افغانستان

د کابل په هوايي ډګر کې ورک شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې امنیتي منسوبینو هغه ماشوم چې پنځه میاشتې وړاندې د کابل هوايي ډګر کې يې کورنۍ امریکايي ځواکونو ته سپارلی و او په رسنیو کې يې انځور خورا زیات خپور شوی و، کورنۍ یې پيدا او ماشوم ورسپارل شوی دی.

دغه ماشوم چې دوه میاشتې يې عمر درلود، سهیل احمد نومیږي او د تېر کال د اګست په ۱۹مه د کابل په هوايي ډګر کې ورک شو.

د رویټرز د یوه خبر له مخې دغه ماشوم د حامد صافي په نوم یو ټاکسي چلوونکي د هوايي ډګر دننه موندلی و او کور ته یې راوړی و.

حامد صافي دغه ماشوم د ۷ اونیو مذاکراتو، زاریو او آن د امنیتي منسوبینو له خوا تر لنډ توقیف کېدو وروسته نوموړی د هغه نیکه او نورو خپلوانو ته وسپارلو.

د دغه ماشوم پلار میرزا علي احمدي د امریکا په سفارت کې د امنیتي ګارد په توګه کار کړی دی او د اګست په میاشت کې يې له خپلې مېرمنې سره یوځای هوايي ډګر ته تللی و، خو زوی یې له دې کبله امریکايي ځواکونو ته سپارلی و چې ممکن په بیروبار کې تر پښو لاندې شي.

هغه رویټرز ته ویلي چې ده خپل زوی سهیل یو بهرني عسکر ته ورکړ، څو دی ۵ متره اخوا د هوايي ډګر په دروازه کې ترې بېرته واخلي.

هغه وویل چې دغه مهال افغان امنیتي ځواکونو خلک تیت و پرک کړل او د همدې کبله د احمدي زوی له عسکرو سره ورک شو.

احمدي ویلي چې ده خپل زوی زښت زیات ولټولو خو پیدا یې نه کړ او وروسته ورته مسوولینو وویل چې زوی یې ممکن په یوه جلا پرواز کې تللی وي او وروسته به له دوی سره یوځای شي، خو د ۴ میاشتو په تېرېدو سره یې خپل زوی ونه موندلو.

بل لور ته ټاکسي چلوونکی حامد صافی وايي چې دی د کابل څخه د تخلیې د پروازونو پر مهال هوايي ډګر ته خپل ورونه بیولي څو په دغه پروازونو کې له افغانستان ووځي.

صافي ویلي دي چې ده سهیل احمد په هوايي ډګر کې ځانته پيدا کړ چې په ځمکه پروت او ژړل یې. هغه وايي ده ډېرې هڅې وکړي چې هوايي ډګر دننه د ماشوم کورنۍ بيدا کړي خو بریالی نشو او وروسته یې دغه ماشوم کور ته خپلې مېرمنې او ماشومانو ته ور ووست.

صافی وايي دی درې لورګانې لري او د مور يې یو ارمان دا و چې د دې تر مرګ وړاندې د ده یو زوی وګوري.

هغه وايي چې هغه مهال يې پریکړه وکړه چې دا ماشوم ساتي، که یې کورنۍ پيدا شوه، هغوی ته به یې ورکړي او که ونه موندل شوه نو زه یې خپله به يې لوی کړي، وروسته یې په دغه ماشوم محمد عابد نوم کېښود او د کورنۍ غړی یې کړ.

په نومبر کې رویټرز د دغه ماشوم په اړه راپور نشر کړ، پلار یې له خپل خسر او د ماشوم له نیکه چې په بدخشان کې اوسیږي وغوښتل چې له صافي وغواړي چې دوی ته خپل ماشوم وسپاري.

د ماشوم نیکه محمد قسیم رضوي وايي چې ده دوه شپې او دوه ورځې سفر وکړ او د صافي کورنۍ ته یې حلال کړی پسه، وچه میوه او جامې ور ورړې.

خودغه مهال صافي له ماشوم ورکولو څخه ډډه وکړه او اصرار یې کولو چې ده هم غوښتل [کولای شول] چې له خپلې کورنۍ سره له افغانستان څخه ووځي.

له اوږدو خبرو اترو او جرګو وروسته د دغه ماشوم نیکه محلي امنیتي حوزې ته د ماشوم تښتونې خلاف دعوه وکړه. صافي وايي چې د دغې دعوې وروسته نوموړي پولیسو ته دغه تورونه رد کړل او په وینا یې ده ماشوم ساتلی دی نه دا چې تښتولی یې دی.

د پولیسو د یوې حوزې مشر حامد ملنګ رویټرز ته ویلي دي چې دوی د حامد صافي او د ماشوم د کورنۍ تر منځ جوړجاړی وکړ او په جوړجاړي کې د ماشوم کورنۍ صافي ته یو لک افغانۍ د ماشوم د ساتنې په بدل کې ورکړې.

هغه وویل چې د ماشوم نیکه دوی ته شکایت وکړ، او پولیسو د هغه ثبوتونو پر اساس چې دوی سره ول، حامد وموند او ماشوم یې وپېژندلو او د دواړو لورو د توافق پر اساس ماشوم يې نیکه ته وسپارلو.

رویټرز وايي چې دغه ماشوم د پولیسو په حضور کې هغه مهال کورنۍ ته وسپارل شو چې ټاکسي چلونکي چې دغه ماشوم یې ۵ میاشتې ساتلی و، له سترګو اوښکې بهېدلې.

صافي وویل چې کورنۍ يې ډېره زیاته خفه ده چې سهیل له لاسه ورکوي. د سهیل نیکه رویټرز ته وویل چې «حامد صافي او مېرمن یې ژړل، ما هم وژړل. خو ما ورته ډاډ ورکړ چې تاسو دواړه ځوانان یئ، خدای به نر اولاد درکړي. یو نه، بلکې زیات. ما ترې مننه وکړ چې زموږ ماشوم یې په هوايي ډګر کې وژغورلو».

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx