افغانستان

افغان پلاوي له اسماعیل خان او احمد مسعود سره کتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): پخواني وزیر او جهادي قومندان اسماعیل خان او د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود په تهران کې د اسلامي امارت له پلاوي سره لیدلي دي.

د افغان حکومت ویاند ذبیج الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼې د دغه کتنې تایید کړی دی.

ښاغلي مجاهد ویلي دي چې په دغه کتنه کې د افغان حکومت پلاوي دوی ته ډاډ ورکړ چې له کوم تشویش پرته افغانستان ته ستانه شي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: «اسلامي امارت کوښښ کوي چي د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي او هیچا ته د مخالفت دلیل پاتي نه شي.»

د افغان پلاوي مشر امیرخان متقي هم رسنیو ته ویلي چې دوی له قومندان اسماعیل خان او احمد مسعود سره لیدلي دي.
هغه زیاته کړې چې دوی ټولو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان ته راشي او ډاډه ژوند وکړي.

متقي په وینا افغانستان د هر چا خپل کور دی، او دلته هر څوک په ازادۍ سره ژوند تېرولی شي او دوی هېچا ته هيڅ ډول ستونزې نه جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

افغانستان د ټول ګډ کور دی. هر څوک دلته د ښه ژوند او کار حق لری ولی هغوی چی آزمایښت شوی دی چی د کار وړ خلک ندی، فساد پیشه او یاد مفسده دی هغوی ته نباید په حکومت کی ځای ورکړل شی. اسماعیل خان هغه وخت چی د اوبو او انرژی وزیر وو ټول خپل هراتی یی په وزارت کی مقرر کړی وو، رشوت او خیانت خپل اوج ته رسیدلی وو. زما ښه په یاد ده چی له ایران څخه یی لوی لوی جنراتورونه راوړل په ډیر لوړ قیمت. هر ماشین په ساعت کی ۱۱۰۰۰ لیتره دیزل تیل مصرف… نور لوستل »

pattang

داسې نده د عمومي عفوې په چوکاټ کې ټول تښتېدلي جنایتکاره بیرته هیواد ته راتلی شي خو چوکۍ او وظيفه نشي ورکول کیدلی ! اسماعیل خان لوده په برق څه پوهییږي هغه نه ولټ پيژني نه امپير ! هسې سوټی د خدای دی ! بر سیره پر دې د حق العباد بخشش هم امارت نشي کولی !!

Karwan

اه، شکر طوطي بيا يو ځل په ښي اړخ راپورته شوي، افرين طوطي صاحب! مننه
کاروان

ورک ځاځی

د افغانستان اسلامى امارت څخه په کلکه هيله کوو چى دى لنډغرانو ته په نظام کى ځاى ورنګړى. د دوى لپاره عامه معافى هم تر هغه څه ډير زيات امتياز وو چى دوى يى په اصل کى مستحق ول خو مونږ په زړونو تيګى کيښودى. اوس هيله ده چى بيا زمونږ زخمونو باندې مالګې مه دوړوى.

خوګياڼي

هيله ده چي طالبان ژر تر ژره خپل حکومت ته د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون د پاکو او تقوا لرونکو اشخاصو په شمول رسمي بڼه ورکړي او د تش په نامه د مقاومت غله او پرديپاله او د کابل د پخواني جاسوې او غلامي ادارې هيڅ شخص په راتلونکي حکومت کې ځاى ونلري. او که دا کار وشي نو د طالبانو حکومت به وپاشل شي.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x