ورزش

په بیګ باش لیګ کې د راشد خان وروستۍ تبا کونکې لوبه، شپبږ ویکټې واخیستې – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد خان د بیګ باش لیګ په یوولسم پړاو کې خپله وروستۍ لوبه په تباه کونکي توپ اچونې پای ته ورسوله.

راشد خان د مجیب لوبډلې بریسبین هیټ پر وړاندې لوبه کې په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۷ منډو په بدل کې شپږ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي نن په شل اوریزو کې خپله ۳۰۰مه لوبه ترسره کړه چې دوه ځل یې د ویکټو هیټریک له لاسه ورکړ.

راشد خان به بیګ باش لیګ په نیمایي کې پریږدي او په قطر کې به د افغان لوبډلې سره یوځای شي، تر څو د زمبابوې پر وړاندې پنځوس اوریزو لوبو لپاره چمتو والی ونیسي.

هغه په استرالیاوي لیګ بیګ باش کې دریم لوبغاړی شو چې غوره توپ اچونه کوي او په یوه لوبه کې شپږ لوبغاړي سوځوي.

د نړۍ نامتو توپ اچونکي په روان بیګ باش لیګ پړاو کې ۱۱ لوبې وکړې او په ۱۴ اوسط سره یې ۲۰ ویکټې واخیستې، چې تر دې دمه تر ټولو زیاتې دي.

راشد په یاده لوبه کې له مجیب ځدران څخه خپل بدل هم واخیست، مجیب هغه له دې وړاندې په توپ وهنه کې سوځولی و چې راشد خان په لومړي توپ وسوځوه.

راشد خان په یاده لوبه کې د ۲ شپږیزو په مرسته ۱۴ منډې هم وکړې.

د ادلید سترایکرز او بریسبین هیټ ترمنځ په یاده لوبه کې د راشد لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې 161 منډې جوړې کړې، په ځواب کې د مجیب لوبډله په ۷۱ منډو جوړولو وسوځېده او د ۹۰ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx