ادبي لیکني

یو یادښت، یوه ننداره – ۱

دادمحمد ناوک

د کابل پسرلی بې له هغه زړونه تخنوي، خو کله چې د جوزا په لومړیو کې غرمه مهال نرۍ وریځ هم شي، یوه جلا ننداره به جوېږي. همدغسې ننداره کې له دارالامانه مخامخ پر دهمزنګ په پښو یوازې را روان وم، مخامخ غره ته مې وکتل، وکتل او دغسې يې تر ګوملې ورسولوم، د جلغوزو پر ونو رنګین غرونه، چې له هرې درې به يې د نرم شعر غږ پورته کېده، چې ور نږدې به شوې، کوم ځوان به تازه ږمنځ کړې څڼې په اوږو اچولې وې، سیوري ته به يې ډډه کړې وه او د ام‌پې ترې غږ به يې د زړه ټولې کیسې را سپړلې:
نن شه ماتل، سبا به لاړ شې په رڼا زېړ مازیګر دی
د لمر سترګه ډوبېږي خدای خبر دی
چې چېرته به دې شپه وي!
یا خو ماتل شه یا به زه درسره ځمه، ډېر خطر دی
د لمر سترګه ډوبېږي خدای خبر دی
چې چېرته به دې شپه وي!
مخامخ غره کې مې مج.اهد لیده، چې اوږد ټوپک يې په اوږه دی او تر شا ورپسې ګڼ کمیسې مېرمن په ګړندیو ګامونو خېژي، له هغې خوا د توپونو ډزې را کېږي او دا جګړه د انګریزانو او د غازي محمد جان خان وردګ د سرتېرو تر منځ ګرمه ده، غازې ادې له کټوازه ورسره ملګرې ده او دا شېبه پر همدې دنګ غره د خپل غرور ننداره وړاندې کوي.
جګړې شدت واخیست، سرتېري ور بدل شول، له دې خوا ډډه تشه شوه او جګړه د اسمايي غره بلې لمنې ته واوښته، د تکبیرونو ځوږ دښمن شاتګ ته اړ کړی و، د درنو وسلو غږونو غوږونه څېرل، چې په منځ کې يې تېره کوکه پورته شوه! اخخخخ غازې ادې ټپي شوه!
ادې همدلته د غرله په بېخ کې دفن ده، خو زما له دې غره کرکه وشوه، چې ولې دومره بې همته شو، ولې يې شل کاله پر مغرور سر د کفر قدمونه ومنل، ولې يې دا عظمت د پردیو تر پښو لاندې شو، ولې لا هم زما ستړی مج.اهد د ګوملې په تنګو درو کې ور خراب شوی موټرسایکل کشوي او تر خړو ګردجنو څڼو يې خولې څڅېږي؟؟؟
لکه دا غر چې د ټرمپ عسکر وي، لکه همدا غر چې زما مج.اهد نه را پرېږدي، لکه دغه غر چې د بې دوه‌پنځوس جاسوس و، لکه دې غره چې زما پر ملت پردي تپلي وي!
ټکان مې وخوړ، ځان ته مې ور وتوکل، عمر لوی وي، له ما پوښتنه کوي:
ـ دلته شل کاله کافران و او دا خلک هم دلته و؟
ـ خود و!
ـ نو دوی لمنځونه کول، کلیمې يې ویلې؟
ـ څنګه يې نه ویلې!
ـ نو بیا يې کافر څنګه پرېښود!؟
مړه خوله مې تر پښو ورسېده، عمر ته مې ځواب نه لاره، ما پرې ځکه عمر نوم کېښود چې د ولی‌الله حضرت ام.رالم.ؤمنین م.لا محمد ع.مر مج.اهد رحمه الله تاریخ ژوند کړی، بدل سړی شي، تاریخ‌ساز سړی شي، داسې سړی شي چې پر امت احسان وکړي؛ خو اوس يې زه پر وړاندې بې ځوابه یم!
««»»»
ځان ته مې ټکان ورکړ، اوس پسرلی نه، ژمی دی، د کابل دنګ مسلمان غرونه پر سپينه واوره پوښلي، زه موټر کې دفتر ته روان یم او مخامخ د همدې دنګ غره په بېخ کې دهمزنګ څلورلارې کې سپین توغ رپېږي او شاوخوا عمري سرښندویان د یخ، لوږې، نیستۍ او ټولو مادي نیستیو سره سره پر لوړ، معنوي دیني مورال د امنیت لپاره ولاړ دي!
موږ د داسې ستر نعمت لایق نه یو، دا د لوی رب عظیم احسان او د ولی‌الله حضرت ام.رالم.ؤمنین م.لا محمد ع.مر مج.اهد رحمه الله د کراماتو ډاګیزه ننداره ده!
یا ربه، دا نظام ستا پر لار ثابت وساته!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx