نظــر

فقر؛ اقتصادي ستونزې او حل لارې يې (۱) برخه

عبدالجبار وحدت

له کله نه چې انسان په دې نړۍ کې قدم ايښی دی نو له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی. دا ځکه چې د انسان اړتیاوې او خواهشات ډير زيات دي او د هغو لپاره وسايل محدود دي. خو په انسانانو کې يوه طبقه داسې دي چې هغوی د ژوند د ضرورت څخه اضافه وسايل په واک او اختيار کې لري او يوه طبقه خلک هم داسې دي چې د ژوندي پاتې کيدو په خاطر په کافي اندازه ضروري بنيادي وسايل لکه خوراک، لباس  او د هستوګنې لپاره ځای نه لري چې دغه طبقه خلک د فقر(غربت)او افلاس په حالت کې ژوند تېروي او دغو خلکو ته فقير او ناداره ویلی شو.

په نړۍ کې فقر(غربت)ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دی ځکه چې نفوس زياتيږي او وسايل محدوديږي/کميږي. د فقر(غربت)د زياتيدو بل غټ لامل جنگونه دي ځکه جنگونه ډير لګښتونه ايجابوي او ډيرې غټې پانګې ته اړتيا لري، د جنگ په حالاتو کې د بې کارۍ په سطحه کې زياتوالی رامنځته کيږي. خلک بې کوره کيږي او مهاجرت کولو ته مجبوريږي، توليدي مراکز، دولتي ودانۍ، مکتبونه، روغتونونه او نور ځايونه ورانيږي چې لدې امله د خلکو د ژوند سطحه خرابيږي او په فقر(غربت)کې زياتوالی رامنځته کيږي.

د منابعو نا درست استعمال او د کلي مدیریت نه شتون دا ستونزې راولاړولای شي.
فقر(غربت)يو لړ ټولنيز او اخلاقي زيانونه هم لري، که چيرته فقر(غربت)په يوه ټولنه کې موجود وي نو هلته نا امني او ناقراري وجود لري ځکه چې خلک د خپل ژوند د بقا په خاطر غلا، چور، قتل،  اختطاف، د نشه يي موادو قاچاق او داسې نورو غير اسلامي او غير اخلاقي فعاليتونو ترسره کولو ته مخه کوي.
نو د دغو ناوړه فعاليتونو د مخنيوي په خاطر په فقر(غربت)د لمنځه وړلو لپاره تدابيرنيول پکار دي، البته اقتصادي تدابیر ښیم، نور د جرمونو د مخنیوي لپاره د شریعت ځانګړي قوانین شتون لري ځکه چې فقر(غربت)پخپله د فقر(غربت)د رامنځته کيدولامل ګرځي، یوه مقوله موږ لرو چې لوږ عسکر زېږوي او د بهرنیو ملکونو استخبارات د همدې فقر ځپلو خلکو پر مټ ډېری استخباراتي چارې په ښه ډول پلی کولی شي.
که چېرته خلکو ته د کاروبار زمينه برابره شي نو تر يو حده پورې د فقر(غربت)په سطحه کې کموالی راتلای شي، په همدې ترتيب د خلکو د تعليم او تربيې سطحه لوړول، زراعتي سکتور او صنعتي سکتور ته پرمختگ ورکول، د استخدام سطحه لوړوي او د خلکو په عايداتو کې زياتوالی رامنځته کيږي، سپماوې ورسره زياتيږي او په راتلونکې کې د پانگې اچونې د زياتوالي سبب گرځي چې پدې ترتيب سره د فقر(غربت) په سطحه کې کموالی راځي او يو هېواد د پرمختگ او هوساینې په لور په تدریجي ډول روانيږي.

راځو فقر(غربت) ته چې فقر(غربت) څه شی دی. ولې د ټولنې وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي او څنګه به دا بدمرغه اقتصادي ناروغي معالجه شي؟
افغانستان کې د فقر مسئله لا څو لسېزې پخوا مطرح وه، حتی د کرزي په وخت کې هم پنځوس سلنه وګړو د فقر د خط لاندې ژوند کاوه، حتی د بشر حقوقو کمیسیون په یوه تازه راپور کې هماغه وخت ویلي وو چې شپیته سلنه افغانان د فقر د خط لاندې ژوند کوي او د دوی ورځنی عاید له پنځوس افغانیو څخه کم دی، دې ته ورته ستونزه د اشرف غني په وخت کې هم د پام وړ وه حتی د نړیوال بانک تازه راپورونه هم خورا د اندېښنې وړ وو او دي، د بيکارۍ چې په پایله کې یې فقر رامنځته کېږي په وروستیو کې ستونزه د پام وړ شوه چې باید اوسنی افغان نظام د اقتصاد د متخصصینو په مشوره د حل لارې ورته پيدا کړي.

په اوس وخت کې تقریبا په ټولنه کې 800 میلیون ماشومان، سپین ږیري، ځوانان د فقر د خط لاندې ژوند کوي.
د١٩٧٠په لسيزه کې د فقر مسئلې ډير اهميت پیدا کړ او د هیوادونو اقتصاد څېړونکي په دې هڅه کې شول چې د فقر اړوند د هیوادونو سلنه پیدا کړي او ددې بدمرغه ناروغي علتونه وڅېړي.

فقر(غربت)داسې يو حالت دی چې په هغې کې خلک ډير کم يا ناکافي عايدات لري چې د هغه د ژوند لپاره بسنه نشي کولی.
بې وزلي لوږه، بې سرپنایي، ناروغي، ډاکتر ته د تللو وس نه لرل، لوږه، مکتب ته نه لاسرسی، د دندې نه لرل، راتلونکې ته د خوشبینۍ نه شتون، فقر مانا پاکو اوبو ته نه لاسرسی.

اقتصاد پوهانو دا خبره واضح کړېده چې ناداره کورنۍ د خپل عايد 1\3 برخه په خوراکي موادو مصرفوي.
يا، فقر داسې يو حالت دی چې په هغې کې د خلکو يوه خاصه طبقه حتى د ژوند ابتدايي ضرورتونه لکه، خوراک، لباس او د هستوگنې ځای نه شي برابرولی، فقر د وروسته پاتې هيوادونو يوه ځانګړې نښه ده. هغه هيوادونه چې د پرمختگ په حال کې دي د فقر په له منځه وړلو کې باید سخت کوښښ وکړي، فقر حتى په پرمختللو سيمو او قومونو کې هم وجود لري. خو په دومره اندازه نه.

په بل عبارت که چيرته يو شخص يو خاص د ژوند د معيارپه پوره کولو کې پاتې راشي او هغه پوره نه کړای شي نو هغه فقير يا ناداره دی او هر کله چې هغه دغه معيار پوره کړی شي نو هغه کس نور غريب نه دی.
ناداره هغه څوک دی چې هغوی د متوسط عايد د لاسته راوړلو څخه ډير لرې پاتې وي.

د١٩٧٠ په لسيزه کې د فقر مسئلې ډير اهميت پیدا کړ او د هیوادونو د اقتصاد څېړونکې په دې هڅه کې شول چې د فقر اړوند د هیوادونو سلنه پیدا کړي او ددې بدمرغه ناروغي علتونه وڅېړي، د دې لپاره چې بې وزلي سمه وپيژنو دا موضوع تجزیه کوو، په ډولونو یې وېشو او د هر یوه لپاره په جلا حللارو باندې بحث کوو.
بې وزلي زیات ډولونه لري چې یو یې له هغې څخه مطلق فقر(Absolute Poverty) دی.

پدې ډول په مطلقه توگه غريب خلک هغه دي چې له هغوی سره دومره وسايل نه وي چې هغوی خپل بنيادي ضرورتونه پوره کړای شي او ددې فقر د معلومولو په وخت کې به دا کتل کيږي چې څومره خلک په داسې حالت کې قرار لري، چې په لنډه توگه ورځنی عاید یې يو ډالر ښودل شوی دی.

د فقر بل ډول نسبي فقر(Relative Poverty) دی، Peter Townsend1979 اقتصادي علم د فقر د دې مهم ډول اړوند خپلې څېړنې تر سره کړلې او د نسبي محرومیت اړوند یې تیوري وړاندې کړله.

بعضې متخصصین په دې اند دي چې د هغو افرادو شمېرل چې فقر خط لاندې ژوند تېروي او په نسبي ډول فقر ځپلي وي، دا په دې مانا چې لکه که چېرته د فقر خط٣٦٠ ډالر کلني عايد لاسته راغلي وي او يو فرد چې د هغه عايد٣٥٠ ډالر کلني وي او دوهم فرد چې د هغه کلني عايد٣٠٠ ډالر دي، دا دواړه غریبان دي مګر د ۳۵۰ ډالرو کلني عاید لرونکی نسبتاً فقر دی او د نسبي فقر خط لاندې ژوند کوي.

د فقر منحوسه دايره(Vicious Circle of Poverty):
دا اصطلاح نن ورځ په اقتصادي بحثونو کې بېخي عامه شوې ده، دلته يو څو دايروي اړيکې چې د غربت د دايره وي او د فقر د کړيو (Vicious Circles of Poverty )په نوم مشهورې شوي ليدل کيږي. دا په لږو پرمختللو هيوادونو کې د پرمختيا سطحه تل ټيټه ساتي.
نرکسي(Nurkse) په نوم یو اقتصاد پوه دی، ددې اصطلاح معنا په دې ډول واضح کوي.
دا دايره چې له يو شمير ځواکونو څخه جوړه شوې چې يو د بل دوه برابره عمل کوي، نو ځکه غريب هيواد نور هم د غربت او فقر په حالت کې ساتي.

د بېلګې په توګه يو فقير سړی د خوړلو لپاره هيڅ نه لري، نو ځکه وږی دی، دده روغتيا خرابه شوه او له فزيکي پلوه سست شو، دده د کار ظرفيت راټيټ شو، ددې معنا دا شوه چې نوموړی غريب شو، چې غريب شو خوړو ته څه نه لري چې خوراک ته څه نلري نو روغتيا يې خرابه شوه.

نرکسي د هغو هيوادونو په هکله چې د فقر دايره پکې مسلطه ده او د پورته غريب سړي سره يې مشابه کړي وايي. A country is Poor because it is poor يعنې يو هيواد غريب پاتې شوی دا ځکه چې هغه غريب وو/دی.

له همدې امله تقريباً تېره پېړۍ کې پرمختللیو هيوادونو په پرله پسې توګه کال په کال شتمن شول او وده يې وکړه خو پرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتې شول، يو پرمختيايي هيواد د غربت د څو څوکړيو څخه اغيزمن کيږي، خو د ښه کيدو نښې يې نه راڅرگنديږي.

د هغو وگړي ضعيف، بې سواده، محافظه کاره، عنعنه پرست او په فکري انجماد کې گير خلک دي او د نويو مفکورو، نوښتونو ته اصلاً میل نه لري، د کومو په پایله کې چې اقتصادي پرمختيا رامنځته کېږي. سره لدې چې داسې هيوادونو کې د مړينې شميره ډيره زياته ده، له بل پلوه یې نفوس په گړنديتوب ډيريږي.، سره له دې چې د رزق وعده الله تعالی په پاک کلام کې کړې، موږ پوره باور پرې لرو، مګر په اقتصادي بحثونو کې نفوس یو مهم شاخص دی.
ددې هيوادونو مجموعي اقتصادي فضا او حالت د نه زغملو دی، نو ځکه د فقر د دايرې په موجوديت کې پرمختيا او وده نشي پېښېدلی.
پروفيسر نرکسي دا هم وايي چې د پانگې راټوليدل ډير ورو، ځنډني او لږ وي، دا ځکه چې د پس انداز له امله د سرمايې عرضه او پانگې اچونې ته د علاقې له مخې د پانګې لپاره تقاضا ټاکل کيږي.
د فقر د علتونو، اغېزو او حللارو اړوند به په نورو برخو کې تفصیلي بحث وکړو.

ان شاءالله
درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx