نړۍ

حرکت ؛الشباب؛ په صومالیه کي دیوه امریکایی افسر دوژني پړه په غاړه واخیسته

version4____340_309_(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۱) په صومالیه کي دحرکت الشباب المجاهدین ډلي ویاند رسنیو ته ویلی چي دصومالیه په پلازمینه مقدیشو کی یی دنښتو پرمهال یوامریکایی افسروژلی دی، دحرکت الشباب المجاهدین ډلي وسلوالو تیره ورځ په مقدیشو کي دافریقایی ټولني دسوله ساتو ځواکونو سره جګړه کړی وه ، چی نتیجه کی یی یوامریکایی افسر هم وژل شوی وو. دحرکت الشباب المجاهدین ډلي  خبرنشر کړی دي چي وژل شوی امریکایی افسر په مقدیشو دافریقایی ټولني دسوله سواتی ځواکونو دروزلو مسئوله وو.

دالشباب ډلی ویاند شیخ عبدالعزیز ابو مصعب څرګندوني چي دصومالي هیواد شبیلي په نامه سره راډیو له  لوري خپري شوي،نوموړی زیاته کړه امریکایی افسر چی تیره ورځ دمجاهدینو له لوري ووژل شو، په مقدیشو کی د(امیصوم) ځواکونو ته روزنه ورکوله دامیصوم ځواکونه په صومالیه کی دافریقي ټولنی سوله ساتي ځواکونوته ویل کیږي، شیخ عبدالعزیز ابومصعب زیاته کړه دامریکایی افسر وژنه دمجاهدینو لپاره لویه لاس ته راوړنه ده. دشیخ عبدالعزیزدڅرګندونو په اړه دصومالیه حکومت امریکا اویاهم په صومالیه کي دافریقایی ټولنی سوله ساتي ځواکونو څه ندی ویلي، په دي وروستیو کی دحرکت الشباب الصومالیه په نامه سره وسلوالي ډلي په صومالیه کي دافریقایی ټولني له سوله ساتو ځواکونو (امیصوم) سره دنښتو له کبله ډیري سیمي له لاسه ورکړي وي، چي له اخیرو نښتو څخه وروسته دیو امریکایی افسر وژنه دنوموړي ډلی لپاره لوی بري ګڼل کیږي. له بلي خواڅخه تیره ورځ دصومالیی په پلازمینه مقدیشو کی دصومال حکومت دپارلمان مرستیال مشر دنامالومو وسلوالو له لوری په ډزو سره وژل شوی دي، دنوموړي دوژني پړه تراوسه پوری چاپه غاړه نه ده اخیسته، دامریکا ږغ راډیو دعیني شاهدانو له خولی خبرورکوی، وایی وژل شوی کس چي په خلیف وارفا سره یی شهرت درلود دمقدیشو ښاردهمروین په سیمه کي په داسی حال کی ددوو نامالومو کسانو له لوري تربرید لاندی راغي چي نوموړي له مسجد څخه دکورپه لوري روان وو.

بخت الر حمن بخت…………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x