افغانستان

د افغانستان بانک: ۳۲ میلیونه ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰ل): «د افغانستان بانک» وايي چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه امریکايي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته را رسېدلې ده.

مرکزي بانک ویلي دي چې دغه نغدي مرسته د دوی تر څارنې لاندې د کابل هوايي ډګر څخه تر د افغانستان نړیوال بانک (AIB) پورې ورسوله.

افغانستان بانک زیاته کړې چې دوی د هر هغه بشردوستانه ګام څخه چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کیږي، ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپل اغېزناک رول ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو له خوا تر دې وړاندې ۱۰۲ میلیونه امریکايي ډالر نغدي مرسته شوې وه.

https://twitter.com/AFGCentralbank/status/1480493000937586692/photo/1

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري د معلوماتو له مخې د لیندۍ  په میاشت کې ملګرو ملتونو  دوه ځل ۱۶ میلیونه ډالر، دوه ځل ۱۹ میلیونه ډالر او یو ځل يې ۳۲ میلیونه ډالر نغدي مرسته له افغانستان سره کړې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې وه چې د ملګرو ملتونو سازمان به د مارچ ۲۰۲۲ تر پایه هر اونۍ ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان نړیوال بانک سرپرست اسدالله فیضي ویلي دي چې دغه نغدي مرستې د یوناما په ځانګړي حساب کې ساتل کیږي چې وروسته به يې دغه دفتر خپلو نورو دفترونو ته په نغدي ډول ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د اقتصاد ماهرینو سره باید په مشوری ورڅخه کار واخستل شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx