ورزش

د امربالمعروف وزیر: موږ د ورزشکارانو ټینګ ملاتړ کوو

نعیم پرهېز

چهارشنبه، مرغومی ۲۲، ۱۴۰۰
د المپیک ملي کمېټه نن د دوه زره او پنځه سوه ورزشکارانو د غونډې کوربه توب درلود، چې د المپیک ملي کمېټې د رهبري غړو ترڅنګ د امربالمعروف وزارت وزیر شیخ خالد الحنفي، د هیواد د بهرنیو چارو وزیر سياسي مرستیال الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي، مولوي عبدالجبار عمري، د فدراسیونو رئيسانو هم پکې ګډون کړی و.

غونډې ته د امربالعمروف او نهي عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایات وزیر ښاغلي شیخ خالد الحنفي وویل: د ویاړ ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ورزشکارانو په داسې پراخه غونډه کې ګډون کوم او زیاته يې کړه:(( همدا ستاسو پراخ ګډون د دې ښکارندويي کوي چې تاسو څومره پاک او مخلصین خلک یاست))
نوموړي زیاته کړه: دا یو الهي امر دی چې تاسو په ځانونو کې يو ځواک پیدا کړئ، دغه راز ورزش يې د اصحابو کرامو میراث یاد کړ او له ورزشکارانو يې وغوښتل چې د ورزش په برخه کې شرعي اصولو ته پام وکړي.

نوموړي همدا راز وویل: ورزشکاران د هيواد سرمایه ګڼل کېږي، د ا.ا. له ورزشکارانو سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی او بشپړه هڅه به کوي چې تاسو ته لازم امکانات برابر کړي.

هغه ورشکارانو ته په خطاب کې وویل: له روغې عقیدې سره ورزش کول جهاد دی، او تاسو د الله ج بهترین خلک یاست چې د روغې عقیدې ترڅنک يې د ورزش په برخه کې د کار کولو وړتیا هم درکړې.

د امربالمعروف وزیر وویل: د بدني روغتیا تر څنګ تر ټولو مهم څه دا دي چې د مسلمان ورزشکار باید عقیده برابر وي او هغوی چې روغتیا او عقیده يې دواړه برابر وي غوره خلک دي.

ښاغلي خالد وویل: د مسلمان ځوان لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې اسلامي اصول مراعات کړي،د هغه مطابق ژوند وکړي او له الله جل جلاله سره اړيکه ټينګه کړي چې د همدې اړیکې او باور په اساس به په هر ډګر کې بریالی وي.

هغه همدارنګه له ورزشکارانو وغوښتل چې تاسو باید ځانونو په اسلامي عقيده سمبال کړئ تر څو د نړۍ د نورو مسلمانانو لپاره غوره مثال وګرځئ.
ښاغلي حنفي وویل، تاسې باید د ورزش پر مهال لمانځه او د عورت ستر ته پوره پام وکړئ.
هغه همدارنګه ورزش ته په اشارې وویل: چې د اسلام مبارک دين ښځينه وو ته هم د حجاب او اسلامي شعایرو په رڼا کې د ورزش کولو اجازه ورکړې ده او ویې ویل چې زموږ دین د ټولو لپاره نمونه دی، خو هیوادوال مو په تېرو کلونو په يو او بل نوم غولول شوي او معیارونه مو پردي شوي دي.

د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل: افغانستان کې نوره قوم پرستي نه شته او ټول د افغانانو په ډول ژوند کوو.
هغه همدارنګه زیاته کړه په جهادي برخه کې مو ځان نړیوالو ته ثابت کړ او اوس به هڅه کوو چې په ورزشي برخه کې د خپل هيواد لپاره ویاړونه راوړو.

دغه راز غونډه کې مولوي عبدالجبار عمري هم ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل: که غواړئ چې په دواړو دنیاوو کې بریالي یاست، هرڅوک ځان مسؤل وګڼئ او د اسلامي امارت لپاره د ورزش په برخه کې کار وکړئ.

نوموړي زیاته کړه، اخرت کې له هرچا د ځوانۍ پوښتنه کېږي او تاسو به د دې پوښتنې حق ادا کړی وي چې د اسلام لپاره مو د ورزش په برخه کې هڅه کوله.

د بدني روزنې او ورزش او المپيک ملي کمېتې رئيس نظر محمد مطمئين ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل: ستاسو یونفورم ته درناوی لرم او په همدې یونفورم کې به له هیواده بهر او دننه لاسته بریاووې راوړئ.

هغه زیاته کړه: ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکوم چې دوی ته د عصريې د ورکړې په برخه کې به بشپړ عدالت کېږي او دغه راز د فدراسیونو د رئيسانو د ټاکلو لپاره به منظم انتخابات کېږي.
هغه همدارنګه وویل: هڅه مو دا ده چې ورزش له ښارونو ولسوالیو او بیا کلیو ته او همدارنګه د افغانستان ګوډ ګوډ ته ورسو.

نوموړي د امر بالمعروف له وزیر شیخ محمد خالد الحنفی، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي او ملا عبدالجبار عمري مننه وکړه چې دې غونډه کې یې برخه واخیسته.
هغه دغه راز په نړیوالو او افغان سوداګرو غږ وکړ چې د ورزش په برخه کې پانګونه او همکاري وکړي او له ورزشکاران يې یوالي ته وهڅول او له هغوي يې غوښتنه وکړه چې په خپله برخه کې سالم رقابت وکړي.

دغه راز له قدراسیونو یې غوښتنه وکړه چې هڅه دې وکړي ترڅو په خپله برخه کې افغانستان ته ویاړونه راوړي.

همدارنګه د همدې غونډې په پای کې د ورزشکارانو له لوري بېلابېلې نندارې ترسره شوې او د نږدې ټولو فدراسینونو له لوري ورزشکاران د لوژ مخې ته په ځانګړي ترتیب تېر شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx