روغتیا

افغانستان کې تر دې دمه د اومیکرون پېښه نه ده ثبت شوې، خو د تشخیص کیټونه هم نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزات چارواکي وایي چې په هېواد کې تر دې دمه د کووید-۱۹ اومیکرون بڼې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر عبد الباري عمر ویلي چې د اومیکرون اړوند نښو مثبته پېښه یې نه ده موندلې، خو ترڅنګ یې زیاته کړې چې د تشخیص کیټونه هم نه لري.

که څه هم د نورې نړۍ ترڅنګ په ګاونډي هېوادونو کې هم د کرونا اومیکرون بڼې پېښې زیاتې شوي، روغتیا وزارت ډاډمن دی چې ظاهرا یې ددې بڼې پېښې نه دي موندلي.

ښاغلي عمر ویلي چې د ملګرو ملتونو او د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې د اومیکرون د تشخیص کیټونو او اړوندو توکو مرستې غوښتنه کړې ده، په وینا یې ډیر ژر به د یاد سازمان مرسته کابل ته راورسیږي.

عبد الباري عمر د کمزوري روغتیایي بهیر او د توکو د کمښت پړه پر تېر حکومت واچوله چې د ډیرو پیسو او وسایلو په شتون کې روغتیا وزارت په بهرنیو مرستو چلېده چې تر دې دمه پر ځان بسیا نه شو.

نوموړی زیاتوي چې له نړیوالو یې په دې تړاو د مرستې غوښتنه کړې، خو ترمنځ یې وایي، «موږ کوښښ کوو روغتیا وزارت د بهرنیو مرستو پرځای پر ځان بسیا کړو».

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وایي، «هغه کیټونه چې موږ یې لرو د اومیکرون تشخیص نشي کولی، ددې لپاره پرمختللیو دستګاو ته اړتیا ده، چې ممکن د جنوري میاشتې په پای کې ورته لاسرسی ولرو».

بل لوري ته په افغانستان کې د کرونا ویروس د درملنې یوازینی افغان جاپان روغتون چارواکي وایي چې د اومیکرون تشخیص کیټونه نه لري او هم اړوند وسایل ورسره په ختمېدو دي.

د یاد روغتون مشر زلمي پښتون طلوع نیوز ته وویل، «ستونزې زیاتې دي، زموږ په روغتون کې درمل ډېر کم دي، د ناروغ لپاره تجهیزات ډېر کم دي، د اکسجین ډبې مخ په خلاصېدو دي، څو میاشتې کېږي چې زموږ کارکوونکو معاش نه دی اخیستی».

نوموړي زیاته کړه چې اوس هم په افغان جاپان روغتون کې یو شمېر د کرونا ناروغان شتون لري او یو شمېر نور هره ورځ پر دغې ناروغۍ اخته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې دوی اوسمهال په هېواد کې له یو نیم تر ۲ ملیونو واکسین لري چې په ورځني توګه لس دولس زره کسانو ته تطبیقیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx