د مس عینک کان د استخراج او بډاينې تړون ته لنډه کتنه

ابو الیاس جهادوال
مس عینک کان د پلازمينې کابل په سويل لويديز ۳۰ کيلو مټرۍ کې د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه کان په افغانستان کې لومړۍ او د نړۍ په کچه دويم ستر کان بلل کېږي چې په ټوليزه توګه ۱۱.۳ټنه مس، ۷۷۰۰ متريک ټنه سپين زر، ۶۰۰ زره متريک ټنه کوبالت او په کمه کچه سره زر هم لري.

که څه هم له دغه کان څخه له اسلامي تمدن مخکې پيړيو کې هم استفاده کيده خو په دويم ځل په ۱۹۷۳ کال کې د افغان او روسي انجينرانو له خوا کشف شو.

دا چې مس د مهمو انعطاف منوونکيو او له کيمياوي اړخه ثبات لرونکیو فلزاتو په ډله کې راځي او په بېلابېلو ارتباطي وسايلو، د ماشين جوړونې فابريکو، رغنيزو صنايعو، خوراکي او کيمياوي توکو کې ورڅخه استفاده کېږي نو له دې کبله د دغه کان استخراج او بډايڼه له اقتصادي او سياسي اړخه د افغانستان تر ټولو ستره او ستراتيژيکه پروژه ګڼل کېږي.

که څه هم ددغه کان د استخراج تړون د ۲۰۰۸ کال د اپريل په ۲۵ نېټه له MCCچينايي کمپنۍ سره لاسليک شوی، خو په هېواد کې د يو با ثباته او خپلواک حکومت د نشتوالي، په نړيواله کچه د سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د ناسمو سياليو، اداري فساد او سياسي مسائلو له امله يې عملي چارې تر دې دمه نه دي پيل شوي او د کابل ادارې د واک تر پايه په سيمه کې د تاريخي آثارو د شتون په پلمه دغې چينايي کمپنۍ ته د کان کيندنې اجازه ورنه کړای شوه.

خو دا چې اوسمهال له هېواد څخه د اشغال ټغر ټول شوی او د اسلامي امارت په بيا واکمنيدو او د سولې ټينګښت سره، د يو هوسا او له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا افغانستان لپاره هر اړخيزې هڅې پيل شوي، نو د کانونو او پټروليم وزارت هم د هېواد له طبيعي زيرمو څخه د اغېزناکې او مثمرې استفادې په برخه کې د نويو اقداماتو په لړ کې له هر اړخيزو ارزونو وروسته له MCCکمپنۍ سره د کابل د پرځول شوې ادارې د وخت تړون تأييد کړ او له يادې کمپنۍ يې وغوښتل څو د مس عينک کان د کندنې او بډاينې چارې له پخواني تړون سره سم پيل کړي. دا چې دغه تړون په کومو شرایطو سره لاسليک شوی او په تطبيق سره به يې افغانستان کومې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي، په دغه ليکنه ورته لنډه کتنه شوې:

له MCCچيناني کمپنۍ سره د ۲۰۰۸ کال تړون له مخې به دغه کمپنۍ په لومړي پړاو کې پر دغه کان ۲.۸۹۹ ميليارد ډالر پانګونه کوي چې وروسته به د دغې پانګونې کچه پنځه ميليارده ډالرو ته ورسېږي چې له مخې به يې افغانستان ته۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالر د تضمين او د کال۴۰۰ ميليونه ډالر د ماليې په توګه ورکول کېږي.

له دې سربېره کمپنۍ هوکړه کړې چې د کان د استخراج او مسو بډاينې برخه کې به د افغانستان له ډبرو سکرو څخه استفاده کوي او په بدل کې به يې په سيمه کې د اړوند ښارګوټي، ښوونځي او جومات کې د استفادې لپاره د ۴۰۰ ميګاواټو په وړتيا د برښنا د توليد فابريکه جوړوي.

د تړون له مخې له تورخم څخه د عينک له لارې تر تاجکستان پورې د اوسپينې پټلۍ جوړېږي چې د باميان حاجي ګک اوسپنې کان له لارې به يکاولنګ او له هغه ځای به د دره صوفله لارې د افغانستان شمال له تاجکستان هېواد سره ونښلوي او هغه سره زر به هم افغان لوري ته سپارل کېږي چې له دغه کان څخه استخراجيږي.

د مس کان دغې پروژې په پيل سره به له نورو اقتصادي ګټو سربېره په لومړي پړاو کې ۸۰۰۰ او په دويم پړاو کې ۱۵۰۰۰ کسانو ته په مستقيم او په زرهاوو نورو ته به په غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.