افغانستان

سره صلیب د کندهار برېښنا حوزې سره د ۲۰۰ زرو لیترو تیلو مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د سره صلیب نړیوالې کمیټې لخوا د کندهار برېښنا حوزې سره د دوه سوه زرو(۲۰۰۰۰۰) لیترو په اندازه د تیلو مرسته وشوه.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تیلو ترڅنګ د یو لړ تخنیکي وسائلو دا مرسته نن د شنبې په ورځ د سره صلیب نړیوالې کمیټې چارواکو د کندهار د برېښنا حوزې رئیس مولوي محمدحنیف حمزه ته د یو پلاوي په حضور کې سپارل شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه تیل به د کندهار برېښنا حوزې په د برېښنا کوټونو په ذخیرو کې ځای پرځای کیږي او د اړتیا پروخت د ډیزلي جنراتورونو د چلولو لپاره او تجهیزات به د اړونده تخنیکي ستونزو د حل لپاره کارول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx