ورزش

نړيوال جام کې ګډون لپاره د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې سفر کې ستونزې رامنځته شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله په يو ورځني نړيوال جام کې د ګډون لپاره ويسټ انډيز ته په سفر کې ستونزې رامنځته شوي دي.

د ۱۹ کلنو نړيوال جام چې ټاکل شوی د جنوري په ۱۴مه رسما پېل شي، په ويسټ انډيز کې ترسره کيږي او افغان لوبډله په کې ګډون کوي.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي چې د ۱۹ کلنو لوبغاړو په ويزو کې ستونزې رامنځته شوي خو په وينا يې د کرکټ نړيوالې شورا سره يې ستونزه شريکه کړې چې وروسته به څرګنده شي.

افغان ۱۹ کلنو لوبډله له دې وړاندې عربي اماراتو کې په اسيا جام کې ګډون کړی و چې ټاکل شوې وه د يکشنبې په ورځ له ياد هېواد څخه ويسټ انډيز ته سفر وکړي خو تر دې دمه يې ويزې نه دي ترلاسه کړي.

راپورونه وايي داسې احتمال هم لیدل کیږي چې نړيوال جام کې د افغان نولس کلنې لوبډله له ګډون څخه پاتې شي، خو د کرکټ بورډ سرچينې ياد خبر نه تاييدوي.

بل لوري ته د کرکټ نړیوالې شورا د پېښو مشر کریس تیتلي په یوه رسمي بیان کې ویلي، «موږ د افغانستان کرکټ بورډ او اړوندو اړخونو سره په ګډه کار کوو تر څو ستونزې ته د حل لاره پیدا کړو او لوبډلې ته د سفر اجازه ورکړو».

نوموړی زیاتوي، «په عین حال کې موږ د افغان لوبډلې تمریناتي لوبو مهالویش تغیر کړی تر څو ډاډ ترلاسه شي چې په ویسټ انډيز کې د نړیوال جام له پېل وړاندې د افغان لوبډلې چمتو والی بشپړ شي».

تر دې دمه د افغان لوبغاړو ښکاره ستونزه نه ده په ډاګه شوې او نه هم افغان کرکټ بورډ او آی سي سي ددې وضاحت کړی، خو د کرونا بې شمېره محدودیتونه ددې یو لامل کېدلی شي.

افغان ۱۹ کلنو لوبډله د زمبابوې، پي ان جي او پاکستان سره په ګروپ سي کې ځای لري چې لومړۍ لوبه یې د جنوري په 16مه زمبابوې سره ټاکل شوې ده.

له دې وړاندې نړيوال جام ته د چمتو والي په موخه د انګلستان او عربي اماراتو ۱۹ کلنو لوبډلو سره د افغان لوبډلې تمريناتي لوبې ځنډول شوي دي، کومې چې د جنوري په لسمه او دولسمه ټاکل شوې وې.

تر دې دمه په ياد نړيوال جام کې د ګډون لپاره ټولې لوبډلې ویسټ انډيز ته رسېدلي او په تمریناتو بوختې دي. یوازینۍ لوبډله نیوزیلاند چې د کرونا محدودیتونو له کبله یې په نړیوال جام کې ګډون لغوه شو او پرځای یې سکاټلنډ لوبډله شامله شوه. د افغان لوبې په اړه پریکړه ممکن سبا څرګنده شي.

افغان نولس کلنې لوبډلې په لومړي ځل په ۲۰۱۰م کال کې نړیوال جام ته لار موندلې وه خو په ۲۰۱۸م کال نړیوال جام کې یادې لوبډلې تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه چې له نیوزیلاند څخه یې ماتې ومنله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx