نظــر

سرې کرښې

حفيظ الدين پيرزاده

ھر ملت سرې کرښې لري، جیو پولټیک موقعیت، دیني، تاریخي او کلتوري باورونه، د ھیواد سیاسي ترکیب او نور ھمدا سرې کرښې ټاکي او د ھمدې سرو کرښو د څوکیدارۍ لپارہ حکومتونه منځ ته راځي!
یاني د یوہ ھیواد د حکومت لومړ‎ۍ دندہ د ولس د ارادې په رڼا کې د ترسیم او تعریف شویو سرو کرښو چې ملي گټې یې په لمن کې را نغښتي وي، په ھر قیمت دفاع کول دي!

د ډیورنډ د تحمیلي کرښې نژدې ۱۳۰ کلونه تیر شوہ، خو ھیڅ حکومت ددې کرښې د منلو جرئت ونکړ‎ای شو ځکه حکومتونه که د ھر چا و په دې پوھیدل چې دا کار یې تر سویې او قدرت لوړ‎ دی!

ډیر کلونه پخوا، د ظاھرشاھۍ په لومړ‎یو وختونو کې، د افغانستان لویې جرگې د ولس ارادہ تمثیل کړ‎ہ او دا کرښه یې جبري، تحمیلي او د انگریز ظالمانه عمل وبللو.

د ډیورنډ د جبري کرښې منل او یا یې رسمي گڼل له سرې کرښې تیریدل دي!
دلته اوس دا مھمه نه دہ چې د سرې کرښې ماتونکی کوم دولتي چارواکی، ارگان، سیاسي حزب او یا د پوھنتون استاد دی که بل څوک!
د سرو کرښو ماتونکی د ملت مجرم دی، د حکومت دندہ دہ چې مخنیوی یې وکړ‎ي.
قانون د ټولو لپارہ شان دی، مجرم په ھر حال مجرم دی که ھغه د پوھنتون استاد جلال وي او که د وړ‎کتون کوم استاد!
د پوھنتون د استادانو وظیفه خپلو شاگردانو ته د ھمدې سرو کرښو ور پیژندل دي نه د ھغو ماتول.
زما په اند خو د داسې کسانو سزا باید تر نورو مجرمینو دوہ برابرہ زیاته وي!
چو کفر از کعبه برخیزد، کجا ماند مسلماني؟!
______________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۹/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظرکه افغانستان کی یوصحیح حکومت راسی دافغانستان دذراعت،معدنیاتواوطبعی عوایدویی استفاده وسی ډیرژرغنی کیږی که دافغانستان دمحکومی حصی وپښتنوته دغونه تنخواورکوله سی له انګریزاوپنجابۍ یی ورکوی ځای پرځای محکومه حصه له افغانستان سره وصلیږی حتاجنګ هم نه پیښیږی دمحکوحصی پښتانه ډیر بیوضله مسکنان دی چاره نلری چه دپنجابی نوکری ونکی خوزموږبیسواده حکومت پدی نه پوهیږی چه ملک ته څنګه طرقی ورکی ۱٪هم دملک دپرمختګ پوهه نلری دوی صحیح مسلمان تعلیم یافته اوکمونسټان منافقین نه تر له پیژنی ټولوته دکرزی اواشرفغنی ملحدپه سترګه ګوری،که دذراعت کاردذراعت دایجینیرانوپه لاس ورسی اومعدنیات دمعدنودانجینیرانوپه لاسوورسی ملک یودم طرقی کوی اوس دملایانوخواست ګروحکومت دۍ بیله… نور لوستل »

نعمت الله

السلام علیکم
گرانقدر پیرزاده صاحب په درنښت زه تاسو نظر سره موافق نه یم د دیورند کرښی په مورد کښی مونږ افغانان باید دخپل ګتی ( سیاسی،اقتصادی ،حقوقی، فرهنګی، تولنیز…)سر دنوی تعریف ته ضرورت لرو او دهغه تعریف په اساس مونږ باید دا جرأت پیدا کرو چی ددیورند کرښی مسله حل کرو.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x