افغانستان

د امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی افغان پلاوی ایران ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د ایران په رسمي بلنه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړی پوړی پلاوی ایران ته رسیدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد په یو ټویټ کې ویلي، چې ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی له ایراني چارواکو سره په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د مهاجرو اړوندو مسائلو خبرې او بحثونه ترسره کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې افغان پلاوی د ایران په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوو د ازبکستان، پاکستان، ترکیې او قطر په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او هلته یې یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

How the USA plus ISI allowed them to go there by the invitation of the Iranian Revolution Guard ( companions soldiers) to meet Ismael Khan? Muttaqi invited by them to mediate between the Taliban and him to step down the other members the Resistance Front which is leading by Ahmad Masood. The Pakistan delegation is also coming for other secret plans.

سمین

خه خو به داوى چه دابو لولو مجوسی زیارت ته هم لاړ شی او دوعا ورته وکړی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx