
امن ژوند؛ تېره اوونۍ ټول هيواد کې يوازې ۲ تنه ټپيان شوي دي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې په هيواد اسلامي امارت واکمن شوی، په ټول هېواد کې امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی او عام هيوادوال په ارام زړه او امن فضا کې د ژوند چارې پرمخ وړي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې يوازې دوه امنيتي پېښې شوي دي چې له امله يې دوه تنه ملګي وګړي ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د ښوونې او روزنې پوهنتون ته څېرمه د ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي سري سري ټپيان شوي دي.
بل لور ته د کابل ښار يوولسمې امنیتي حوزې سره نږدې، د یو ماین چاودنه شوې خو مالي او ځاني تلفات يې نه درلودل.
بايد وويل شي چې په هيواد د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته او په تېر شل کلن جنګي وضعيت کې تېره اوونۍ تر ټولو امن او د مرګ ژوبلې تر ټولو په ښکته کچه کې وه چې يوازې دوه تنه ملکي وګړي پکې ټپيان شوي وو.
یوه تبصر چی نغواړی دلته نشر شی څنګه له منځه ځی؟
پرون په هرات کی یو صراف وژل شوی او یو بل کس تښتول شوی دی. طالبانو په منافقت او دروغو خلکو ته شروع کړې. ننګرهار کی هر ورځ او شپه کسان وژل کیږی. پلخمری که تیره ورځ څه حال وو د پخوانی پارلمان غړی صافی ترور او داسی نور.
نن شپه په خوشحال مینه او خیرخانی کی څه خبره وه هههههههه
هغه خو ستا د فسادګرو غلو رشوتخورو د فساد ملګري وو چې طالب درس ورته ورکه ! د وژلو چاپو میراث او نورو رواج خو ستا دملګرو د باغ مڼي دي چې طالب یې اوس چینجي ترې راباسي ! طوطي د تاند دپاڼې دځينو لیکوالانو په دود منافقت کوې ! لږ دې وجدان ته سر ټیټ کړه که لرې یې !
د طوطی د تبصیری تنبه نه بلکي منافقت دی نشرول یی نه ارزي … هسې پښې طبعي خبره ده …
ته او خدای چی ته داکټر یی یا دی دری میاشتنی کورس ویلی؟ هدف زما دی چی نن سبا هیڅه پټ کیږی نه خلکو ته دروغ مه وایی. هر ورځ کابل کی حادثه ده د نورو ولایاتو به څه نه وایو. خلک وږی دی، هر ورځ د کابل ولایت پولیس حد اقل تر سلو کسانو پوری کسان نظارت خانی ته راوړی کیسه بران، غله، قاچاقبران او داسی نور. زه خپله د کابل یم دلته دا څلویښت کاله کیږی چی جنایت روان طالب یی څنګه په څلورو میاشتو کی هر څه اصلاح کوی؟
طوطی ګله معلومیږی چی ته هماغه د ملحدو کمونیستانو له ډلی یی چی اوس هم لینن پرستش کوی
موتي یو احمق او بېمنطقه سړی دی چې د افغانستان او سیمې واقعیتونه نه پېژني او تل چټیات لیکي. لیکنه یې په تبصره نه ارزي. دی څه غواړي او په کومو امکاناتو؟ خیالي او ارماني غوښتنې هېڅوخت عملي نه وي او د یوه شخص په کمعقلۍ دلالت کوي. مننه