
له څه ډول حکومتدارۍ سره پرمختګ کولی شو؟
محمد یعقوب واحدي
څرنګه چې تېر شل کاله زموږ هیواد د غربي هیوادونو د فوځي او فرهنګي یرغل سره مخ و غربیانو له ټولو امکاناتو کار واخیست تر څو دلته د دوی د خوښې حکومت تقویه او غربي دیموکراسي پیاوړې کړي.
خو شل کاله وروسته دوی پوی شول چې د دوی ناکامه دیموکراسي او پوځي یرغل له ماتې سره مخ دی، پښې يې سپکې، زموږ هیواد یې د زیاتو ستونزو سره مل پریښود.
په تېر تاریخ کې هم زموږ هیواد د نړۍ د زبرځواکونو د ماتې ټاټوبی پاتې شوی خو بیا مو هم هیواد په داخلي جګړو کې ښکېل شوی، دا ځل د الله په فضل د جګړې لمن ټوله ښکاري.
زموږ د هیواد خلک ددې یرغلونو د ماتولو لپاره خپل سرونه قرباني کړل تر څو هیواد ته آزادي راوړي، زیات شمېر هیوادوالو مو بې حده قرباني ددې آزادۍ لپاره ورکړې اوس په هیواد کې له امنیتي حالت څخه هیواد وال راضي ښکاري.
داخلي برخه:
ټولو هیوادوالو ته باید د امنیت ډاډ ورکړل شي چې د دوی لپاره هیڅ ډول ګواښ نشته، ددې تر څنګ باید هیوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو ډاډ ورکړل شي او بل هغه خلک چې نظام ته ژمن خلک وي باید ترې ګټه واخیستل شي.
اوسني حکومت ته پکار دي چې داسې یو قوي نظام او حکومت جوړ کړي چې د هیواد اوسنۍ اقتصادي ستونزې حل او د هر ډول بیرونیو لاسوهنو مخه ونیسي.
داخلي برخه کې د ولسي مشروعیت لپاره په لویه کچه داسې یوه شورا رامنځ ته کړي چې د حکومت د پیاوړتیا لپاره او نورو ستونزو د حل لپاره رښتينی کار وکړي.
د فساد مخنيوي لپاره مخدره توکو د تولید د مخنیوي برخه کې قوي نهادونه جوړ کړي تر څو د ولس رضایت په پوره توګه تر لاسه شي، ولس د حکومت تر شا په کلکه ودریږي، تر څو داخلي کړکیچونو مخ ونیول شي.
په داخلي برخه کې د هیڅ هیواد نامشروع فرمایشونه او غوښتنې ونه مني ځکه که د هر هیواد یوه نامشروع غوښتنه ومنل شي بیا هر ډول غوښتنې راباندې مني، بیا به داسې وي چې هر ډول لاسوهنې ته زمینه برابره شي.
بهرنۍ برخه:
خارجي سیاست کې باید د ګاونډیانو، سیمې هیوادونو او نړۍ لپاره داسې یوه پالیسي وړاندې کړي، چې نړيوال مشروعت تر لاسه شي، په لیکلې بڼه داسې پالیسي ترتیب شي، چې د ټولو هیوادونو مشروع ګټو لپاره داسې یو چوکاټ رامنځ ته شي چې د دوی له ګټو سره خپل هیواد هم په کم وخت کې اقتصادي بساینې ته ورسیږي.
د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه وکړو:
زموږ هیواد په هره برخه کې د پراخو سرچینو په لرلو سره د نړۍ لرې او نږدې هیوادونو لپاره د زیات اهمیت لرونکی دی خو دلته تر اوسه داسې یو حکومت نه دی حاکم شوی چې د دغه سرچینې څخه د هیواد د آبادۍ لپاره کار واخلي، قیمتي معدنونه په ناچیزه بیه په قاچاقي ډول په نورو هیوادو کې پلورل کیږي.
ارزښت لرونکي تولیدات مو د نورو هیوادونو په نوم په اروپایي هیوادونو کې پلورل کېدل د محصولاتو لپاره مو هیڅ مناسب بازار پیدا نه کړ، د هېواد اقتصاد مو داسې یو مصنوعي بڼه لرله چې تر شلو کلو وروسته اوس هم د دومره پراخو سرچینو په لرلو سره د وږو خولې د نړۍ مرستو وازي پاتې دي.
تجارت:
د تجارت په برخه کې لومړی باید داخلي تولیدي فابریکو ستونزو د حل لپاره کار وشي، تر څو چې د تجارانو او صنعتکارانو ټولې ستونزې حل نه کړو مو ږ به تل یو مصرفي هیواد او هیڅکله به په یو تولیدي هیواد بدل نه شو.
تر څو چې زموږ د هیواد تجارتي بیلانس سره برابر او هم لوړ نه شي نو زموږ اقتصادي ستونزې به کمې نه شي بلکې ورځ تر بلې به زیاتیږي.
سرچینې:
معدنونه:- لومړی باید غیر قانوني کیندنې په ټول هیواد کې بندې شي، دویم باید د داسې داخلي او بهرنیو کمپنیو سره قرار دادونه وشي چې په تخنیکي او نورو برخو کې ټول کارکوونکي باید زموږ هیوادوال وي، په دې سره به مو ملي عواید زیات او د بې کارۍ کچه کمه شي.
کرهنه:
د کرهنې وزارت باید داسې یو کرهنیزه طرحه ترتیب کړي چې په هر سیمه کې په منظم ډول د تحقیقي فارمونو په جوړولو سره د هر ډول میوو د ونو باغونه جوړ کړي.
د نورو کرهنیزو محصولاتو لپاره هم داسې یو کرهنیز نظام ترتیب کړي چې له مخې یې زموږ دهقانان هر ډول کرنیز محصولات وکري او د یادو میوو او کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره په نورو هیوادونو کې مناسب بازار پیدا کړي.
طبعي سرچینې:
توریزم چې د هیواد د ملي عوایدو لویه برخه را پوره کولی شي.
لومړی باید هغه سیاحتي سیمې چې مخکې تر دې د امنیتې ستونزو له امله هلته څوک نه ورتلل باید په لوړ کیفیت ډاکومنټري جوړې کړي، وروسته له هر ډول رسنیو خپرې شي.
دویم په دغه سیمو کې د بهرنیو او داخلي سیلانیانو لپاره لازم سهولتونه ایجاد شي تر څو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره زمینه برابره شي ترڅو دغو سیمو ته د سیاحت په موخه راشي چې زموږ هیواد ته ځانګړې ښکلا ورکړي، هم ډېر اهمیت لري، د طبعي سیمو د پراختیا لپاره باید لازم سهولتونه رامنځ ته شي، زیات کار وشي.
تاریخي برخه:
زموږ هیواد یو لوی تاریخ لري، زیات تاریخي ارزښتونه او یو پیاوړی کلتور لرو، ددې تر څنګ لرغوني ماڼۍ او زیات شمېر تاریخي آبدات او لرغوني سېمې لرو چې باید د تثبیت او تاریخي هویت د موندلو په برخه کې هر اړخیزې څېړنې وشي، وروسته ورغول شي، نړیوالو ته یې د ننۍ عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې ډاکومنټري جوړې شي، په داخلي او نړیوالو رسنیو باندې یې د توریستانو د جلوبولو لپاره خپرې شي.
نور هم زیات شمیر سرچینې شته چې د اقتصادي بساینې لپاره پرې کار وکړو خو ددې موخو د تر لاسه کولو لپاره تر هر څه مهم مسلکي خلکو ته زیاته اړتیا ده، خو اسلامي امارت باید د پورته سرچینو څخه د غوره استفادې لپاره باید هغه خلک چې په واقعي توګه غواړي چې هیواد اقتصادي بحران څخه ووځي باید په مسلکي برخو کې مسلکې خلکو ته د کار موقع ورکړي.