نظــر

افغانستان د تورې خپسې په منګولو کې

سید خالد سادات

اطاعت د اولی الامر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې په زړه کافر دی
د‌جمهوريت په سقوط کې د قلنګووالو او ونډه والو رول تر ټولو خطرناک وه. د ولسي جرګې وکيلانو به کابل ښار تقسيم کړی وه. د کابل ختيځه برخه له عبدالحق څلور لارې تر احمد شاه بابا مينې د ملاتره خيل او ورونو په برخه وه.. هره ناروا، له دوکاندارانو قلنګ اخيستل، انسان تښتول، د ځمکو غصب، د لين ډریورانو ته يې په خپل نوم پارچې ورکولې او پيسې يې ترې اخيستې، له کراچيوانانو پيسې ټولول او نورې سل او زر ناخوالې ددې باعث شوې د کابل ښار يوه برخه د تره خيل خيټه وپړسوي.

له عبدالحق څلور لاري چپ لاس نيولې تر پلچرخي د ده سبز ولسوالۍ اړوند سيمه بيا د الله ګل مجاهد برخه وه. د خښتو بټيو څخه پيسې اخيستل، د بګرام نوي سړک شاوخوا دولتي ځمکو خرڅول، د عزيز هوتک بازار څخه قلنګ اخيستل، د خلکو ځمکو چور، د باغوانانو څخه قلنګ ټولول او حتی پر خپلو ځمکو به مجبور وې چې الله ګل او يا يې ورور جنت ګل ته پيسې ورکړې تر څو د کار اجازه درکړي.

د کابل شمالي برخه بيا د سالنګايانو ، الماس زاهد او امان الله ګذر تر کنټرول لاندې وه. اختطاف، د ځمکو چور، دولتي ځمکې د ښارګوټو په نوم ويشل، د شنو ساحو خرڅول، د ميوو منډايانو او سبزي منډيانو پيسې شکول د امان الله ګذر او ملګرو برخه وه.

د کابل کوټه سنګي څخه نيولې بيا تر پغمانه د ممتاز اغا پاچاهي وه. د ځمکو چور، پر شخصي ځمکو چې څښتن به يې له هيواده بيرون وه چارديوالي چاپيره کړه او پر بل به يې خرڅه کړه. د پغمان هر باغ به ده ته خپل قلنګ ورکاوه، د پغمان هر رستورانت او ميله ځای کې به دده برخه معلومه وه. د ممتاز پسې يوه ټوکه جوړه شوې وه چې د خپل تره استاد سياف هيلي کاپټر کې ناست وي له پاسه ګوري چې کومه نمره تشه ده. کله چې تشه نمره پيدا کړي يو جيب نه رجه راوباسي او بل نه جيب چونه او په نقشې اچولو شروع وکړي.

د کابل خوشحال ښي طرف څخه نيولې د قرغې اخر پورې بيا د ملا عزت بادشاهي وه. دولتي او نا دولتي ځمکو د غصب، د قرغې اړوند ځمکو قبالو کې ونډه اخيستل او د قرغې د بند اړوند دولتي ساحو اجارې نيولو کې تر ټولو مخکې به ملا عزت منډې وهلې او دولتي ځمکې يې نيولې.

د کابل غربي ساحې بيا د خليلي او محقق تر کنټرول لاندې وې. خليلي پکې د اميد سبز په نوم ښارګوټی جوړ کړی او ځان يې پکې وپړساوه. د غلغلې ګروپ هم د خليلي وه چې بل نفر ترې حتی مایع ګاز پر دوکاندارنو هم نه شو پلورلی.
د کابل کلاچې سيمه بيا د قيس حسن تر بادشاهۍ لاندې وه. د دولتي املاکو غصب ، دولتي ځمکې په اجاره نيول او بيا يې پلورل، د موټرو تم ځايونو پيسې شکول او نورې سل او زر نارواوې وې چې به يې کولې.

له کابل اخوا بيا ولايتونو کې نور فرعونيان حاکم وه. د ننګرهار عايداتي پوسټونه د مسلميار وه. يو اوښی يې د تلې/ترازو مسول وه. بل اوښی يې د مهاجرينو ريس وه چې دمهاجرينو په نوم اختصاص شويو ځمکو او مرستو کې يې ساعت تېر وه. يونس په نوم بل ورور يې د سرحدي ليوا اړوند کوم کنډک مسول وه. له پوځي وظيفې اخوا به حاجي يونس د مولوي خالص او سياف فاميليو کې تشې نمرې پر خلکو څو لاسه خرڅولې. بل ورور يې صديق دولتزی د چپرهار ولسوال وه. ددې تر څنګ يې حويلۍ په نوم يو خاص ځای درلود. هرې پنجشنبې مازيګر به پکې قلنګيانو راټول شوی قلنګ جمع کاوه. پای کې به يې ديګ باندې کړ او ټولو به په ګټه فيسبوک کې وليکل چې جمعې شپه ده او درود شريف له ياده مه وباسئ. د ننګرهار ځمکو خطرناکه بله مافيا د ګلمراد عرب او حاجي فاروق سر هم د مسلميار تر ګريوانه رسيده. دوي به د کانال ځمکې اوږدمهال لپاره په اجاره واخيستې ، لږه موده وروسته به يې نمرې کړي او پر خلکو به يې خرڅولې. يو مهال ګلمراد پسې حکومت راواخيسته چې ويې نيسي. سړی په ټول افغانستان کې تری تم شو، اخر يې سر د مسلميار حويلۍ څخه راووتو او لکه د قرې توس يې پټ ساتلی وه.

حضرت علي بيا د حوزو امرين، امنيه قومانداني او د ولسواليو امنيه قوماندانان په ټيکه نيولي وه. يو مهال د ننګرهار دوه ويشت ولسواليو څخه د اتلسو ولسواليو امنيې قوماندانان د حضرت علي قلنګيان وه. د ګمبيري ډاګ او درونټی تپې يې د کشمونډ پر خلکو وپلورلې.

فريدون خان بيا د ځمکو رانيولو او لاندې کولو يو ځانګړی ګروپ درلود چې مشري يي کونړي حاجي روح الله کوله. لس جريبه به يې په يو نوم واخيسته او تر څنګ به سل جريبه دولتي ځمکه را لاندې کړه. ددې ډلې څخه حتی د کامې سيند په منځ کې هم ځمکې پاتې نشوې او د سيندونو شګو باندې يې خيټه واچوله. د ګوشتې ماما خيلو معدن کان هم د فريدون خان سره وه. هرڅه يې کول زړه يې غوښتل او معدنيات به يې لنډ د ګنداو پر لاره د کرښې هاخوا اړول.

حاجي ظاهر بيا بيله صوبه وه. د شينوارو سره يې د خواخوږۍ راز د سپينې طلا کاروبار وه چې همدې کاروبار کې يو ځل په رڼا ورځ ونيول شو. ورونه يې قهار قدير ، جبار قدير او جمال قدير د جلال اباد ښار نوموتي ډاکوان وه. هر يو ځانته بيله حويلۍ درلوده او هر څه يې پکې په ډاډه زړه کول. د وړو او غوړيو قاچاق يې همدې ډاکوانو روان کړی وه.

له ننګرهار اخوا کندهار بيا بيل سټيټ وه. لمړی پکې شيرزی بادشاه وه. د کندهار هوايي ډکر ته څيرمه د شيرزي کيمپ په نوم سيمه يې دولتي املاک د خپل نوم لاندې خارجي قواو ته په نهایت لوړه اجاره ورکړه. ساراچيس ليکي. وايي شيرزي به خارجيانو ته تيل راوړل. له کراچۍ به يې د تيلو ټانکر راوست او له‌کندهاره به يې بيا پکې سپينه طلا تر کراچۍ وړله او دا يې ستر کاروبار وه. خارجيانو څخه يې د يو مزدور پر سر د ورځې تر پنځوسو ډالرو اخيستل، اما مزدورانو ته به يې يوازې دوه. ډالره د‌ ورځې مزدوري ورکوله او باقي پيسې به يې خپل جيب ته شوغولې.

له شيرزي اخوا بيا کرزيان بيله حکمراني وه.
لومړی احمد ولی او بيا شاه ولي خان. عينو مينه يې يوازې يو مثال دی.‌د قول اردو سيمه يې تر يو ميليارد ډالرو په زيات قيمت پر خلکو وپلورله.
جنرال رازق مخکې لا چا غږ نشو پورته کولای. که به چا غږ پورته کړ پر سبا به نه وه. د ماليې يو وزير په ډاکه ويلي چې د‌کندهار ګمرک د امنيه قوماندان دی او عوايد يې قوماندانۍ ته وړل کيږي. مليشې ساتل، د عوايدو انحصار او د کندهار هر کاروبار د همدې سړي په لاس کې وه. دومره سترو معاملو کې يې ځان ښکيل کړ چې بلاخره يې پکې سر وخوړ.

له کندهار اخوا هرات بيا د اسماعيل خان په ولکه وه. د ځمکو غصب. د ښارګوټو جوړول، دولتي چوکيو انحصار، د ګمرک عوايدو انحصار او د‌جمعيت تر عنوان لاندې له مرکزي حکومته قلنګ اخيستل يې غټ کاروبار وه.

کامران عليزي بيا د اسماعيل خان مقابل کې د هرات بله مافيا وه. کله چې د اسماعيل خان واک ختم شو ، نو کامران يې ځاي ناستی شو. ګمرک، د تيلو انحصار، له سوداګرو قلنګ اخيستل او د ځمکو لاندې کول يې ستر بزنسونه وه. کله چې د ولايتي شورا وکيل وه، يوې پيغلې ورته شکايت راوړی وه. دده خوښه شوې وه. بيا يې په زور وکړه او پلار يې ورته په پنځه لکه ډالر راضي کړ.

بلخ خو بيا د شمال امپراتور عطا مامد نور حکمراني وه. له الف نيولې تر يا ټول دده وه. ښارګوټي، د تيلو واردولو انحصار، د ځمکو غصب، له تجارانو ونډه اخيستنه، ګمرک ، مستوفيت او نفتو ادارې شپيلول يې ورځنی کاروبار وه. ځان ورته له ولسمشر کم نه ښکاريده. د مزار هوټلونه، بزنس سنټرونه او لوړو سوداګريزو ودانيو په ليدو سړي ته د عطا مامد نور نوم ورياد شي ځکه مزار دده له هستيو او خزانو ډک وه. د عادي ساعت قيمت يې تر ديرش زره ډالرو پورته وه.
يوه نيکټايي يې تر پنځو زرو ډالرو پورته وه. د خپلو قصرونو شمير ترې ورک وه. العياذ بالله د بلخ خلکو ته يې د خپل مخلوق په سترګه ليدل. خلاصه دا چې ځان يې د سيمې حکمران باله.

د بدخشان لعلونو قاچاق او پوډرو کاوباور بيا د فوزيې کوفي په لاس کې وه. ورور يې د‌همدې کاروبار لپاره د تاجکستان سرحدي سيمې ولسوال ټاکلی وه. د کوفي کورنۍ يو غړی لا تر اوسه د تاجکستان پوليسو سره د پوډرو قاچاق په جرم بندي دی.

دوستم خو بيخي نړيوال شاهکار وه. د جوزجان ، سرپل، فارياب او نورو ازبک ميشتو سيمو نړيوال فرعون وه. يو مهال د فارياب ګمرک عايد صفر شول ځکه چې ټول عوايد د‌دوستم جيب ته روان وه. مرکزي حکومت ورته ډاکټر داود لغمانی والي په صفت وليږه، پر سبا يې پسې را واخيسته. ځان ورته پاچا ساز مالوميده. ازبک ميشتو ولاياتو کې يې بيل هيواد ځانته جوړ کړی وه. فارياب او جوزجان کې يې د قصرونو تعداد ورڅخه ورک وه.کله چې به شمال ته روان شو د ورځې به يې له ميلون ډالرو کم مصرف نه وه. د قصرونو، شرکتونو او ځمکو پر ليکلو يې قلم عاجز پاتې کيږي.

د پنجشير او اندراب لنډه غر خو ټولو ته مالوم وه. د‌مرکزي حکومت نيولې آن د ولسواليو پورې ټولې ادارې يې د خپل ځان ګڼلې. افغانستان ورته له احمد شاه مسعوده په ميراث پاتې حصه ښکاريده. هره ناروا ورته خپل مسلم حق بريښيده. احمد مسعود او ترونو يې د پنجشير زمرود د پاريس او لندن په ښارونو کې بر اعلا ليلام ته وړل. يونس قانوني او احمد ضيا مسعود دوبۍ کې د پنځه ميلونه ډالرو او یاقوتو سره يو ځای هوايي ډګر کې پوليسو کينولی وه. احمد ضيا مسعود هغه مهال د ولسمشر مرستيال وه، بيا يې له همدې نوم نه په استفادې ځان خلاص کړی وه. د شیرپور کوڅو او لوړو ودانيو تر څنګ چې تیريږې لکه د‌عنابې او د پنجشير حصارک له سيمو چې تيريږي. د پنجشير خلکو ځانته متل کاوه. ويل به يې چې از پنجشير باش ولی در نباش. مانا دا چې د پنجشير تذکره کفايت کوي، هر چيرته چې څومره غصب، چور او چپاول کولای شې کوه يې او يوازې پنجشيري توب کفايت کوي.

پورته يادې شوې نمونې يوازې لکه وړو کې د مالګې په مثال دي. مطلب دا چې جمهوريت د نظام داخل څخه شپيلول شوی او خوړين شوی وه. جمهوريت باندې نازونه او اداګانی دومره ډيرې شوې وې ، که ټ.ا ليب نه وای جمهوريت د خپلو ممثلينو له لاسه انفجار ته اماده وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوْا بِاٰيٰتِىْ ثَمَنًا قَلِيْلًا ۗ وَمَنْ لَّمْ يَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰۤٮِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ.سوره المائده آیات ۴۴.معنی:پس مه ویریږۍ تاسودخلکونه اووویریږۍ له مانه اومه اخلۍ په بدله زمادآیاتونوقیمت لږاوڅوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله پس دغه خلک کافران دی. طالبان که واقعاً ځانونه مسلمانان بولی بایددقرآن حکیم پردی حکم عمل وکی اویاووماته قدرت راکړی چه زه دغه چه دلته ذکرسوی دی ټول ګرفتاراودملت پیسی اوهستۍ ځنی واخلم،ددی آیات مفهوم دادۍ چه څوک پرحقه وی بایدله غلواوبیشرموونه بیریږی حق وحقدارته تسلیم کی ،اوکه پردی آیات چه دالله حکم دۍ عمل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx