نظــر

معدن او که ځوان؟

توحيد علي عظيمي
که د معدن په استخراج او خرڅلاو هیوادونو پرمختګ کولای نو اوس به افریقا له امریکا او اروپا ډیره مخکې وه خو برعکس افریقا لاهم د لوږې او بیچارګۍ څخه خلاصه نده.
د معدن استخراج او استعمال د هغوی لپاره ګټور وي چې په خپله یې د خپل تولید لپاره استعمال کړی. د نړۍ ننی جنګ د معدن پورې تړلی دی. که مونږ خپل معدن بل ته ورکړو او هغوی پرې اسلحې او نور لوازم جوړوي چې بېرته مونږ په خپلو معدني موادو ووژني په حقیقت کې د معدن استخراج د بل چا د اقتصادي ماشین د چلولو لپاره داسې مثال لري لکه د دوښمن مرمۍ ته چې باورت ورکړي چې ښه مثال یې د عربو تېل دي چې په خپلو تیلو وژل کیږي او د خپلو تیلو له امله بل ته محتاج دي.
د معدني موادو خرڅلاو په موقت ډول اقتصادي تقویت ورکولای شي ولې که یې په خپله یې استعمال نکړي نو په همدې معدن به دې خلک وژني.

د معدن او انساني سرچینې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینې دي. انساني سرچینه هغه ځوانان دي چې د نوښت په زیږولو له خپل معدنیاتو ګټه پورته کوي. د ځوانانو انرژي له معدن څخه ډېر ارزښت لري. ځوانان په عصري تحصیل سمبالول او د هغوی له انرژۍ ګټه اخيستل هیواد له ټولو بحرانونو څخه ویستلی شي. د ځوانانو رټل، ټکول او توهین د ځوانانو د ناهیلۍ باعث ګرځي او فرار ته اړ کیږی. که د ځوانانو له انرژۍ څخه کار واخيستل شي ارزښت یې له معدنه ډیر دی خو که ځوانان یوازې د جنګي ماشین د چلولو لپاره وکارول شي نو بیه یې ټول افغانستان ته ډیره درنده ده. زمونږ ځوانانو د افغانستان لپاره ډیره قرباني ورکړې ده نو فکر کوم چې اوس یې وخت رارسیدلی د عصري تحصیل زمینه د ځوانانو پرمخ خلاصه کړو او راتلونکې نسل نجونې او هلکان د افغانستان د ابادۍ لپاره کار وکړي.

توحید علي عظیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورعلي

ايله چې يو څوک په کې پيدا شو چې په خبره پوهېږي، ملا صيبانو نه چې پوښتنه وکړې هيواد څنګه چلوئ وايي مونږ ټريلينونه ډالر معدني لرو.
هلکه چې پوهنڅدې بند وي، څېړنيز مرکزونه دي بند د معدني استخراج دا مانا لري چې ته يو کاچاکبر يې يوازې چور او تالان ته ناست يې.
نورې خبرې په پورته ليکنې کې شوي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx