دیني، سیرت او تاریخ

په تاسو کې له دې څلورو څخه کوم صفت شته؟

حسان مجاهد

په امتونو کې مونږ هغه امت يو چې زمونږ په کثرت او فضيلت به محمد صلی الله عليه وسلم فخر کاوه، ډيرې ځانګړتياوې او امتيازات الله تعالی په مونږ لورولي دي نو باید مونږ په ځان کې غوره اخلاق پیداکړو، که په روا کارونو کې کوم کار غوره وي باید په هغه عمل اختيار کړو او که په روا کارونو کي په يوه کې شبه د حرمت وي باید له هغه ځان وساتو.

ابو سعيد خدري رضي الله عنه وايي:
يو ورځ له مازيګر ورسته رسول الله صلی الله عليه وسلم ولاړ شو، پداسې حال کې چې مونږ ته يې وعظ کاوه، مونږ ته يې د ټولو هغو شيانو بيان وکړ چې تر ورځ د قيامت پورې مخته راځي، يو له هغو څخه يې د غضب (قهر) يادونه هم وکړه او ويې ويل:
_چاته غوسه ژر ورځي خو له غوسې څخه ژر سړيږي.
_چاته غوسه په کراره ورځي خو په کراره له غوسې سړيږي، نو د دوی دواړو ښه خصلت د بد خصلت مقابل ده او دوی نه د مدح مستحقين دي نه د ذم.
_غوره په تاسو کې هغه څوک ده چې غوسه په کراره ورځي او له غوسې څخه په تیزۍ سره سړيږي.
_او بد په تاسو کې هغه څوک ده چې غوسه ژر ورځي او له غوسې په کراره سړيږي.
او بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم د قرض (پور) يادونه وکړه او وې ويل:
_په چا قرض باندې شي نو په ښه طريقه يې اداء کوئ خو که دده په بل باندې شي نو غوښتنه يې په بدو الفاظو کوي.
_که په ده د چا قرض باندې شي نو په بده طريقه يې اداء کوي او که دده په بل باندې شي نو په ښو الفاظو يې غوښتنه کوي، نو د دوی دواړو ښه خصلت د بد خصلت مقابل ده او دوی نه د مدح او نه د ذم مستحقين دي.
_بهتره په تاسو کې هغه ده چې اداء د قرض په ښه طريقه او غوښتنه د قرض په ښو الفاظو کوي.
_بد په تاسو کې هغه ده چې اداء يې په بده طريقه او غوښتنه يې په بدو الفاظو کوي.
اوس نو فکر وکړئ چې په تاسو کې لدې څلورو څخه کوم صفت ده، له فکر وروسته باید په ځان کې بهتره صفت پيدا کړو او له ناوړه صفت څخه اجتناب وکړو.

اللهم انا نعوذ بک من غلبة الدين وقهر الرجال.
حواله حديث مشکواة شريف ص ۴۳۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx