افغانستان

برښنا شرکت: ازبکستان له همغږۍ پرته وارداتي برېښنا ٦٠ سلنه کمه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي چې ازبکستان د افغانستان برښنا شرکت سره له همغږۍ پرته ۶۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې ده.

یاد شرکت زیاته کړې چې ازبک چارواکي د برېښنا کمښت د دوی لوري ته تخنیکي ستونزې یادې کړي دي.

د افغانستان شرکت د معلوماتو پر اساس ازبک لوری وایي چې د دغه هېواد په تیلې مرجان سټېشن کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او دوی پرې کار کوي چې له کبله یې افغانستان ته د وارداتي برېښنا په لېږد کې کموالی راوستی دی.

ازبک چارواکو زیاته کړې چې دغه تخنیکي ستونزه به د دوه یا دریو ورځو په ترڅ کې حل شي.

‏‎د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د ازبکستان له لورې په وارداتي برېښنا کې د کموالي رامنځته کېدلو له کبله د ١٦ ولایتونو برېښنا بې نظمه شوې او له اوږدمهاله پارچاويو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

وایی پردی کټ تر نیمو شپو وی. خپله بریښنایی ده خود به یی کمه وی.

ټولو دی وطن سره خیانت وکړ. دلته لمریزه بریښنا، د اوبو بریښنا د سکرو او د غازو بریښنا دا ټول کیدالی شول خو هر حکومت راغی او تر وس او توانه یی خیانت وکړ. د مسلکی او ماهرینو پر ځای یی خپل خپلوان او بییسواده کسان وګمارل چی اوس یی دغه ده نتیجه یی ګورو. امارت دی له تیرو حکومتنو څخه درس واخلی شپه او ورځ دی کار وکړی تر څو دا وطن آباد شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx