ادبي لیکني

يتيم او خياط«لنډه کيسه»

امين وردګ

سرې سترګې، وچې شونډې، ببر سر او شلېدلې جامې د خياطۍ دروازې ته ودريد؛ خياط پوښتنه ترې وکړه: هلکه څه غواړې؟ ماشوم ناړې تېرې کړې او غږ يې لومړی په ستوني کې بند شو، بیا وايي: کاکا! هغه زما رخت درسره دى؟
خياط ورته وويل: هو! خو لامې جامې نه دي درته ګنډلې، ځکه چې خلکو رختونه ډېر راوړي او زما شاګردان هم کم دي؛ خو ځه اختر ته خو لا څو ورځې پاتې دي، درته ګنډم يې ان شاءالله، مه خفه کېږه!

د ماشوم خبرې سلګيو واخيستې او وايي: که خفه کېږې نه نو د جامو پر ځاى (له همغه رخت نه) بيرغونه راته جوړ کړه؟
خیاط لکه چې سم پوه نه شو او ورته ويې ویل: له هغه رخت نه کله څوک بیرغونه ګنډي! لېونی یې که دې نشه کړې؟

د ماشوم له سترګو مړې مړې اوښکې لاندې د ګرېوانه لوري ته تویې شوې.
خیاط چې په دغه وخت کې د خلکو جامې قيچي کولې او قیچي یې هم په ګوتو کې وه، نو ورته ځير شو او یو په یو يې پوښتنه ترې وکړه: ولې ګرانه!
ولې ژاړې؟
که جامو ته خفه وې خو ومې ویل چې ارو -مرو يې تر اختره پورې درته ګنډم ان شاءالله، که بله کومه خبره وي هم ووایه؟ او بل دا چې بیرغونه څه کوې؟

ماشوم سوک په سترګو تېر کړ او ویې ویل: پلار، مور او مشر ورور مې شهيدان شول، د هغوى قبرونو ته جنډۍ ترې جوړوم!
ما ورمنډه کړه او بې اختياره مې ماشوم په غېږه کې ټينګ کړ؛ ماويل ګرانه! زه دې پلار او دغه خياط دې ورور يو، هېڅ غم مه کوه، هغوى ته دعاګانې وکړه، موږ او تاسو ټول مرو ځکه چې همدغه مرګ ته پیدا شوي یو!

ماشوم راته وايي “کاکا جانه! زه پوهېږم…ماته ټول خلک همدا خبره کوي، خو هېڅوک مې پلار او یا مې ورور نه شي کېدای” خياط هم ورته را وړاندې شو او ورته وايي” مه ژاړه ګرانه! زه به دوه جوړه ښکلې جامې هم درته وګنډم، بیرغونه هم! او پیسې هم نه درنه اخلم خو مه ژاړه”يتيم ماشوم ورته وايي”کاکا جانه! چې پلار او مور مې په قبرونو کې وي؛ نو زه ښکلې جامې څه کوم!

پرېږده چې همداسې شلېدلې او خيرنې جامې ګرځم ښه يم، چې د دښمنانو زړونه یخ شي “الله…! څه وخت د دوکان فضا سکوت ونيوه، له هر کونج نه به يوازې سلګۍ را پورته کېدلې!ماشوم ما په غېږه کې ټينګ نیولی و خو اوښکې مې بیخي نه تم کېدلې او یو مخ مې بدن لړزې اخيستی و! اوف خدايه! ته خو د ظالمانو نه اقتدار واخله، چې دا د ظلم لوښي ټول په هغه بل مخ چپه شي.

بيا مې زړه راټول کړ او ماشوم ته مې وويل: پلار، مور او مشر ورور دې چا درته شهيدان کړل ګرانه؟
ماشوم راته وويل: کاکا جانه! هغه مخکې ورځو کې چې کافرانو بمبار وکړ؛ نو زموږ کور يې هم په بمونو او راکيټونو وويشت، وينې يې؟ دا دى! دغه لاس مې هم شين دى ګوره! زه هم تر خاورو لاندې وم، بيا کليوالو را و ايستم، وړوکې خورکۍ مې هم خلقو له خاورو را و ایستله او هغه هم ټپي شوې ده.
اخ ـ اخ ! څومره دردوونکې!

مال هغه چيرې ده ګرانه؟ وايي هغه مې ماما ورسره بوتله او زه دلته په جامو پسې راغلم، اوس مې د پلار، مور او مشر ورور قبرونو ته ورځم او هلته ښه ډېر ورته ژاړم چې زړه مې لږ تش شي.

کاکاجانه! زړه مې له چيغو ډک دى، له کوکو ډک دی او له ویرونو ډک دی! ځم هلته کوکارې کوم، اوښکې تویوم، نور مې پرېږده کاکاجانه؛ د خدای په خاطر!
په دغه وخت کې نو زموږ سلګۍ هم تمې نه شوې، زه او خیاط دواړه غبرګ اوښکې ورته تويوو، ځکه چې دغه حالت ته هېڅ سترګې وچې نشوای پاتې کېدلای.

ماشوم یو مخ خپلې ګيلې کوي او زیاتوي چې….: خو ولې يې زما پلار، مور او ورور راته شهيدان کړل؟ ولې يې زما وړوکې خورکۍ ټپي کړه؟ ولې يې موږ تر خاورو لاندې کړو؟ ولې موږ په خپلو کورونو کې نه پرېږدي؟ ولې تاسو زموږ غم نه خورئ؟ ولې ستاسو اولادونه مور او پلار لري او موږ يې نه لرو؟ ولې يې هغه زموږ زوړ خاورین کور هم راته ړنګ او کنډواله کړ؟

کاکا! ولې ځواب نه را کوې؟ ولې کاکا؟ هېڅوک زما خبرې نه اوري! هېڅوک زما ځواب نه راکوي! هېڅوک موږ نه خوشاله کوي! زه دا څو ورځې له هر چا نه دا پوښتنې کوم، خو هېڅوک ماته ځواب نه راکوي! ولې کاکا؟

کاکا!
هغه وخت چې پلار او مور مې ژوندي وو؛ موږ ته به هر چا خندل، خو اوس ولې هر څوک راته ژاړي؟
ولې مو خلک ژړوي؟ ولې مو خوشالۍ ته نه پرېږدي، ولې؟
دومره مې په یاد دي چې ماشوم دېوال ته مخ ور واړولو او بیا یې دوه دری (۲/۳) واره غبرګ سوکان ورکړل او له هغه وروسته په چيغو ـ چيغو بېرته له دوکان څخه ووت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

شه ده چی دنیا ژر ژر تیریژی ، او هیس چاته بقا نلری ، شکر دی پس له مرگه یو انسان د بل انسان له شر سخه بیغمه کیژی ، او معامله مو له رحیم ذات سره ده او بس ، که مرضونه مو درلودل نو په دوزخ مو تداوی کوی ، الله پاک مو دی مریضان نه ورولی ، آمین
مننه وروره د جانان یتیم قصه دی یتیم ملت ته !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx