ورزش

راشد خان د ۱۹ کلنو لوبډلې ځوانانو سره د کرکټ توکو مرسته کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ملي لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکي راشد خان د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سره د کرکټ توکو مرسته کړې ده.

په دغه مرسته کې بیټونه، بوټان او نور د کرکټ توکي شامل دي چې د راشد خان له لوري د ۱۹ کلنو ځوانانو ته ډالۍ شوي دي.

راشد خان په خپله فیسبوکپاڼه یوه ویدیو خپره کړې چې په کې لیدل کیږي د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي د مرستې توکي ترلاسه کوي.

بل لوري ته راشد خان وایي، «دا د تجربه کارو لوبغاړو مسئولیت دی چې په ویاړ د خپل تنکي ځوانانو مرسته، همکاري او ننګونه وکړي، زه به د خپل وس مطابق له دوی مرسته ونه سپموم».

هغه زیاتوي، «خوشحال یم چې دوی وینم چې په نړیوال سټیج کې د خپل هېواد استازیتوب کوي».

د ۱۹ کلنو لوبډلې ځوانان هڅولي چې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې مدیر ضیاء ستانکزی او لوبغاړي په دغه ویدیو کې لیدل کیږي چې له راشد خان څخه مننه کوي.

د افغانستان نولس کلنې لوبډلې په اسیا جام کې ګډون وکړ چې له مخې يې ونه توانېدل د ټورنمنټ دوهم پړاو ته لار ومومي.

دوی دغه جام کې له پاکستان او هند څخه ماتې ومنله، او عربي اماراتو لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

یاده لوبډله اوسمهال عربي اماراتو کې په تمریناتو بوخته ده چې ډير ژر به په نړیوال جام کې د ګډون په موخه ویسټ انډيز ته سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx