ټولنیزه برخه

پرده اخلاقي ښکلا او پاکي ده

اسدالله رزين

حیا او پرده نن سبا یوه باریکه او له حساسیتونو ډکه مسئله ګرزیدلې ده چې را سپړل یې لکه د شاتو د مچیو په کندو کې لاس وهل داسې دي او نه یوازې د غرب تر اغیز لاندې او یا د غربي واکدارانو ښځې ترې ځوریږې. بلکې په اسلامي ټولنه کې هم ډیری ښځې ترې اغیزمنې سوې دي، نو په کار ده چې په مسلمانه ټولنه کې ددغې غلط فهمۍ د نورې تیتیدا مخه ونیول سي، ځکه چې په ټول ژوند یې اغیز لرلی دی.

کورنی نظام د را پرځېدو لنډه لنډه سا اچوي. اجتماعي روابط چې د انسانیت د فلسفې مفهوم او خوند پکې نغښتی دی. ډېر ساړه او د نژدې نه شتون څرنګوالی لري، نو اړینه ده چې انساني ټولنه قانع کړو چې حیا او پرده عبارت له یونیم، دوه ګزه ټوکر څخه نه ده چې ښځه یې په خپل سر او سینه را کش کاږي. بلکې د پردې په مټ د نر او ښځې مخ د حیا اصالت او ارزښت ته ور اړول کیږي. د حیا نظام ته چې د انسانیت لازمه ده شالید جوړوي او دغه اصول په ښځه او نارینه دواړو یو ډول پلي کیږي. یعنې په کوم ځای کې چې ښځې ته د مخ پټولو او ځان پټولو امر سوی دی. هلته نارینه ته هم د ښکته کتلو امر سوی دی. او د حکم د جاري کولو په برخه کې هم دواړو ته بې توپیره وړ سزا ورکول کیږي، خو په مورچل کې ناست دښمن په ډېره چالاکۍ سره ددغه اسلامي اصل په مخالفت کې د پرو پاګند لړۍ پخپله ګټه روانه ساتلې او حیا او پرده یې په ښځه د ظلم تر سر لیک لاندې معرفي کړی او نړیواله کړې ده.

ټوله کفري نړۍ او په سر کې یې امریکا ځان ته نه ګوري چې دوی له ښځې سره څه کوي او څومره یې حقوقو ته ژمن او درناوی کوي. د یوه رپوټ له مخې په امریکا کې د ښځې ژوند له ډیرو ګواښونو سره مخ او په ډیر بد حالت کې اوسیږي:
په تېر یوه کال کې په امریکا کې (۱۱۸۱)میرمنې د خپلو مېړو له لاسه په قتل رسیدلې دي. په (۴۸) لکو ښځو جنسي تیری سوی دی او په زرګونو داسې ښځې هم شته چې جنسي تیری پرې سوی، خو چا يې نه پوښتنه کړې او نه يې پرې سوی جنسی تیری ثبت کړی دی.

په اسلامي نړۍ کې د غرب په پله روان بل پالو او مزدورو واکدارانو د خپل واک په نشه کې په میلیونونو ښځې په کار کولو اړ ایستلې سوې دي، څو تالې څټي واکوال د هغو لپاره هیڅ هم نه کوي. نه اړینې اسانتیاوې چې ورته په کار دي چمتو کوي. نه یې د ترانسپورتي نظام غم خوري، نه یې د اخلاقي ځورونې د مخنیوي لپاره کوم فکر لري، نه یې د ښخینه حقوقو او معاذیرو څوک خیال ساتي. نه یې د اولاد روزنې مهم او حیاتي رول ته چې په اصل کې د انسان روزنه ده چا په هغه سترګه وکتل او ښځې ته دغه لوی امتیاز او درنه ذمه واري او د ماشومتوب دغه تر ټولو ژوندو شتو اوږده موده یعنې دوه نیم کاله د خپلې مور په له مینې ډکه غېږ کې چې د ټول ژوند لپاره د تیاري او ټریننګ موده ده چا له سترګو تیره کړه او دا انسان روزنې دغه لویه سرمایه یې د ډیر لږ مادي معاش په بدل کې له لاسه ورکړه او د بدن برخه ماشوم یې د دایي او پردۍ مور رحم او کرم ته ور وسپاره او نه یې څوک کور، کار، ښوونځي او پوهنځي ته د ور رسولو همت او اندیښنه لري. په داسې حال کې ښځه که څه هم چې د المان لومړۍ وزیره (اینګیلا میرکل) واوسي بیا هم د فطري کمزورۍ او بدني جوړښت د نه کفایت له کبله محرم ته د اړتیا احساس کوي او د پلورل سویو واکوالو په واکولي او لوریدنو کې مسلمانه میرمن، پیغله او نجلۍ د اوباشو او کوڅه ډبو شهوت پالو په رحم او کرم، هر ډول ځورونې او بدو سترګو په بدرګه کې له کوره تر دفتره، ښوونځي او پوهنځي ته رسیږي او بېرته رارسیږي. په دفتر کې هم تر دفتري کار د پردو نارینه وو په منځ کې د ناستې ښځې ځورول لومړیتوب لري او په ښوونیزو مرکزو کې بیا پیغله د (کوایجوکیشن) یا ګډ ښوونیز غربي او پردي نظام په لونډه بازار کې کړیږي.

د برطانیې د تازه ټایم اخبار رپوټ دی چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د ښځې د اسلامي جامې غوښتنه مخ په ډېرېدو ده او په یاد رپوټ کې حواله په یوه ترکي کمپنۍ چې(مو ډا نیسا) نومیږي ور کړله سوي ده او د ښځو د یادې اسلامي جامې غوښتنه اوس د ترکيي له پولو اوښتې. منځني ختیځ، امریکا او ټول یورپ ته رسیدلې ده او د پیشن ښکاروني کمپنۍ یې هم اوس د خپلو موخو لپاره کاروي او غرب چې د سود، غلام جوړوني، غلا او لوڅوني په کار لګیا ده ډاریږي چې چیرته اسلامي جامه نړیواله نه سي.

له پورته څرګندونو معلومیږي چې غرب یا د ښځو د حقوقو دعوه دارانو تر دغه نامه لاندې د ښځو په ټولو حقوقو چاپه اچولې ده او ټول انساني او ښځینه حقوق یې ترې غصب کړي دي. او یوازې او یوازې یې د نارینه د شیطاني او شهواني موخو د استعمال او اقناع لپاره انسان مني.
لله الحمد نن د اسلامي نړۍ په فامیلي، کلیوالي ژوند، ښوونیز او روزنیز نظام کې بدلون راغلی او له ښځو سره دغه احساس په ټول ځواک را ټوکیدلی دی چې یوازې اسلام ده چې د ښځې او د ښځې د حقوقو دعوه یې دعوه ده.

په درناوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx