
زموږ د مسلمانانو يو محدود ذهن او فکر
عبدالمبين
هغه دادی چې هر يو سړى خپل يو عمل په نظر کې نیولی وي او په هغه عمل ځان د جنت مستحق ګڼي، څنګه يې يو عمل په نظر کې نيولی.
د بېلګې په توګه: يو سړى تجارت په ښه توګه ترسره کوي، د شريعت په مطابق خو لمونځ نه کوي قرآن تلاوت نه کوي نور هم داسې عبادات دي، همدغه يو عمل يې ټول شريعت ګڼلی وي نو دا د ګمراهۍ سبب دی.
بل يو سړی هغه دادی چې صرف او صرف لمونځ يې ټول شريعت ګڼلى نورې چې څه زړه غواړي هغه ګناه کوي نو دا هم د ګمراهۍ سبب ګرځي.
بل يو هغه داده چې صرف ږيره يې پريښې نور يې د دنیا او اخرت نیکو کارونو ته ملا ماته وي نو دا هم ګمراهي ده.
او په ټولو کې خطرناک سړی هغه دا دی چې ځان ډېر يو سوچه مسلمان ګڼي لکه د نن سبا ځوانان، د قرآن کریم يو څو آيتونه يې زده کړي وي او يو څو حديثونه يې زده کړي وي نو ټولو علماوو ته بد رد وايي په هر چا فتوې لګوي دغه کسان علم د خپل ځان د اصلاح کولو لپاره علم نه حاصل وي او نه د بل چا د اصلاح کولو لپاره يې علم حاصل کړې وي، بلکه ددې لپاره یې علم حاصل کړی وي چې په يو چا اعتراض او رد وکړي نو دا يو ډير قبيح عمل دی.
بيا ځنې کسان داسې دي چې د خپل ځان د اصلاح لپاره نيټ يعنې فيسبوک، يوټيوب او ګوګل له علماوو نه بهتر ګڼي.
نو دا يو ډېر غټ مرض دی په ټولنه کې چې مسلمانان پرې اخته شوي دي، الله تعالی دې موږ ټول له داسې خرافاتو وساتي.
يقيناً که تاسو غواړئ چې په خپل ځان د اسلام دین په مکمل ډول عملي کړو.
نو هم به اقرار باللسان کوئ او هم به تصدیق بالقلب څوک چې دا په ځان عملي کړي نو هغه کامل ايمان والا دی.
بیا به مو ټول ژوند ان شاء الله رب ته محبوب وي او رب تعالى چې کوم احکامات راليږلي دي او نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کوم سنت مبارکه دي، هغه په ځان عملي کولو سره به مو ټول ژوند سکون او برکت کې وي او اخرت به مو هم جوړ وي.
ای الله ته د مو د خپل دين د خدمت لپاره قبول کړې او ته خپل رحم او فضل راباندې وکړې!