روغتیا

امریکا کې لومړي ځل یوه کس ته د خنزیر زړه پیوند شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۴۰۰ل): په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره یوه امریکایي کس ته د زړه پيوندکاري جراحي عملیاتو وروسته په جینیتکي توګه د خنزیر زړه پیوند شوی دی.

دا جراحي عملیات د طبي علومو په برخه کې یوه تاریخي بریا ګڼل کیږي، چې د امریکا میریلنډ پوهنتون د زړه جراحي یوې ډلې ترسره کړی دی.

د بي بي سي له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په یاد کس کې د خنزیر زړه لګول ددې د ژوند لپاره وروستۍ هيله بلل کېده، او دا هم معلومه نه ده چې راتلونکي کې به تر څه وخت پورې د ژوندي پاتې کېدو امکان وي.

د زړه پیوندکارۍ جراحي ډاکټران وایي چې د 57 کلن ډیویډ بینیټ روغتیایي وضعیت د عملیاتو وروسته تر درېمې ورځې ښه دی.

ډیویډ بینیټ ښي لور ته له جراح ډاکتر بارټلي ب. ګرفیفس

د یاد راپور له مخې، له عملیاتو وړاندې یاد ناروغ وویل، ؛یا به مړ کېدم او به مې د زړه پیوندکاري عملیاتو ته غاړه کېښوده، دا په تیاره کې د غشي ویشتو په څېر ده خو زما لپاره همدا وروستۍ لاره وه».

روغتیا پوهان وایي، د زړه پیوندکاري د کلونو څېړنو لاسته راوړنه وه او بریالیتوب یې په راتلونکي کې د ډیرو پر ژوند مهم اغیز کولی شي.

— University of Maryland.

د روغتیا پالانو هغه ډله کې چې دغه جراحي عملیات یې کړي، یو پاکستانی ډاکتر منصور محی الدین هم شامل دی.

نوموړي د پاکستان خصوصي تلویزوني شبکې جیو نیوز سره د خبرو پرمهال وویل، «په لومړي کې موږ باید وګورو چې ایا د انسان بدن یو بهرنی غړی مني که نه ځکه کله کله داسې پېښيږي چې پيوند شوی غړی ښه کار کوي خو د انسان بدن سره یې تړون سمون نه خوري».

هغه زیاتوي، «موږ د ډیرو حیواناتو تجربه وکړه چې زړونه یې انسانانو ته پیوندکاري کړو، په دې هکله د بیزوګانو لومړۍ تجربه ناکامه ثابته شوه، خو د خنزیر زړه چې د ډیر عمر وي د یوه بالغ انسان د زړه برابر وي، همدا لامل و چې دغه تجربه په لومړي ځل بریالۍ شوه».

په دغه عملیاتو شاوخوا یو ملیون ډالر ډیر لګښت راغلی، او د ډاکټر منصور په وینا، دا لګښت ځکه ډېر و، چې دې کې د خنزیر په زړه کې لس ډوله جینیاتي بدلونونه راوستل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx