
غازيانو! رسول الله ﷺ خپل کړئ!
عبيدالله رقيب
مکه مکرمه چې فتح شوه؛ عرب قبائل ټولی ټولی راتلل، له رسول الله ﷺ سره يې بيعت کاوه او له اسلامي نظام سره يو ځای کيدل…
مګر د هوازن او ثقيف په نوم دوو قبېلو سرکشي وکړه، فيصله يې وکړه چې د اسلامي لښکرو له ورتګه مخکې به د جنګ تياری نيسي او په مسلمانانو به بريد کوي…
دغو دوو قبيلو خپل عمومي مشر مالک بن عوف وټاکل؛ مالک امر وکړ چې ټول نارينه، ښځينه، ماشومان مرييان، حيوانات او په هر کور کې چې هرڅه وي راووځئ… په اصطلاح “خيزش مردمی” يې وکړ…
د دې لپاره يې هرڅه د جګړې ډګر ته بهر کړل چې جنګيان يې د خپلو ښځو له شرمه او د خپلو ماشومانو او مالونو د ساتنې لپاره، هغه د چا خبره د وينې تر وروستي څاڅکي؛ وجنګېږي…
رسول الله ﷺ ته دغه خبر راغلی، نو يې لښکر تیار کړ، لس زره د مکې فاتحين غازيان ورسره وو، دوه زره نوي مسلمانان ورسره ملګري شول په دوی کې اتیا نفره هغوی هم شامل ول چې لا يې اسلام نه و قبول کړی؛ يعنې رسول الله ﷺ په خپل لښکر کې ځيني مشرکينو ته هم د ګډون اجازه ورکړه، ځکه له هغوی نه د ضرر خطره نه وه او د فوقيت دعوه يې هم نشوای کولای بلکي له عادي احساس سره روان ول…
جګړه ونښته, خو دښمن کمين نيولی و او د اسلامي لښکر له ورتګ سره يې داسي غشي وار کړل لکه د ملخانو سيل; د مسلمانو لښکر شکست وخوړ, شاته لاړل…
هغو خلکو چې لا يې زړونو ته اسلام نه و ننوتی مختلفي تبصري وکړې
ابوسفيان وويل: د اسلامي لښکر دا شکست به تر سمندره تم نشي.
د صفوان ورور وويل: “اوس يې هغه سحر مات شو چې موږ يې ورباندي مات کړي و”.
یوبل نفر وويل: د محمد (ﷺ) او د هغه ملګرو د ماتي زيری درکوم والله داسي شکست يې وخوړ چې هيڅکله بې جبران نکړي.
خو دا چې اسلامي لښکر د رسول الله ﷺ غوندي رهبر لرل, داسي رهبر چې په قاموس کې يې د شکست په عنوان څه نه و, داسي رهبر چې په ټول تاريخ کې د شکست پېښه نه لري; دا وار هم د جنګ په ډګر ولاړ و او د لښکر د منسجم کولو هڅه يې وکړه؛ هلته ورسره د څلورو يارانو په ګډون څو نور غازيان هم د غشو ترباران لاندي, ملګري و.
لښکر بيا منسجم شو او دښمن ته يې داسي ماتي ورکړه چې مالونه يې په ميدان شيندلي, اولادونه يې په ډګر پرېښودل دوی پرواز وکړ…
د ميدان له ګټلو وروسته رسول الله ﷺ غنيمتونه حساب کړل، پنځمه يې ورنه بيله کړه او بيا يې هغو خلکو ته ور وويشله چې همدا اوس اوس يې د دوی په ضد تبصرې کولې…
ابوسفيان ته يې سل اوښان او څلويښت د سرو زرو “اوقيي” ورکړې او د هغه هر يو زوی (معاويه – يزيد) ته يې هم دغومره حساب ورکړ. ابوسفيان ورته وويل : له تا مې مور او پلار قربان شه, ته خو په سوله او جنګ دواړو کې سخي يې.
حکيم بن حزام ته يې هم سل اوښان او څلويښت د سرو زرو تکړې ورکړې; خو هغه بيا غوښتنه وکړه او رسول الله ﷺ هغومره حساب نور ورکړ; هغه بيا غوښتنه وکړه؛ رسول الله ﷺ هغومره حساب نور ورکړ..!
همدا رنګه عيينه بن حصن, اقرع بن حابس عباس بن مرداس او ډيرو ته يې دغومره حساب ورکړ.
صفوان بن اميه چې لا مسلمان شوی هم نه و, د اوښانو او پسونو ګله/رمه يې ترنظر شوه او بيا بيا يې تر څرک ورته کتل. رسول الله ﷺ ورته وويل: لکه چې خوند يې درکړ? صفوان وويل : هو. رسول الله ﷺ ورته وويل واخله دا ستا شوې!!
وروسته يې په عام تقسيم پيل وکړ هر پياده غازي ته څلور اوښان او څلويښت پسونه ورسيدل…
خو يو (منافق) وويل چې په دې تقسيم کې هيڅ د خدای رضا په نظر کې ونه نيول شوه.! رسول الله ﷺ داسي په غضب شو چې مخ مبارک يې تک سور واوښت، بيا يې وويل: “هلاکت دي وي, که زه عدل نه کوم نو بيا څوک عدل کوي?! ” مګر خپل غضب يې کابو کړ او د ځان په خاطر يې هماغه سړي نه انتقام وانخيست.
کله چې د مدينې انصارو وليدل چې رسول الله ﷺ د مکې خلکو ته دومره زيات اموال ورکړل خو دوی ته يې يواځي خپل حق ورکړ نو ځينو يې پټې پټې ګيلې وکړې!
رسول الله ﷺ يې په ګيلو خبر شو او اعلان يې وکړ چې انصار يو ځای کې راټول شئ چې بل څوک درسره نه وي.
بيا د انصارو ټولۍ ته ورغی، د تير وخت څه يادونې يې ورته وکړې؛ دوی يې د تير هغو خپلمنځي نفرتونو, دښمنيو, وژنو, غربتونو او بي دينيو ته متوجه کړل چې د رسول الله ﷺ له ورتګ مخکي دوی ورباندي مبتلا وو; بيا يې ورته وويل دا هرڅه ناخوالې اللهﷻ درنه وانخيستلې? امن, ورورولي او دینداري درته رانغله? هغوی وويل بالکل…
رسول الله ﷺ ورته وويل د مکې خلک تازه له شرکه راوتلي دي، قدرت, منصب, دبدبه, اموال او حيثيت يې له لاسه وتلي دي، زړونه يې زخمي زخمي دي.. ما غوښتل په دغو مالونو د هغوی زخمونه درمل کړم اسلام او مسلمانانو ته يې مائل کړم; ای انصارو ايا تاسي په دې کمه دنيوي متاع باندي په غضب شوئ?! ما خو تاسي هغه اسلام ته حواله کړي واست چې په زړونو کې مو ثابت او برقرار دی ايا ستاسو اسلام هم ولړزيد?! ای د انصارو ټولۍ! تاسو راضي نه ياست چې خلک پسونه او اوښان له ځانونو سره يوسي او تاسو د اللهﷻ رسول ﷺ درسره يوسئ?! قسم په هغه ذات چې د محمد (ﷺ) روح يې په واک کې ده که ټول خلک په يوه دره او انصار په بله دره لاړ شي زه به د انصارو په دره ورسره ځم, يا الله په انصارو رحم وکړې د انصارو په اولادونو رحم وکړې…
له دغې وينا سره انصارو دومره وژړل چې ږيرې يې په اوښکو لمدې شوې… بيا يې په يو غږ سره وويل: ” موږ د رسول الله ﷺ په برخه او تقسيم باندي راضي يو”…
خبره مې دا کوله : ای د وخت غازيانو!
شرائط سخت دي, د افغانانو ترمنځ پنځه لسيزې مستقيم نفرتونه کرل شوي, جنګونه او قتلونه شوي دي، بې باورۍ او بې انصافياني ايجاد شوې دي, د خلکو په اذهانو منفي منترونه ويل شوي، مسحور شوي او وحشتونو ته جوړ شوي دي، د پرديو واکمني افتخار ورته ښکاري…
لهذا مالي قرباني ورکړئ او زړونه بيرته فطرت ته مائل کړئ, افغانان افغانستان ته ژمن کړئ, افغانان چې په هر نوم او هره نظريه دي ورته ثابته کړئ چې ګټه مو په مستقل افغانستان کې ده, ورته ثابته کړئ چې د پرديو له نوکريو پرته هم تاسي ته افغانستان هرڅه درکولای شي;
قدرمنو غازيانو!
مال او دولت د اللهﷻ په نزد د غوماشي د وزر ارزښت هم نه لري، کنه خپلو دښمنانو ته يې دومره شتمني نه ورکوله; نو تاسو چې د اللهﷻ په لاره کې سرونه قربانوئ, مالونه هم قربان کړئ?! ولي په خپلو هيوادوالو بيت المال ونه لوروئ? حال دا چې مشرکين هم نه دي، لکه صفوان چې هغه وخت لا مشرک و خو رسول الله ﷺ ورته د بيت المال پوره دره لوی او واړه حيوانات ورکړل !. د نړۍ لوی سرمايه داران کفار دي خو اللهﷻ ورته د ټولو مسلمانانو نه زياته شتمني ورکړي ده؛
عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ , قَالَ : كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِذِي الْحُلَيْفَةِ , فَإِذَا هُوَ بِشَاةٍ مَيِّتَةٍ شَائِلَةٍ بِرِجْلِهَا , فَقَالَ : ” أَتُرَوْنَ هَذِهِ هَيِّنَةً عَلَى صَاحِبِهَا , فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ , لَلدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ عَلَى صَاحِبِهَا , وَلَوْ كَانَتِ الدُّنْيَا تَزِنُ عِنْدَ اللَّهِ جَنَاحَ بَعُوضَةٍ , مَا سَقَى كَافِرًا مِنْهَا قَطْرَةً أَبَدًا ” سنن ابن ماجه.
قدرمنو غازيانو!
رسول الله ﷺ فرمايې چې د اللهﷻ له خوا به غازيانو ته داسي معاش ورکړ شي چې دوی به يې په ليدلو سره هيله وکړي چې بيا نړۍ ته راشي او بيا شهيد شي, بيا راشي او بيا شي او بيا بيا راشي…
خو دا معاش د هغو غازيانو لپاره وي چې په دنيا کې د اللهﷻ د دين او د مسلمانانو د يووالي لپاره جنګيدلي وي, مال او دولت يې هدف نه وي؛ د دې هدف لپاره له دنيوي مال او دنيوي ژوند نه تير شوي وي…
نو راځئ د هيواد د ازادۍ لپاره مو سرونه قربان کړل د هيوادوالو د اتحاد لپاره به مالونه قربان کړو؛ مالونه به ورکړو او زړونه به خپل کړو.
په قراني ايت کې څلورم نمبر هغو خلکو ته د زکات ورکولو امر شوی چې هيڅ د زکات مستحق نه دي، مګر يواځي د دې لپاره چې زړونه يې راخپل شي او د پرديو غيږې ته لاړ نشي; هغه زکات چې ابوبکر صديق رضي الله عنه يې په را ټولولو کې خپل فطري نرمښت مات مات کړ، عمر غوندي جلالي انسان ورته د نرمښت وړانديزونه کوي خو ابوبکر وايې چې والله چې يوه سېرلۍ يې رانه ګرزولې وي خوبه جهاد ورسره وکړم؛ په دومره سختو شرائطو زکاتونه ټولوي او بيا يې داسي خلکو ته په مفته ورکوي چې هيڅ يې مستحق نه دي; ځکه چې له اتحاد پرته ملت نه جوړېږي, نظام نه جوړېږي, امن نه راځي, استقلال نه راځي… او دا ټول هغه څه دي چې مومنان ورته سرونه قربانوي نو مالونه څه دي!
قدرمنو غازيانو!
مشران چې چاته موټر, پيسې, نور ماديات يا القاب ورکوي تاسو يې په ځانونو مه درنوئ; ستاسو نيتونه به د اسلام بری او د مسلمانانو اتحاد وي; په دې نيت او مالي قربانۍ سره تاسو د اللهﷻ رسول ﷺ ترلاسه کولای شئ لکه انصارو چې مالونه ورکړل رسول الله ﷺ يې ترلاسه کړ; د رسول الله ﷺ اکثره ويناوې اصولي بڼه لري، تر يو وخت او يوې پيښې تړلې نه دي; هغوی ته يې د مال په قربانولو د خپل ځان د ورکولو ژمنه پوره کړه نو شايد تاسو ته هم هماغه ژمنه عملي شي..
د محشر په ورځ چې نورو د موټرو او ډالرو حسابونه اخستي وي او تاسو د رسول الله ﷺ ترڅنګ روان ياست ايا تردې د لويي بريا تصور کولای شئ!
قدرمنو غازيانو!
ځيني خلک منصب د معاش لپاره غواړي; که مشران مو دغسي خلکو ته منصب ورکړي نو معنی يې دا نه ده چې په ملت يې مسلط کړل، بلکي د ملت مزدور يې کړ; ځکه دوی خپله له منصب نه د مزدورۍ کار اخلي؛ نو يواځي د خيانت په صورت کې ورباندي انتقاد کوئ له منصب سره يې حساسیت مه ښيئ; ستاسو ملګرو په ځانونو بارودي صدرۍ تاو کړې دي ترڅو داسي نظام ته لاره هواره کړي چې رسول الله ﷺ تاسيس کړی و, نو د چوکۍ او موټر په بهانه د رسول الله ﷺ له مسيره مخ مه اړوئ ; خلکو ته پيسې, موټرې, اجرتي چوکۍ ورکړئ او نړۍ ته ثابته کړئ چې تاسو ته دا شيان هيڅ ارزښت نه لري, بلکي تاسو ته د ولسونو اتحاد, د هيواد خپلواکي, د اسلام بريا او د ملت ګټې مهمې دي; څنګه چې مو د سرونو په قربانۍ نړۍ قائله کړه همدغسي د چوکیو او مالونو په قربانولو هم هيودوال راټول کړئ او نړۍ ته ثابته کړئ چې هيڅ هیوادوال به د دوی مرستې او د دوی غيږې ته مجبور نکړئ.
هو, عدالت لازمي دی, وروسته که يې له مال او منصب نه ناوړه کار اخيست په هغوی باندي عدالت تطبيق کړئ او د ضرر مخه يې ډب کړئ.
وفقکم الله تعالی وجزاکم الله خيرا کثيرا.
عبيدالله رقيب