
د ریل مي شرکت ۹ سیریز لومړی موبایل وړاندې شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۴۰۰ل): ریل مي چینایي شرکت د 9 سیریز ځیرک موبایل وړاندې کولو سلسله پېل کړه چې په دې لړ کې یې لومړی موبایل بازار ته وړاندې کړ.
د اوسمهال لپاره د ریل مي 9 آی (Realme 9i) لومړی موبایل په آبي او تورو رنګونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی دی.
ځانګړتیاوې:
په دغه موبایل کې د سنيپ ډراګون 680 پراسیسر وړاندې شوی چې د منځنۍ کچې ځانګړتیاو څخه برخمن دی. دغه راز د 6 جي بي ریم او 128 جي بي حافظه لري.
ریل مي 9 آی کې 6.6 انچه د ایچ ډي پلس ډیسپلی د 90 هرټز ریفریش ریټ ملاتړ سره ورکړل شوې ده.
د یاد موبایل سیلفي کامره 16 میګا پېکسله ده چې د څاڅکې په بڼه د سکرین په منځ کې ورکړل شوې ده. همدارنګه شاته یې د 3 کامرو سیټ اپ شتون لري.
منځنۍ کامره یې 50 میګا پېکسله ده، ترڅنګ یې 2 میګا پېکسله ماکرو او 2 میګا پېکسله یې د تور او سپین تمیز لپاره ورکړل شوې دي.
په ریل مي 9 آی کې د 5000 ملي امپیره ستره بیترۍ ورکړل شوې چې د 33 واټه چارجینګ ملاتړ ورسره دی.
دغه راز په دې کې د اندراید 11 چلوونکی سیستم ځای پرځای شوی چې د ریل مي یو آی 2.0 سره منسلک شوی دی.
ددغې موبایل بیه 290 ډالره ایښودل شوې ده چې شاوخوا 30 زره افغانۍ کیږي.
ریل مي په پام کې لري د 9 سیریز دوه نور موبایلونه (ریل مي 9 او ریل مي 9 پرو) هم د 2022م کال په لومړیو درې میاشتو کې وړاندې کړي.