روغتیا

په یخه هوا کې پر بدن څه اغیزې ښکاره کیږي؟

نن ټکی اسیا (۲۱ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ژمي هوا په چټکۍ سره سړه کیږي او دا بدلون په بدن او ذهن ځینې غیر متوقع اغیزې لري چې طبي کارپوهان یې هم تاییدوي خو ساتل یې په ټوله کې د سالمې روغتیا لپاره مهم دي.

دلته ځینې هغه اغیزې چې د ژمي سړې هوا په راتلو سره رامنځته کیږي او د Huffpost ویبسایټ له لوري خپاره شوي، ستاسو مخ ته ږدو.

چاغوالی په اسانه کمیږي

د یخ موسم یوه ګټه داده چې انسان کولی شي خپل وزن کم کړي، د طبي څیړنو په اساس په سړه هوا کې د بدن کالوریز زیاته برخه سوځول کیږي تر څو بدن ګرم وساتل شي. که څه هم دا یوه عادي لارښوونه ده خو ددې ترڅنګ ورځنی تمرین کول مو تر ډیره د بدن غوړ له منځه وړلی شي.

هډوکو درد

ځینې خلک په ژمي کې د سړې هوا پر وړاندې د فزیولوژیکي غبرګون له امله د هډوکو د دردونو سره مخ کیږي، دغه دردونه معمولا په لاسونو، پښو او غوږونو کې د وینې د کوچنیو رګونو له امله وي چې د وینې جریان په کې ډیریږي. خطرناک نه دی خو ځینې مهال دردونکې وي، د مخنیوي لپاره ګرمې جامې واغوندئ او زیات له بهر ګرځېدو ډډه وکړئ.

د لید کمزوري کېدو خطر وي

سترګو ته پام وکړئ، د روغتیا کارپوهانو په وینا ډیره سړه تودوخه، واوره او یخه هوا د انسان پر لید اغیز کولی شي، دا اغیز د واورې وریدو پرمهال چې سړی ګرځي یا لوبه کوي پېښېدلی شي، نو مهمه ده په هغو سیمو کې د لمر عینکونه وکارول شي چیرته چې واوره ډيره وریږي.

مخ مو سور کیږي

که ستاسې پوزه یا غمبوري سړې هوا ته د ګرځېدو سره سرۀ کیږي، په دغه ځایونو کې وینه نورو مهمو او حیاتي برخو ته لیږدول کیږي، لکه زړه، سږي او داسې نور، او مخ ته ددې لیږد کمیږي چې له کبله مو مخ سور کیږي، کله چې بدن بېرته ګرم شي وینه خپل عادي ځایونو ته راګرځي او خپل پراسیس پېلوي.

د زړه حملې خطر

د ډیر عمر کسانو لپاره په دغه عمر کې د زړه حملې ګواښ زیاتیږي، په ځانګړي توګه هغه مهال چې له وړاندې د زړه ناروغ وي. د یوې څيړنې له مخې سړه هوا کې بدن د تودوخې درجې خوندي ساتلو کوښښ کوي نو په زړه فشار زیاتیږي، هغه د وینې پمپ کولو لپاره زیات کار ته اړتیا لري چې له کبله یې د وینې فشار تر یوې اندازې زیاتیږي.

مزاج خرابېدل

کله چې د بدن تودوخه کمه شي نو پر بدن ددې اغیز په منفي لارو کیږي، لامل یې د لمر وړانګو ته کم کیناستل دي چې د ویټامن ډي کشف کمیږي، او پر مزاج بد اغیز کوي.

د پوزې او سترګو خوشکوالی

سړه هوا کې د بدن رطوبت کمیږي، چې له کبله یې سترګې او پوزه وچیږي، تر څو د بدن نور غړو ته رطوبت ورکړي.

زیاتې بولې راتلل

په یخ موسم کې د وینې جریان د مهمو غړو خواته زیاتیږي چې له کبله یې انسان د زیاتو بولو احساس کوي، ځکه چې د وینې جریان سره د وینې فشار هم زیاتیږي او ددې په ځواب کې پښتورګي د اضافي فشار کمولو لپاره زیاته مایع فلټر کوي او د بولو له لارې بهر کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx