دیني، سیرت او تاریخ

د حضرت ابوبکر صدیق(رض) لومړنۍ خطبه‎‎

عبدالاحد صابري

د نبي کریم (ص) له رحلت څخه یوه ورځ وروسته د مهاجرینو او انصارو مشرانو حضرت ابوبکرصدیق (رض) د مسلمانانو امیر او د نبي کریم (ص) خلیفه انتخاب کړ.
د همدغه ورځې د ماسپښين لمانځه پر وخت ابوبکرصدیق (رض)منبر ته پورته شو او ويې ویل:
ای خلکو! زه پر تاسو امیر وګرځول شوم، خو پر تاسو بهتر نه یم.

اصلاً همدا خبره دده (رض) له طرفه عاجزي وه که نه دی (رض) د نبي کریم (ص) په شاهدۍ پس له انبیاوو تر ټولو انسانانو بهتر دی او و. وروسته یې د خپل حکم طرز او طریقه داسې بیان کړل.

*که مې ښه کول کومک مې کوئ او که مې کوږ کار کاوه تاسو مې پر لار برابروئ.
*رښتیا ویل امانت دي او درواغ ویل خیانت دي.
یعني خپل رعیت ته به رښتینی یم.
*ستاسو ضعیف زما په حضور قوي دی، تر څو چې حق یې ورته اخلم ان شاءالله او ستاسو قوي زما په حضور ضعیف دی تر څو چې دده څخه حق اخلم ان شاءالله.
*هر قوم چې فی سبیل الله جهاد پریږدي هغه قوم ته الله جل جلاله ذلت او خواري راولي یعنې جهاد ته به دوام ورکوم.
*په هیڅ قوم کې فواحش نه دي نشر شوي مګر پر هغو الله جل جلاله عام آفات نازل کړي یعنې د فواحشو منعه به کوم.
*که مې د الله جل جلاله او رسول الله (ص) اطاعت کاوه بیا زما پیروي وکړئ، که مې د هغوي نافرماني وکړه بیا زما اطاعت پر تاسو نه دی لازم.
او په آخر کي یې وویل خپل لمانځه ته مو ولاړ شئ، یرحمکم الله.

(اصحابی کالنجوم بایهم اقتدیتم اهتدیتم).

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبير صادق

ما شا الله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x