افغانستان

پاکستان پر افغانستان د برید ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د حکومت یو لوړ پوړي چارواکي څرګنده کړې، چې پاکستاني حکومت افغانستان ته ګواښ کړی چې که د دوی غوښتنو ته ځواب ورنه کړي، په افغانستان به پوځي برید وکړي.

پژواک خبري اژانس د دغه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي، چې د پاکستان حکومت ادعا کوي چې په وزیرستان کې د پوځي عملیاتو وروسته زیات شمېر پاکستاني طالبان افغانستان ته تښتیدلي دي او په کونړ، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې يې نظامي مرکزونه جوړ کړي دي.

افغان لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړې، چې پاکستان افغانستان په دې تورن کړی دی چې د پاکستاني طالبانو پر ضد له دوی سره مرسته نه کوي؛ نو له همدې امله دوی پر افغانستان برید ته چمتووالی نیسي.

د ځوابي بریدونو ګواښ

د پاکستان د مخامخ برید په تړاو راپورونه تر هغې وروسته ورکول کیږي، چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د پاکستان د لاسوهنو او بریدونو په اړه د امنیت شورا غونډه وکړه.

په غونډه کې د افغانستان حکومت خبرداری ورکړ چې د پاکستان د بریدونو ځواب به ورکړي.

همدا راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او ترې یې وغوښتل چې پاکستان دې د افغانستان پر حریم تیری نه کوي، کنه افغان حکومت به یې ورته پوځي ځواب ورکړي.

د افغان حکومت او پاکستان تر منځ تر هغې وروسته اړیکې په خرابېدو شوې چې پاکستان څو ځلې په کونړ ولایت په سلګونو میزایل او راکټونه وویشتل.
په دغو بریدونو کې زیات شمېر ولسي وګړو ته مالي او ځاني تلفات واوښتل.

پاکستان پر افغانستان، افغانستان پر پاکستان بریدونه کوي

بل پلو بیا د پاکستان حکومت وايي چې د افغانستان له خاورې په دوی بریدونه کیږي.

د پاکستان حکومت څو واره افغان حکومت ته خبرداری هم ورکړی چې بریدونه بند کړي، کنه دوی د ځوابي بریدونو حق لري.

پاکستاني رسنیو تېره ورځ په باجوړ کې د خپلو څو عسکرو د وژلو راپور ورکړ او زیاته يې کړه چې دغه عسکر د پولي هاخوا د را اوښتو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د افغان حکومت ګواښونو سربېره پاکستاني راکټي بریدونه دوام لري

که څه هم افغان حکومت تېره ورځ پاکستان ته د ورته پوځي ځوابي برید ګواښ وکړ خو سربېره پر دې هم پاکستان خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړی.

د راپورونو په اساس په تېرو دوه ورځو کې پاکستان په کونړ ۶۳ مزایل ویشتي دي.

د کونړ ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي په وینا پاکستان د دوشنبې د شپې ۷ بجو څخه تر سه شنبې سهار ۷ بجو پورې په دانګام او مروره ولسوالیو ۶۳ مزایل ویشتلي دي.

د افغانستان له ګواښ وروسته د پاکستان د بریدونو په اړه تر دې مهاله افغان حکومت نه څه ویلي او نه يې هم ځوابي برید کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x