
نړۍ
پاکستان: مري کې واورو ۲۱ سیاحان وژلي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د پنجاب ایالت په مشهور سیاحتي سیمې مري کې د سختو واورو له کبله د یوې کورنۍ د ۸ غړو په شمول ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په لومړي ځل مري ته په ډير لوی شمېر خلک د چکر لپاره تللي وو چې له کبله یې دغه لوی ناورین رامنځته شو.
هغه زیاته کړه چې دوی د مري ته تلونکي ټولې لارې بندې کړي او د خلکو د ژغورنې لپاره یې عملیات پيل کړي دي.
شیخ رشید وویل چې د تېرې شپې راهیسې د مري په واورو کې زر موټر نښتي دي، او یو شمېر موټر یې له واورو ویستي دي.
پر ټویټر یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوي چې په موټرو کې د اکسیجن د کمښت له وجې مړه شوي کسان ښودل کیږي.
د پاکستان حکومت حاضره سیمه کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.