
افغانستان
د هرات والي د هرات-ترکیې ترمنځ د هوایي دهلېز د پرانستلو غوښتنه وکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د هرات والي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد اسلام جار د ترکیې د سفارت له مرستیال چنګیز آیدیمیر سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي او د دواړو هيوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې وکړې.
مولوي اسلام جار د هرات او ترکیې ترمنځ د هوایې دهلیز پرانستل مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ترکیې هیواد د همکاریو غوښتنه وکړه.
همدا راز د هرات والي په افغانستان کې د ترکیې سفارت له مرستیال څخه وغوښتل چې له هرات څخه ترکیې او له هغه ځایه اروپایې هیوادونو ته د افغانستان د زعفرانو د صادراتو په برخه کې اسانتياوې را منځته کړي.
د ترکیې سفارت مرستیال ښاغلي چنګیز آی دیمیر د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې او د ښو اقتصادي او فرهنګي اړیکو او همکاریو ډاډ یې ورکړ.
غوړ سوچ کور آباد.