افغانستان

د افغان سرتېري برید یو لوړپوړی امریکايي جنرال و واژه

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): نن له غرمې وروسته د پلازمېنې کابل لويديځ قرغې سيمې په يوه ستره پوځي اکاډمۍ کې د پوځي روزنې پر مهال د ملي اردو يو سرتيري پر خپلو بهرنيو روزونکو پوځي افسرانو د خپل ټوپک شپيلۍ ور واړوله او څلور امريکايي افسران پکې ووژل شول.

له پېښې وروسته افغان چارواکو او افغانستان کې ميشو بهرنيو عسکرو «ايساف» او «ناټو» د پېښې په اړه د زياتو جزيیاتو له ورکولو ډډه کوله، مګر شېبه مخکې د نيويارک ټايمز او سي ان ان په ګډون ګڼو امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله و ويل، چې د افغان سرتيري په بريد کې د يو جګپوړي امريکايي جنرال په ګډون څلور امريکايي پوځي افسران وژل شوي دي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې د افغان سرتيري په بريد کې د يو المانی بريد جنرال هم مرګونی ټپي دی.

نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکو له قوله لیکي، چې وژل شوی امريکايي جنرال د ويټنام له جګړې وروسته تر ټولو جګپوړی امريکايي جنرال دی، چې د نظامي عملياتو په ترڅ کې وژل کيږي.

امريکايي رسنۍ همدارنګه د چارواکو له خولې کاږي، چې وژل شويو کسانو کې جګپوړي افغان پوځي افسران هم شامل دي.

چارواکو تر اوسه د وژل شوي جنرال په ګډون په پېښه کې د هېڅ وژل شوي هويت نه دی څرګند کړی.

د امريکا د دفاع وزارت پينټاګون وياند جون کيربي وايي، چې بريدګر دافغان ملي اردو غړی و، مګر د هغه د هويت په اړه يې څه ونه ويل.

المانی بريدجنرال هم مرګونی ټپي دی

د المان دفاع وزارت هم منلې، چې د افغان ملي اردو د سرتيري په بريد کې د المان د پوځ يو بريد جنرال مرګونی ټپي شوی دی.
راپورونه وايي، چې نوموړي بريد کې ګڼ افغان پوځي افسرانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

امريکايي چارواکي وايي، چې افغان طالبان د افغانستان ملي اردو او ملي پوليسو کې ګڼ نفوذي ملګري لري او خت پر وخت پر خپلو بهرنيو ايتلافيانو او کورنيو عسکرو بريدونه کوي، خو تر اوسه په دقیقه توګه دا نه جوته چې نوموړي له طالبانو سره په کوم پړاو کې اړیکې لرلې؛خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پېښي پخلی وکړ او دا برید یې وستایه.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په ورته وخت کې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د ولایت مقام دننه هم یوه افغان پولیس پر امریکايي او کورنیو چارو برید کړی او د درنې مرګ ژوبلې له اړولو وروسته نوموړی په خپله هم وژل شوی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیف اللہ منصور

په ګډو ځواکونو چه هرچا برید کړیدی
واقعي چه داصیل پلار اصیل اولاد دی

جبیرعبرت

لاتر أوسی لامخ شین دی لادمخ پاړسوب یی ندی ورک–
موږ چی دهمت په څاپړیوځلی وهلی دی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x