افغانستان

کابینې بودیجوي کال د پيليدو وخت ته تغیر ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت سرپرستې کابینې په وروستۍ غونډه کې د بودیجوي کال د پیلیدو وخت ته تغیر ورکړ.

د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست وايي چې د کابینې د تېرې ورځې غونډې د اجنډا مهمه موضوع د بودیجوي کال ټاکل او د ماليې وزارت لخوا د ضمیمه بودیجې د طرحې ارزول و.

یاد ریاست د مطبوعاتي اعلامیې له مخې کابینې په دغه ناسته کې د هجري شمسي کال د جدي میاشتې څخه د بودیجوي کال پيلیدل لغو او د کال د لومړۍ میاشتې (حمل) د لومړۍ نېټې څخه د نوي بودیجوي کال پيلیدل تصویب کړ.

د کابینې په وروستۍ غونډه کې همدا راز د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وروستیو درې میاشت (جدي، دلو، حوت) لپاره د ماليې وزارت لخوا چمتو شوې بودیجې طرحه هم له کوم تغیر او تبدیل پرته تصویب کړ.

د چارو ادارې ویلي دي چې په تېرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د هیواد بودیجه د بهرنیو مرستو پرته د داخلي امکاناتو پر اساس جوړیږي.

د چارو ادارې نه ده واضحه کړې چې د وروستیو درې میاشتو لپاره څومره بودیجه او کومو برخو ته کابینې تصویب کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx