افغانستان

اسلام اباد کې افغان سفیر د استاد حبیب الله رفیع پوښتنې ته ورغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱  مرغومی، ۱۴۰۰ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې سرپرست سفیر (شارزدافېر) سردار احمد شکيب استاد حبیب الله رفیع پوښتنې ته روغتون ته ورغلی دی.

استاد ‎ رفیع له تېرو څو ورځو راهیسې د سختې ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر و او تېره ورځ اسلام اباد ته د تداوۍ لپاره وړل شوی دی.

افغان سفارت خبرپاڼه وايي چې «ښاغلی استاد رفيع له کابل نه وړمه ورځ اسلام اباد ته د شکرې ناروغۍ د ډيرښت له امله راوړل شوی؛ اوس يي حالت د بهترۍ پرخوا دی.»

سفارت خبرپاڼې زیاته کړې چې افغان سفیر د افغان سفارت په استازيتوب استاد رفيع ته د هر ډول همکارۍ او خدمت ډاډ ورکړ.

استاد رفیع دیني زده کړې کړي دي، او پر گڼ شمېر چاپ شويو اثارو چې د ۸۰۰ په شاوخوا كې مقالې دي ليكلې دي.

هغه د سلو په شاوخوا كې په علمي، ملي او نړيوالو سيمينارونو كې برخه اخیستې ده؛ دغو سيمينارونو ته يې رسالې وړاندې كړې او دفاع يې ترې كړې ده.

ليکوال حبيب الله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه د سرو زرو مډالونه او يو د لويې جرگې مډال هم وركړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

انا لله و انا الیه راجعون. الله د مغفرت کړی سړی لا د مخه مړ شوی دی.

همداسی د پاکستان د طالبانو پخوانی ویاند محمد خراسانی په ننګرهار ولایت کی د آی اس آی لخوا په شهادت رسیدلی دی. طالبان د امنیت خبری کوی خو پنجابیان بیا په رڼا ورځ خپل عملیاتونه په افغانستان کی جاری ساتلی. تر هغو چی ورسره د امارت همکاری نوی فکر نکوم چی آی اس آی به دومره زړور وی چی په خپل سره په رڼا ورځ عملیات په داخل د ښار کی وکړی. طالبان باید خپل صفونه د پنجابیانو څخه هم پاک کړی.

عبدالمالک همت

د ګران استاد څېړنوال حبيب الله رفيع له ناروغي او پاکستان ته د درملني لپاره د هغه لېږلو څخه خبر سوم ډېره مي خوا په بده سوه الله سبحانه دي سمدستي روغتيا ورکړي. افغان سفير ښاغلي سردار احمد شکيب صاحب ته دي لوی څښتن اجرونه ورکړي او مننه ځني کوم چي د ګران هيواد د دې نامتو عالم پوښتني (عيادت) ته ورغلی دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx