
افغان ۱۹ کلنو ویزو ستونزه حل شوه، ډیر ژر به نړیوال جام کې ګډون په موخه سفر وکړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو کرکټ لوبډلې لوبغاړو ته په نړیوال جام کې د سفر لپاره ویزې ورکړل شوې چې ډیر ژر به یاد هېواد ته سفر وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه یاد خبر تاییدوي او وایي چې لوبډله به نن شپه یا هم سبا چهارشنبه د جنوري په دولسمه سفر وکړي.
د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال پنځوس اوریز جام د جنوري په ۱۴مه نېټه په ویسټ انډيز کې پېلیږي چې افغان لوبډله به په ګروپ سي کې د پي ان جي، پاکستان او زمبابوې لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان او د کرکټ نړیوالې شورا اجرائیه رئیس جیف الردیس په ګډه همکارۍ د افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو د ویزې ستونزه حل شوه چې لوبډله به لومړی انګلستان او بیا ویسټ انډيز ته سفر وکړي.
ښاغلي نصیب خان په دې هکله د کرکټ نړیوالې شورا اجرائیه رئیس څخه د بشپړ همکارۍ مننه کړې او د هغه هڅې يې ستایلې دي.
ټاکل شوې وه افغان لوبډله درې ورځې وړاندې ویسټ انډیز ته سفر وکړي، خو د ځینې سیاسي او کووید-۱۹ ستونزو له کبله ونشو کړی افغان لوبډله په ټاکلي وخت یاد هېواد ته سفر وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ایوینتونو مشر کریس تیتلي تېره ورځ په یوه رسمي بیان کې ویلي وو چې په ګډه یې د افغان کرکټ بورډ سره هڅې پېل کړي چې ډير ژر به ستونزه حل شي او افغان لوبډله به په نړیوال جام کې ګډون وکړي.
د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې تمریناتي لوبې چې د انګلستان او عربي اماراتو سره ټاکل شوې وې لغوه شوي دي.
افغان لوبډله به د نړیوال جام خپله لومړۍ رسمي لوبه د جنوري په 16مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې د ویسټ انډيز په دیاګو مارتین سپورتس کمپلیکس کې ترسره کړي.
همدارنګه خپله دوهمه لوبه به د پي ان جي پر وړاندې د جنوري په ۱۸مه او د پاکستان پر وړاندې په ۲۰مه نېټه ترسره کړي.