نړۍ

موسکو: په مصر کي له اخوان المسلمین سره په رابطه کي یو

judgement_and_freedom_party_egypt  (نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۳) دروسیی دبهرنیو چارو په وزارت کي دمنځني ختیځ اوشمالي افریقي دچارو مسئوله سرویرشینین  دروسیی اوپه مصرکي داخوان المسلمین ترمنځ له اړیکو څخه پرده پورته کړه.

دروسیی دبهرنیو چارو وزارت دمنځني ختیځ اوشمالي افرقي دچارو مسئوله  سیرجی ویرشینین دسه شنبي په ورځ له خبري رسنیو سره په خبرو کي وویل دروسیی هیواد

 

په مصر کي داخوان المسلمین له ډلي سره په رابطه کي ده نوموړي زیاته کړه روسیه له اخوان المسلمین سره دانصاب او ازادي ډلي له لوری چي داخوان المسلمین سیاسي بازو بلل کیږی تماس نیولی دي.

(دنو ووستي) په نامه سره یوي روسي خبري رسني دښاغلي ویرشینین له خولي خبرخپورکړی، وایی روسیه په مصر کي له هر رنګه سیاسی ځواک سره په خبروکولو اواریکو درلودلو کي کوم خنډ نه ویني، اوغواړو په مصر کی له ټولو سیاسي ګوندونو سره په رابطه کي وي.

نوموړي زیاته کړه ډیر روسیی سیاسي شنونکي داسي فکر کوی چي دمصر راتلونکي ټاکنو کي چي دنومبر په میاشت کي کیدونکي دي دمصرداخوان المسلمین ډله به په ټاکنو کی له وتلو ډلو څخه وي، دروسیي دبهرنیو چارو وزارت خبرورکړی دي، وایی داسي ښکاري چي په مصرکي دجنوری د ۲۵ ویشتمي له انقلاب څخه وروسته ډیرو اسلامي سیاسي ډلو ته دسیاست کولو دروازي خلاصي شوی دي.

روسيی له هغه څخه وروسته په مصر کي داخوان المسلمین له ډلي سره اړیکي ټینګي کړي کله چي په دي وروستیو کي داروپایی ټولني پارلمان په مصر کي دحزب النور په نامه سره دسلفیانو دیوه ګوند غړوته بلنه ورکړي وه ترڅو په بروکسل کی داروپایی ټولني مرکز ته ورشي، اود اروپا دپارلمان له غړو سره وګوري، داروپایی ټولني دپارلمان له لوري په خپور شوي خبرکی راغلي وو، له حزب النور سره داروپایی ټولي اړیکي به اروپایی ټولني ته لاره هواره کړي ترڅو په مصر کی دحزب النور له سیاسی فکري علمي اوټولیزو کړونه څخه خبره شي، ترڅو مالومه شي چی حزب النور په راتلونکي کی مصر کي څه اهداف لری اوپه څه ډول سره غواړی په  هیوادکی خپل اهداف ترلاسه کړی.

بخت الرحمن بخت …………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x