افغانستان

دفاع وزیر: ګاونډي هېوادونه دې زموږ حوصله نه ازمايي؛ زموږ چورلکې او الوتکې دې بېرته راکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ملي دفاع وزیر ملامحمد یعقوب پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی دی چې د افغانستان د هوايي ځواک اړوند چورلکې او پوځي الوتکې دې دوی ته وسپاري.

ښاغلي ملا یعقوب د افغانستان هوايي ځواک هغه لسګونه چورلکو او نظامي الوتکو ته اشاره کړې چې د تېر رژیم د سقوط پر مهال پخوانیو نظامي او ملکي چارواکو  ګاونډي ازبکستان، تاجکستان او عربي امارات ته وتښتولې.

د ملي دفاع وزیر د افغانستان هوايي ځواک مربوط د دغو چورلکو چې په ګاونډيو هیوادونو کې افغانستان ته د بېرته سپارلو غوښتنه نن په کابل هوايي ډګر کې د هوايي ځواک یوې غونډې ته وکړه.

ښاغلي ملا یعقوب دغه غونډه وویل چې ګاونډيو هیوادونو ته تښتول شوې چورلکې او الوتکې چې اوس دغه هیوادونو له ځان سره ایساري کړي دوی ترې غوښتنه کوي چې بېرته یې افغانستان ته ورکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه چورلکې او الوتکې د افغانستان شتمني ده او مالک یې افغانستان او د افغانستان ملت دی او دوی هيڅکله د دې اجازه نه ورکوي چې بهر کې پاتې شي یا ورڅخه څوک استفاده وکړي.

د ملایعقوب څرګنده کړه چې دوی به ددغو طیارو د هر نټ و بولټ حساب له دغه هیوادونو سره کوي او په ډير احترام ترې غوښتنه کوي چې د دوی حوصله دې نه ازمايي او دوی دې نه مجبوروي چې په ورته عمل باندې لاس پورې کړي.

د ملي دفاع وزیر وویل چې افغانستان ولو که نسبتا ضعیف دی، او د دوی د حکومت ابتدايي شپې دي او د ګاونډیو هیوادونو په پرتله  پر پښو هم ولاړ نه دي خو دوی بې غیرته نه دي چې چاته د دوی د شخصي شتمنیو د اخیستلو اجازه ورکړي.

هغه ګواښ وکړ چې هغه هیوادونه چې د افغانستان چورلکې او الوتکې یې ایسارې کړي دي دی ترې غوښتنه کوي چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته وسپاري او که یې نه سپاري نو دوی بیا کولای شو چې د خپل وس مطابق عکس العمل وښيي.

ملایعقوب وویل: «موږ ډېر حوصله کړې او صبر کړی نور مو حوصله او صبر تمامیږي.»

د یادونې وړ ده چې اوسمهال یواځې د ازبکستان په یوه پوځي اډه کې د افغانستان هوايي ځواک ۴۶ الوتکې او چورلکې ولاړې دي. په دغه چورلکو کې بلاک هاک امریکايي هلیکوپترې چې د افغانستان هوايي ځواک اړوند دي هم شاملې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

تاجکستان او ازبکستان بايد بى له ځنډه له ښه نيت له مخې ژر تر ژره د افغانستان جنګي الوتکې د افغانستان اسلامي امارت ته وسپاري. او باید د افغان ولس ښيګڼې فراموش نه کړي چي د روسانو د يرغل نه افغانستان ته را مهاجر او افغانانو ورسره د وروڼو سلوک وکړ. تاجک او ازبک بايد د افغان ولس سره دوستي ولري نه دښمنى. مننه

طوطی

وزیر دفاع دی ژوندی وی خو ښه خبره به دا وی چی هغه طیاری چی مونږه د روسانو په وخت کی پاکستان ته انتقال کړې هغه دی هم وغواړی.

عبدالله

آفرین شه ستا په غيرت او زړورتوب ملا صیب

عبدالمالک همت

محترم مولوي صاحب محمد يعقوب د ګران افغانستان د دفاع اتل وزير دي ژوندی او روغ او بريالی وي. د افغانانو وياړ دي، خدای ورښتيا چي دغسي کسان مي د زړه له کومي خوښېږي الله دې امثال دېر کړي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx