افغانستان

ماليې وزیر: افغان حکومت د ټاپي پروژې پلي کولو ته پوره ژمن دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ماليې وزیر ملا هدایت الله بدري د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وپاحاجیف  سره په لیدنه کې ویلي دي چې افغان حکومت د ټاپي پروژې تطبیق ته پوره ژمن او همکار دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته په رسمي سفر راغلي دي او له افغان چارواکو سره یې په سوداګرۍ، دوه اړخیزه اړیکو او نورو مختلفو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د ماليې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ترکمنستان دغه پلاوي نن یکشنبه د ماليې له وزیر سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې دې کتنه کي په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر حجه اوزوف (Hoja Ovezov) د ټاپي پروژې رئیس محمد میرات امانوف (Mohammetmyrat Amanov) ورسره مل پلاوي او د مالیې وزارت یو شمېر لوړ پوړو مسؤلینو ګډون کړی وو، چي پرمهال يې دواړو لوریو په افغانستان کي د ټاپي پروژې پر عملي پیلېدو خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې ماليې وزیر وویل چې د ټاپي پروژه د افغانستان او ښکېلو هیوادونو لپاره اړینه او ملي پروژه ده، او افغان او ترکمن ملتونه يې پلي کولو او راتلونکو پایلو ته سترګي په لاره دي.

ماليې وزیر همدا راز ډاډ ورکړ چې  افغان‎ حکومت په بشپړ ډول د دې پروژې پلي کولو ته ژمن او همکار دی او د پروژې د پلي کولو په بهیر کي به هیڅ راز امنیتي او د نورو همکاریو په برخه کې ستونزه پېښه نه شي، څو دغه پروژه ژر تر ژره پیل شي.

د ماليې وزارت د  معلوماتو له مخې د ټاپي پروژه څو پړاوونه لري او  لومړی پړاو يې د هرات ولايت له تورغونډۍ څخه پیل بيا تر ګذرې ولسوالۍ پوري غځيږي.

مالیې وزارت ویلي چې ترکمن پلاوي  په دغه ليدنه کې د پروژې پر پانګونه چي ۵۸۸ میلیونه ډالره یې د ترکمنستان هیواد له لوري ورکول کيږي، تخنیکي مسایلو او د مځکو د استملاک چارو اړوند هم خبري وشوې، چي سروې به یې ۲۰ ورځي وخت ونیسي.

همدا راز د دواړو اړخونو په هوکړه د جنورۍ له ۲۰ نېټې وروسته د تخنیکي چارو او مځکو د استملاک د ارزوني په موخه افغانستان ته د تخنیکي ډلي راتګ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو هم بحث او د نظرونو تبادله کړل.

د یادوني وړ ده، چې د ټاپي پروژې لومړي پړاو کې به ددې پروژې نږدې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالره د پروژې په ورڅېرمه سیمو کي په ټولنیزو او رغنیزو چارو ولګول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یوه خبره می په زړه کی وساتی: ټاپی پروژه یوه سیاسی پروژه ده تر ډیره پوری. دا پروژه د افغانستان د شاه رګ یا په اصطلاخ د زړه حیثیت لری. دا پروژه به همداسی د کاغذ پرمخ تر کلونو، کلونو نور هم پاتی شی مګر په یوه صورت که چیری یی مسیر بدل شی یا جغرافیایی وضیعت ته تغیر ورکړل شی. پاکستان یواځنی ملک دی چی نغواړی چی هند د ترکمنستان ګازو ته لاسرسی پیدا کړی. او کچیری دا پروژه عملی شوه پدی پوه شی چی نور افغانستان د دنیا له محتاجی څخه خلاص او د ترقی پر لور روان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx