نظــر

د‌ اسلامي او ملي ارزښتونو پېژندنه!

حسن عطاء

دا چې نن سبا د ارزښتونو بحث د غوڅ اکثریت په ژبه ښکته پورته کیږي نو مې لازمه وګڼله چې د ارزښتونو په اړه خپل نظر څرګند کړم.
په لویه کې ارزښتونه په دوه برخو ویشل شوي چې عبارت دي له اسلامي ارزښتونو او ملي ارزښتونو څخه.

1- اسلامي ارزښتونه:
د اسلامي ارزښتونو پیژندل د هر مسلمان وجیبه ده؛ ځکه چې د عقېدې برخه ګڼل کیږي، نو کله چې یو مسلمان خپل ملي ارزښتونه وپیژني، هغه بیا کولای شي چې د خپل ژوند لپاره اصول او تګلاره غوره کړي او هیڅکله به هم په خپله کړنلاره پښېمانه نشي.
له اسلامي ارزښتونو سره هم مهاله د یو مسلمان ځوان لپاره پکار ده چې د ملي ارزښتونو هم ځان باخبره وساتي.
په عموم کې د اسلامي نړۍ په هیوادونو دا کوشش شوی چې دوی د نشنلیزم نظريې تر تاثیر لاندې راولي چې ښې بېلګې یې ترکیه او پاکستان کیدای شي.
نو که وګورو دغه خلک چې د نشنلیزم د نظريې تر تاثير لاندې راغلي کوشش یې دا وي چې اسلامي ارزښتونه بې معنا او ټول ترکیز یې په ملي ارزښتونو وي، په دې کې شک نشته چې ملي ارزښتونه هم مهم دي، خو کله چې دغه ارزښتونه د عقیدې سره په ټکر کې راځي نو اولویت باید اسلامي اصولو او ارزښتونو ته ورکړل شي، ځکه چې په مراتبو کې ترې لوړ او منحیث د یو مسلمان مونږ په دې مجبور او مکلف یو چې په خپل ځان یې عملي کړو.

په اسلام کې وطن هم خپل خاص مقام لري، ځکه چې د اسلامي نظامي د تنفیذ لپاره اساسي رکن بلل کیږي، نو دا چې مونږ په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو نو زمونږ لپاره سرې کرښې به اسلامي ازرښتونه او هغه ملي ارزښتونه وي چې د اسلام سره په ټکر کې نه وي.

که تېر ته نظر وکړو نو دا به راته جوته شي چې د تېر نظامونو د ړنګیدو له عواملو څخه یو هم د اسلامي ارزښتونو له پامه غورځول و، چې ملت یې په مقابل کې راپورته شو. ځکه چې افغانان د اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره خپل سرونه نذرانه کړل تر څو یې ساتنه وکړي.
فی الحال زمونږ لپاره پکار ده چې په یوه داسې پالیسي او ستراتیژي باندې غور وکړو چې د ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.

د هوسا او سرلوړي افغانستان پهٔ هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x