نظــر

د امر بالمعروف وزارت سپارښتنې تر کومه پر لومړیتوبونو ولاړې دي؟

عمران عادل

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ولایتونو په مختلفو چیک پواینټونو خلک ګمارلي تر څو خلکو ته د ږیرې پریښودو، موسیقي نه اوریدلو، لمونځ کولو او داسې نورو مصالحو سپارښتنې وکړي.
پرته له شکه د اسلامي نظام یو مهم خاصیت په نیکیو امر او له بدیو مخنیوی دی، تر څو د نن په پرتله مو د ټولنې سبا روښانه او په نیکه لار روان وي.

ستونزه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په شتون کې نشته، البته په تطبیق او څرنګوالي کې شته، په دې اړه علماو ستر بحثونه کړي دي، چې په یوه لیکنه کې یې خلاصه کول ستونزمن دي، البته یوه بېلګه یې دلته وړاندې کولی شو.
لومړی باید ووایو هغه هېواد چې د عاید او پیاوړتیا له اړخه پر ځان بسیا نه وي، باید د اوامرو په تطبیق او منکراتو په مخنیوي کې خورا زیات احتیاط وکړي، ځکه چې هلته د (جلب المصلحه) پر ځای د (درء المفسدة) اړتیا زیاته لیدل کیږي.
فقهي قاعده ده چې (درء المفاسد مقدم على جلب المصالح)، یعنې لومړی باید له ټولنې مفاسد لرې کړل شي. په دې معنا خلک څه شي اړ کړي داسې یو عمل وکړي چې دغه وزارت یې مخنیوي او یا هغه ته په امر کولو مجبور شي، د بېلګې په توګه یو مسلمان ولې ږیره وښریي؟ موسیقي ولې واوري؟ لمونځ ولې ونکړې او ….؟ ددې علتونه موندل او له منځه وړل د یاد وزارت لومړی دنده ګڼل کیږي.

بل لوري ته په یاده فقهي قاعده کې د درء المفسدة ټکی وړاندې راغلی او ددې حکمت دا ښودل شوی چې لومړی باید د منهیاتو او هغو عواملو چې د بدبختیو لامل شوي تمرکز وشي، نسبتاً دې ته چې خلک پر یوه او بل کار مامور وګڼل شي.

د همدې قاعدې په اساس د اړتیا پرمهال له منکر څخه مخنیوی هم شریعت منع کړی دی، په داسې حال کې چې دغه مخنیوی لوی شر او فساد ته لار پرانیزي.
په دې معنا، کله چې د زیان او ګټې ترمنځ تعارض راشي نو د زیان یا مفاسد مخنیوی د ګټو یا مصالحو جلبولو په پرتله وړاندې دی، ځکه چې لومړیتوب د ضرر یا زیان مخنیوي ته ورکول کیږي، ولو که ددې لپاره ځینې مصلحتونه هم قرباني شي. ددې قاعدې په استدلال علماء د پیغمبر صلی الله علیه وسلم قول د ثبوت په توګه وړاندې کوي، (… ما نهيتكم عنه فاجتنبوه وما أمرتكم به فافعلوا منه ما استطعتم)، چې له منکراتو ځان وساتئ او هغه څه چې درته امر شوی تر خپل وس او توان پورې وکړئ، یعنې حدیث کې ممانعت په بشپړه توګه ذکر شوی خو امر د امکان تر اندازې محدود شوی دی.

علماء او فقهاء وایي، کله چې یو هېواد د اقتصادي رکود سره مخ وي، خلک یې د فقر او لوږې له کبله کډوالۍ ته مجبوریږي، حکومت هغوی ته خوراک، څښاک او د اوسېدو ځای نشي مهیا کولی کوم چې د اسلامي نظام او د یوې سالمې ټولنې رامنځته کولو لومړیتوب دی، هغه هېواد کې په جزئیاتو تمرکز کول خپله یوه بل بغاوت او فتنې ته لار پرانیستل دي.

ځینې خلک ددغه حدیث څخه ناسم مفهوم او ځان په دې مکلف ګڼي چې ګواکې هر څوک کولی شي د لاس او ژبې په واسطه خلک له بدیو منع کړي خو په حقیقت کې ددې بېل مطلب دی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي، (من رأى منكم منكرا فليغيره بيده، ومن لم يستطع فبلسانه، ومن لم يستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان). امام قرطبي د یاد حدیث په شرحه کې لیکي، لومړی: په لاس منع کول یوازې د حاکمې طبقې صلاحیت دی او بل چا پورې تړاو نه لري، یا هغه څوک چې د خلکو مخنیوي بشپړ توان ولري، په داسې حال کې چې ګټه یې له فساد زیاته وي، دا د لاس مخنیوي لپاره مهم شرط دی. دوهم په ژبه مخنیوی کول د علماو او داعیانو کار دی، تر څو په خطباتو او تقریرونو کې خلکو ته ددې فضیلت او عواقب بیان کړي. دریم په زړه کې بد ګڼل د عامو خلکو کار دی، څوک چې په لاس او ژبه د خلکو د مخنیوي توان نه لري او یا ددوی مخنیوی فساد ته لار پرانیزي، دوی که یو ناسم عمل وګوري په زړه کې یې باید بد وګڼي.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په تطبیق کې علماء تر ټولو وړاندې له حکمت څخه کار اخیستل اړین ګڼي، ددې لپاره باید د ځای او وخت سم انتخاب، د وینا سم الفاظ یا جمله پراني په سمه توګه مراعات شي، دغه راز د تیسیر اصل ته باید وکتل شي، د مصالحو په عملي کولو کې له تدریج ګټه پورته شي، مصالح او مفاسد لومړی وپيژندل شي او بیا په پام کې ونېول شي، همدارنګه لومړیتوبونه او اولویات په نظر کې ونېول شي.

داسې قوم چې تل پرې مستحب، مباح او سنت کارونه یوازې د زور له لارې منل شوي پر هغوی بیا زړه تجربه تکرارول له زیان خالي نه دي، چې ممکن جبیره به یې همدغه وزارت ته راجع شي.
د اسلام اصل دا نه دی چې یو انسان دې ظاهرا ښایسته او په سنتو برابر وي خو باطن یې قبیح وي، ظاهر کې د خلکو پر وړاندې ځان ملایکه ښکاره کوي خو په باطن کې د الله پر وړاندې د شیطان حیثیت لري. پر دین داسې عمل کول چې شَکلي عمل په کې معتبر وي خو عواقب او مآلات یې نه سنجول کیږي، د نصوصو ظاهر ته کتل کیږي خو په کې له نغښتو لوړو معناګانو او مقاصدو بې پروا وي، د حقیقي تقوا ځای یخې تقوا نېولی وي، دا هیڅکله حقیقي مسلمان نشي کېدلی.

«د فساد مخنیوی نه کول او د مصلحت راجلبول» دې ته ته په یوه اصطلاح یخه تقوا هم ویل کیږي. ددې یوه بېلګه د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د وخت کیسه ده. وايي چې عمر د يو سړي لپاره د یوې کڅوړې درهمونو د ورکړې حکم وکړ، کڅوړه په يوه تار تړل شوې وه، سړي عمر ته وويل: آيا دا تار هم ورسره واخلم؟ (یخه تقوا)، عمر ورته وويل: کڅوړه هم پرېږده، او ځه په مخه دې ښه.

په هغه هېواد کې چې فقر او لوږه په کې زیاته وي، خلک یې ټولنیز فساد ته مجبوریږي، غلا او زنا زیاتیږي، اخلاقیات له منځه ځي او خپل منځي جنګ جګړې رامنځته کیږي. دا ټول هغه مفاسد دي (د تیرې قاعدې په اساس) چې ټولنه تباهۍ سره مخ کوي، اسلامي نظام او حاکمان چیلنجوي، نو دغه مهال په کوم دلیل د مصالحو جلبولو ته لومړیتوب ورکول کیږي او مفاسد شاته پریښودل کیږي؟ دغسې هېواد کې اصول او لومړیتوبونه پيژندل د ډیر درد دوا کیږي، خو برعکس جزئي مسئلې پورته کول او خلک پرې ځورول د خلکو د نفرت باعث کیږي او یو بل بغاوت ته لار پرانیزي، موږ باید لومړیتوبونه وپيژنو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داامربل معروف له قرآنکريمه بايد وى نه له جعلى حديثو آياستاسوکار کوونکى دقرآنکري له احکامو خبر دى که له يوه ناجايزه له ځانه جوړى رواجه ته ستاس داطباعوويښتنو ته فکر کوۍ په کم ملک کى داقسم اوژغونى سته اۍ جاهلان ظلم مکو پرقرآنکريم عمل وکۍالله به وبياددمخه په څير ذليله اوخوارکى

مولوی نجیب الله زاهد

جناب اڅکزی صاحب یوځل یې ولوله چې څه وایي ټولې نړی ته په خپل نظر مه ګوره سره لدې چې مونږ او تاسې افغانان ډېر ژر احساساتي کېږو او ډېر ژر د کفر او د نفاق او د بې علمی فتواګانې صادروو خو د الله دین باید و منو او هغه خلک چې زما او ستا د فکر مخالف یو شی لیکي باید ویې لولو او د زړه له کومې یې واورو کېدای شي مونږ په باطله او نور په حقه وي نو د هرې ښې خبرې په وړاندې چې زما او ستا له مزاج سره برابر ندی درېدل او… نور لوستل »

طوطی

زاهد صیب سلامونه: زه خو دی تبصرو سره هر وخت موافق یم خو ته کله کله راباندی سخته حمله کوی. فکرونه مو یو دی خو دا قلمونه مو کله کله سره مخالفت کوی چی باید تغیر ورته ورکړل شی. والسلام

مولوی نجیب الله زاهد

جناب عادل صاحب الله دې په علم او پوهه او عمر کې لازیات برکت واچوه دغسې علماء او لیکوالان د ملتونو ستوري دي چې ملتونه ددې ستورو په رڼا سره خپله لاره بیامومي زه به یو آیت ستاسو د علمې څېړنې د تائید لپاره ولیکم (ان فی ذلک لذکری لمن کان له قلب او القی السمع و هو شهید) ځیني ویدیوګانې چې سړی ګوري نو ډېر دردوونکي دي مونږه د پخواني فاسد نظام په اړه ډېرې لیکنې کولې او نیوکې مو کولې اوس پردې باید پوه شو چې نور خلک هم زمونږ کړنې څاري او لیکنې راباندې کوي او حتی… نور لوستل »

غوربندي

عمران عادل صاحب ډېره په زړه پورې او ګټوره لیکنه مو کړې ده،، جزاکم الله خیرا ضرب او شتم ته د پای ټکی کېښودل د یاد وزارت له مهمو اولویتونو څخه دي (یانې وسلوال غیر مسوول طالبان باید له وهلو ټکولو را منع کړي). په ږیره او څېره کار لرل په تېره بیا افغانستان کې،، تیشه به ریشه خود زدن دی،، زمونږ نظام اسلامي دی، وطني دی، د حکومت چارواکي مسلمان او وطني خلک دي،، عام وولس بې لدې چې څوک یې وهڅوي یا امر ورته وکړي ژر یا وروسته په خودکار ډول د بڼې او ځېرې په تړاو د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx