افغانستان

امربالمعروف وزارت اړینې لارښوونې؛ د مبایلونو، کورونو، دکانونو، تالارونو، هوټلونو او حمامونو پلټل منع دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲  مرغومی، ۱۴۰۰ل): امربالمعروف نهی عن المنکر، جلب و جذب او سمع شکایات وزارت په یوه مکتوب کې چې یوه کاپي يې نن ټکی اسیا ترلاسه کړې ده، خپلو کارمندانو ته ضروري لارښوونې کړي دي.

امربالمعروف وزارت په دغه ۵ ماده‌ییز مکتوب کې چې عملي کول یې ضروري ګڼلي دي، ویلي دي چې د شریعت له نظره هر څوک خصوصي حریم لري او د شخصي حریم (لکه کور، مبایل او الیکترونیکي وسائل) د ډیرو زیاتو استثنائي مواردو پرته څوک نشي کولای نقض کړي.

امربالمعروف په دغه مکتوب کې څرګنده کړې چې د قضايي او امنیتي ادارو له امر پرته د خلکو د دکانونو، تالارونو، هوټلونو، حمامونو پلټل منع دي: «هيڅوک د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او یا د بلې ادارې د کارمند په نامه په یادو ځایونو کې د ازالې د منکراتو په نامه مداخله نشي کولای، البته! د امربالمعروف او نهی عن المنکر مسئولین د خپلو اصولو مطابق نظارت کولای شي».

یاد وزارت زیاته کړې چې په نورو وزارتونو، مستقلو ادارو او ریاستونو کې هم امربالمعروف و نهی عن المنکر د دغو اداراتو سره په هماهنګۍ او همکارۍ ترسره کیږي او هيڅوک نشي کولای چې په یوه حکومتي اداره کې په خپل سر مداخله او اجراأت وکړي.

امربالمعروف وزارت همدا راز هغه کسان چې په دغه وزارت کې رسمي دنده نه لري، د مصلحت له مخې دې امربالمعروف و نهی عن المنکر له کولو منع کړي او په وینا یې یواځې هغه کسان به دا وظیفه ترسره کوي چې رسما د یاد وزارت لخوا ورته مسئولیت ورسپارل شوی وي او په دې برخه کې يې لازمې زده کړې او روزنه ترلاسه کړې وي.

یاد وزارت همدا راز د امربالمعروف مسوولین او امنیتي ځواکونو ته توصیه کړې چې هغه ډول عکاسي او ویډیوګانې جوړې او نشر نه کړي چې د خپل منځي عادي ناستو ولاړو خبره وي، یا نظامي او امنیتي رازونه او محرم ځایونه وي او یا هم موضوع دومره ساده او عادي وي چې عام نشر یې د مصلحت خلاف وي.

امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت څرګنده کړې چې د امربالمعروف نهی عن المنکر دنده مهمه، شرعي، علمي او باریکه موضوع ده او تر شل کلن اشغال وروسته د ټولنې اصلاح د فوق العاده مهارت، مصلحت او حکمت تقاضا کوي، ځکه باید دغه پنځه ماده‌ییز نقاط باید عملي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx