افغانستان

افغان حکومت چین ته سرپرست سفیر لیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د چین په بیجنګ کې د افغانستان سفارت ته نوی سرپرست سفیر ولیږي.

ویل کیږي چې سیدمحی الدین سادات دغه هیواد ته د لومړي سکرتر  او شازدافیر په صفت چین ته لیږل کیږي.

په چین کې د افغانستان پخواني سفیر جاوید احمد قایم هم پر خپل فیسبوک لیکلي دي چې په بیجنګ کې دده دنده پای ته رسېدلې ده.

هغه ویلي دي چې محي الدین سادات بیجنګ کې د افغانستان سفارت ته د لومړي سکرتر په حیث معرفي شوی دی.

سیدمحی الدین سادات په نړیوالو حقوقو کې ماستري لري او له یوې اوږدې مودې راهیسې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

آفرين له خپلو ځانونو، انډيوالانو او خپلوانو پرته بل چاته هيڅ لوړه دنده ورنه کړئ !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx