه الشجرة فتکونا من الظلمین】شیطان په دې وخت کې فکري جګړه پیل کړه، آدم علیه السلام ته راغی او ورته ویې وویل:
ته دې رب له دې ونې څخه ځکه منع کړی یې، چې د تل لپاره په جنت کې ژوندی پاتې نه شې. له دې ونې څخه خوراک وکړه، تل به په جنت کې وې. کله چې حضرت آدم او بي بي حواء علیهم السلام له دې ونې خوراک وکړ، رب ذوالجلال دوی له جنت څخه وویستل …
پایله دا شوه چې فکري جګره د بشر له پیدایښت څخه پیل شوې ده.
په یوه روایت کې داسې راغلي دي، چې په دوولسمه پېړۍ کې یو جرمني لوړ پوړی چارواکی د مسلمانانو سره په مخامخ جګړه کې ونیول شو. جرمني لوړ پوري چارواکي ته د خپل بند په موده کې دا معلومه شوه، چې هېڅکله به مسلمانان په مخامخ جګړه کې ماته ونه خوري؛ مسلمان که ماته خوري، هغه فکري جګړه ده.
کله چې کفارو د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه پیل کړه؛ نو مسلمانان هم له هغه راهیسې مغلوب سول او آن تر اوسه مغلوب دي.
په تېرو دوه لسیزو کې امریکا او د هغه متحدینو په افغانستان کې د عسکري جګړې تر څنګ فکري جګړه هم کوله. خو د عسکري جګړې لت پایته رسېدو سره سره یې فکري جګړه لا هم روانه ده، بلکې تر پخوا لا ګړندی ده.
د عسکري جګړې ویران سوي رغول لسیزې وخت نیسي؛ خو د فکري جګړې ویران شوی/ فکرونه رغول به پېړۍ پېړۍ وخت ونیسي.
غربیانو ځوان نسل ته دا په سوچ کې ورکړې، چي څوک کلین شیف او نیکټایي وکړي، ښځه له کور څخه بهر پرېږدي (بې پردې یې کړي) او د خلګو مخ ته یې fashion show ته راوباسي، د نامحرمو خلکو سره په کاري دفترونو کې کار وکړي؛ دا پر مختګ دي. د دې تر څنک یې دا هم په فکر کي ورکړل، چې ښځینه ته دې هم د نارینه غوندې حقوق ورکړل سي او ډیموکراسي، نیشنلزم (قوم پرستي) ته لار هواره سي.
موږ او تاسو یې وینو چې اشتهارونه یې جوړ کړي، د خپل حق غوښتلو لپاره مظاهرې کوي، کوم چې غربیانو ورښودلي.
افسوس چې فکري جګړې ډېر تکړه علماء په خپل غېږ کي اخیستي او د نړیوالو څخه د امتیاز تر لاسه کولو لپاره د ډیموکراسي اشتهارانو بدرګه کوي. موږ او تاسې باید داسې سوچ او فکر ونه لرو، چې اشغال ختم سو نور به کرار کښېنو. نه؛ هېڅکله نه. اصلي جګړه خو اوس پیل شوې ده او دا جګړه د تېري جګړې په پرتله خطرناکه او مضره ده. ځکه چې د عسکري جګړې جګړه ماران معلوم عسکر دي؛ خو د فکري جګړې عسکر بیا عام اولس دی.
د عسکري جګړې اشغال سوي کورونه او ودانۍ دي؛ خو د فکري جګړې اشغال سوي بیا عامه ذهنیتونه، تدریسي کتابونه، ښوونځي، پوهنتونونه او …
موږ او تاسې باید هر وخت فکري جګړې ته تیاری ولرو او دا هڅه وکړو چې د افغانانو شل کلن اشغال شوي ذهنونه د فکري او کلتوري اشغال څخه خلاص کړو. له دې اشغال څخه د خلاصون یوه مهمه لار د رسنیو او میډیا تر لاسه کول دي؛ خو افسوس چې موږ د دې خطرناک ناورین مخه نه نیسو، بلکې لا نوره هم وده ورکوو. د نورو په ناکامۍ خوشالېږو او تر خپل وس پورې بېځایه پوچ تبلیغات کوو.
راشئ! د دې پر ځای چي یو بل ته څاه وکیندو، باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه د فکري جګړې مخه ونیسو. ځوان نسل ته فکري او عقیدوي روزنه ورکړو. دغه اسلامي معاشرې ته اسلامي کلتور او عنعنات راوړو…
جناب حمزه الیاس صاحب فکر کوم زمونږ بې ځایه مبالغې دخپل اوسني نسل په اړه غربیانو ته وړیا خدمت دی حقیقت دادی چې اوسنی نسل مو حتی ترپخوانی نسل په اسلام ښه پوهېږي ښه مفکوره لري او پردې ښه پوهېږي چې څوک یې دوست اوڅوک یې دښمن دی. الیاس وروره له علم پرته پرخپل ولس د پردیو د فکرونو د متابعت ټاپه وهل له ټولو اسلامي او انساني اصولو سره مخالفت دی خوسره لدې ټولو ناخوالو دابه ومنو چې ستونزې شته خومبالغه پکې له دې نومیالي ولس سره لویه جفاده. د خلکو د اسلامي پوهاوي دلوړولو لپاره لا ډيره هڅه… نور لوستل »
مولوی ستاسونه هم هیله کوو چه خپل په لیکنه کی مبالغه مکوی او د اریانا سعید او هغه ته ورته خلګ مبالغه مبولې حکه چه تاسو د مولوې پر نوم د خلکو سترګو ته خاورې نشی شیندلی
حکه چه ستاسو محترم مشر سیاف نه یواحې مولوې او مولانا و بلکه هغه شیخ الحدیث هم و او د هغه وظیفه هم مبالغه او د خلکو سرګو ته خاوره شیندل و نو حکه دا القاب له حانه لری کړې او مبالغ مکوې.
احمدشاه وروره په بښنې سره زما او ستا مشر استاد سیاف او نور ندی زما او ستا مشر او رهبر محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دی رجما بالغیب پرېږده وروره فکر کوو تحلیل کې دې اشتباه کړې ده