نظــر

د واک د انحصارګر جنازه او قبرستان!!!

ډاکټر محمد عمر حماد

د واک انحصار که له يوې خوا په اداره کې بې نظمي رامنځ ته کوي، له بلې خوا د واک انحصار کوونکی سبا ورځ د هغو ټولو کارونو ځواب ويونکی دی چې ده يې واک له ځان سره انحصار کړی.

د واک انحصار کوونکي د لاندينۍ طبقې خلک نه، بلکې لېډرشيپ(رهبري) ده چې تر لاس لاندې يې په زيات شمېر بشري قوه کار کوي‌، کله چې واک منحصر شي لاندې ټوله بشري قوه له نااميدۍ سره مخ وي، همدغه نااميدي ورځ تر بلې اداره د فلج خواته ټېل وهي.

د واک انحصار د څو وجوهاتو له کبله کېږي؛ يا دا چې پر اداره او اداري اصولو باندې جهل ددې سبب شي چې د ځان او نورو د کاري مسئولیتونو دایره پکې نه پېژندل کېږي او يا د واک انحصار کوونکی ځان دومره مخلص ګڼي چې له ځان څخه بغير پر بل هيچا هم ددې باور او اعتماد نه کوي چې د مخ ته پرتو کارونو حق به اداء کړي، نو له ځانه يې پنډي (جوالي) جوړ وي هر کار ته ور لاندی وتی وي، خو د انساني کمزورۍ له کبله د يوه کار حق هم لکه څنګه چې لازمه ده نشي اداء کولای او ټول کارونه يې نيمګړي او غير منظم پاته وي چې بلاخره ورځ تر بلې کاري حجم زياتېږي او انحصارګر د همدې ستر کاري حجم د درانده پيټي لاندې خپله ساه ورکړي او جنازه يې د ادارې د فلج او بربادۍ په قبرستان کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شي چې هيڅوک يې جنازې کولو ته زړه نه ښه کوي او نه څوک ورته دعا کوي….

درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوْا بِاٰيٰتِىْ ثَمَنًا قَلِيْلًا ۗ وَمَنْ لَّمْ يَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰۤٮِٕكَ هُمُ الْكٰفِرُوْنَ.سوره المائده آیات ۴۴.معنی:پس مه ویریږۍ تاسودخلکونه اووویریږۍ له مانه اومه اخلۍ په بدله زمادآیاتونوقیمت لږاوڅوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله پس دغه خلک کافران دی. طالبان که واقعاً ځانونه مسلمانان بولی بایددقرآن حکیم پردی حکم عمل وکی اویاووماته قدرت راکړی چه زه دغه چه دلته ذکرسوی دی ټول ګرفتاراودملت پیسی اوهستۍ ځنی واخلم،ددی آیات مفهوم دادۍ چه څوک پرحقه وی بایدله غلواوبیشرموونه بیریږی حق وحقدارته تسلیم کی ،اوکه پردی آیات چه دالله حکم دۍ عمل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx