ټولنیزه برخه

حجاب زندان نه بلکې ډال ده!

احمد منصور

مزدورو رسنيو په تېرو شلو کالو کې ډېر زهرجن تبليغات کړي، د ښارونو خصوصاً د پلازمنې کابل هېواد والو په ذهنو يې ښه کافي کار کړی هڅې يې کړې څو دلته غربي کلتور او هندي تهذيب مروج کړي له اسلامي دين سره يې ناشنا کړي او افغاني کلتور يې ترې هېر کړی، رسنيو په دې پيمانه ځوان نسل له اسلامي احکامو سره ناشنا کړی چې اوس د امربالمعروف له لور کوم شرعي فرامين نشر کيږي او خلک عملي کېدو ته يې رابولي ورته ظلم يا کوم جبري عمل معلوميږي حال دا چې په نفعه او له ډېرو حوادثو يې د نجات لپاره دي

ګرانې د کابل خورکۍ:
زه تا ملامته نه بولم، شل کلن ماحول دا ډول جوړ وو چې نن ته له شريعت يو ډول ويره محسوسوې د حجاب مراعاتولو امر چې درته شوی ظلم او زندان درته معلوميږي خو زه دې د يو ورور په حيث مکلف يم چې ستا ذهن سازي وکړم مزدورو رسنيو چې ستا زړه کې له شريعت کوم ترهه او ډار اچولی غواړم لرې يې کړم

محترمې خورکۍ:
شرعي حجاب د الله تعالی او د هغه د رسول (صلی الله عليه وسلم حکم ده) دې دغه حکم منل پر تاسو مسلمانو مېرمنو فرض دي خورکۍ که ته په کوم تعليمي مرکز کې زده کړې کوې يا يې استاذه يې ، يا بله کومه صحي زراعتي او رسنيزه اداره کې دنده لرې ضرور به د همدغې ادارې قوانين او ضوابط موجود وي که مراعات يې کړې تر ډېره به پکې درنګ تېر کړې خو که يې مخالفت وکړې سزا يې اخراج ده.

نو ګرانې خورکۍ الله تعالی دا دنيا ځمکه او آسمان پيدا کړي په دنيا کې مختلف مخلوقات يې پيدا کړي څه فکر کوې قانون به يې ورته نه وي را لېږدولی؟! ولې نه اسلام تنها دين نه ده بلکې قانون هم ده چې چا منلی هغه نر ده که مېرمن مکلف/مکلفه ده چې احکام يې په ځان عملي کړي او د نه عملي کېدو په صورت کې د دونيا او اخرت له خسران / تاوان سره هم مواجې کېدای شي که نن تاته د اسلامي حجاب کولو امر شوی په مينه يې ومنه هم به دې ځان او هم به دې نور له ګناه ژغورلي وي حجاب زندان ونه بولې بلکې دا له انسي ليوانو څخه د ځان ژغورلو يو ډال يا يوه وسله ده خورکۍ پوهيږم په همدې کابل کې را ستره شوې له نن شپږ مياشتې يا اوه مياشتې مخکې حالات به دې هم په ياد وي چې د دندې يا تعليمي مرکزه پورې به تلې په لاره به کوڅه ډبو زورولې څه فکر کوې که تا په هغه وخت کې شرعي حجاب مراعات کولی هغوي به ستا په لور در کتلي وی يا به يې تاته ناسم الفاظ کارولي وی ؟! نه بلکې هغوي به ستا له حجاب درک کړې وه چې يوې معززې کورنۍ سره يې تعلق ده دا جرأت به يې هېڅ کله نه وو کړی ستونزه هغه وخت همدا وه چې په کابل کې د آزادې ديموکراسۍ تر اثر لاندې مېرمنې په دا پيمانه راغلې وې چې آن د ځانو ژغورلو وسيلې څخه يې هم کرکه کوله او بيا به يې له همغو لوچکانو شکايتونه هم درلودل حال دا چې د هغوي په لارو کوڅو کې د درېدو لامل خپله ښځې وې چې لوڅ مخ ګرزېدې.

د کابل خورکۍ!
د مؤمنو ښځو مثال د ملغلرو ده چا سره چې ملغلرې وي له دې ويرې چې څوک يې پټې نه کړي يا ماتې نه شي نو په بکس کې ساتي تاسو هم قيمتي ياست ځکه د حجاب حکم شوی که تاريخ ولولې نو درته جوته به شي چې کوم حقوق اسلام ښځو ته ورکړي هېڅ بل دين نه دي ورکړي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) له بعثت دمخه جهالت او تاريکي تر دې اندازې وه چې ښځه لعنت بلل کېده د چا به چې لور يا خور پيدا شوه پرې شرمېدل او ژوندۍ به يې خښولې دا خو اسلامي دين وو چې ښځه يې انسان وبلله او د حقوق د ورکړې حکم يې رب العزت وکړ.

خورکۍ!
کوم خلک چې نن تاته حقوق غواړي او د حقوقو په نوم دې له کوره راباسي واقعيت دا دی چې هغوي ستا د حسن غله دي ته په يوې قدرمنه او مسلمانه کورنۍ کې زيږدلې يې غواړي ته هم د غرب د ښځو په څېر د بې ادبۍ بښنه غواړم ليلامه شې دا چې تا د غرب د ښځو آزادي اورېدلي خو لا نه يې پوه چې هلته د هغوی آزادي کوم ډول ده.

ګرانې خورکۍ!
په غرب کې ښځه د کاغذ تشناب او یک بار مصرفه اشياوو په څېر کارول کيږي نران په ښځې خپل جنسي فقر بډايه کوي هلته ښځې سره حيواني چلند کيږي د زامنو پالنې ته نه پرېښودل کيږي د رضا زنا عامه ده خو اوس هلته په زور زنا ته اړ کيږي ښځه په غرب کې مکلفه ده څو ځان ته يې را وګټي خاوند، ورور او زوي ځان مکلف نه بولي چې نفقه ورته راوړي بلکې ښځه آن د رخصتيو په دوه ورځو کې بايد کار وکړي که يې نه کوي د حکومت له لوري دومره څه ورکول کيږي چې پرې ژوندۍ وي.

د کابل خورکۍ!
له شرعي حکم څخه د ځان برائت بهانې مه لټوه دا معقوله نه ده چې زه په نس مړه نه يم نو شرعي حکم هم نه عملي کووم د رسول الله( صلی الله عيله وسلم) سيرت او اسلامي تاريخ مطالعه کړه کله چې د مکې مشرکينو په پغيمبر (عليه سلام) کورنۍ او اصحابو يې اقتصادي بنديز ولګاوه اخيستل او خرڅول يې ورسره بند کړل نور خلک يې هم نه پرېښودل چې څه ترې واخلي يا پرې خرڅ کړي دغه حالت درې کاله دوام وموم په دومره موده کې هېڅ کوم صحابي کوم شرعي حکم څخه انکار ونه کړ حال دا چې د ونو پاڼو خوړل يې غوره وبلل خو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته يې شکايت ونه کړ مونږ هم مسلمانان يو الحمدالله اسلامي نظام لرو دا چې اقتصادي بنديزونه دي شايد دا د رب امتحان وي يا زمونږ په خير وي او دا بنديزونه مو په خپلو پښو د درېدو لامل شي.

خداي دې وکړي چې دا څو کرښې محترمې خورکۍ درباندې درنې نه وي تمامې شوي اميد لرم بلکې باوري يم چې شرعي حجاب به په مينه مراعات کړې تل با عزته او محجوبه اوسې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

ښاغلی متقي، يوه محاسبه له ځان سره هم وکړه چې موږ په ورځ کې پينځه وخته لمونځ کوو، نو په کال کې 1825 لمونځونه کيږي او دا بيا په شلو کلونو کې 36500 لمونځونه کيږي، نو تاسې خپله شخصًا او نه ستا په دې ډله کې چې دېته سوچ وکړ چې آخر به څه کيږي؟ او د چا لپاره جنګيږو؟ د مولانا فضل الرحمان پلار مولانا مفتي محمود ويلي وو چې ((شکر دی چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې ما ګډون نه دی کړی او په دغه ګناه کې زه ورسره شريک نه يمه.)) او غفار خان بابا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx